د کیم جونګ اون تنکۍ لور پوځي ټانک چلوي
د کیم جونګ اون تنکۍ لور پوځي ټانک چلوي
کیم جونګ اون او د هغه ځوانه لور د پوځي تمریناتو په ترڅ کې په ګډه یوه زغروال ټانک ته ختلي وو. جو اې د ټانک چلولو کنټرول په لاس کې اخیستی و، په داسې حال کې چې پلار یې د ټانک په مخ کې د هغې څنګ ته ناست و. په دا وروستیو میاشتو کې، جو اې څو ځله له کیم جونګ اون سره په عام محضر او پوځي مراسمو کې لیدل شوې ده.



