نوې څېړنه: د روغتیايي سلا مشورو لپاره له مصنوعي ځيرکتیا کار اخیستل "خطر" لري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایتان ګوج
- دنده, جنوبي انګلنډ
- د لوستلو وخت: 3 دقیقې
د یوې نوې طبي څېړنې موندنې ښيي چې د روغتیايي سلا مشورو لپاره د مصنوعي ځيرکتیا یا (اېای) چېټ بوټونو کارول "خطرناک" ثابتېدای شي.
څېړنه وايي چې د مصنوعي ځيرکتیا چېټ بوټونو پر مټ د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ د خپلې درملنې پرېکړه کول خطرونه لري، ځکه چې دا سېسټمونه ډېر کله ستاسې د پوښتنو په ځواب کې "ناکره او متضاد" معلومات درکوي.
دا تازه روغتیايي څېړنه د برېتانیا د اکسفورډ پوهنتون اړوند د (اکسفورډ انټرنېټ انسټیټیوټ) او د نوفیلډ د طبي علومو څانګې څېړونکو ترسره کړې او په (نېچر مېډيسن) نومې علمي مجله کې خپره شوې ده.
ډاکټره رېبیکا پاین هم له دې څېړونکو یوه ده. هغه وايي چې د څېړنې پایلې یې ښيي "سره له دې چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه ډېرې خبرې او تبلیغات کېږي خو اېای تر دې دمه هغې کچې ته نه ده رسېدلې چې د ډاکټر ځای ونیسي."
ډاکټره رېبیکا د څېړونکې ترڅنګ جيپي یا د عمومي ناروغیو طبیبه هم ده. دا زیاتوي، "ناروغان باید په دې خبره سر خلاص کړي چې د خپلې [ناروغۍ] د نښو نښانو په اړه د مصنوعي ځيرکتیا له کاریالونو پوښتنه کول او ځواب ترلاسه کول خطر لري. ځکه چې ښايي هغه ستاسې ناسم تشخیص وکړي او هغه حالتونه و نه پېژني چې تاسې یې شاید له امله بېړنۍ مرستې یا درملنې ته اړتیا ولرئ."
په دې څېړنه کې نږدې ۱۳۰۰ ګډونوالو برخه اخیستې وه او څېړونکو ترې غوښتي وو چې د خپلو ځينو احتمالي ناروغیو د پېژندلو او تشخیصولو هڅه وکړي او د درملنې سپارښتنې ترلاسه کړي.
له دوی یې ځينو پر مصنوعي ځيرکتیا تکیه وکړه او د (اېلاېلاېم) ماډلونه یې هم وکارول. دا د اېای داسې کاریالونه وي چې اوږدې پوښتنې ترې کېدای شي او ځواب یې هم له ګڼو جزیاتو او د راتلونکو ګامونو په اړه له سپارښتنو جوړ وي.
ځینو همدا کار وکړ خو ځینو نورو بیا د دودیزې درملنې لار ونیوله چې د خپلې سیمې ډاکټر یا جيپي ته ورشي او مخامخ د خپلې ناروغۍ او تشخیص په هکله خبرې او مشوره ورسره وکړي.
وروسته څېړونکو پایلې و ارزولې او جوته شوه چې اېای ډېر کله "د ښو او بدو معلوماتو ګډوله" وړاندې کوي چې کاروونکو ته یې ترمنځ توپير یا تفکیک سخت وي.
په دې څېړنه کې په ډاګه شوه چې که څه هم د مصنوعی ځیرکتیا چېټ بوټونه اوس "د طبي علومو په معیاري ازموینو کې ښه نتیجه ورکوي" خو هغو ناروغانو ته یې کارول "خطرونه رامنځته کوي چې د خپلې ناروغۍ د تشخیص او د روغتیايي مرستې ترلاسه کولو لپاره" له اېای د طبي وسیلې په توګه کار اخلي.
ډاکټره رېبیکا پاین وايي، "دا موندنې جوتوي چې د داسې اېای سیسټمونو جوړول ډېر ستونزمن کار دی چې د روغتیا برخې په څېر په ريښتینو حساسو او مهمو برخو کې له خلکو سره مرسته وکړای شي."
د دې څېړنې یو بل مخکښ غړی اېنډریو بین وايي، دا څېړنه ښيي چې ان د مصنوعي ځیرکتیا د چېټ بوټونو تر ټولو پرمختللي ژبني ماډلونه یا (اېلاېلاېم) هم له انسانانو سره په تعامل کې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.
دی زیاتوي، "هیلهمن یوو چې دا څېړنه به د اېای خوندي او لا ډېرو ګټورو سیسټمونو په رامنځته کولو او پراختیا کې ګټوره ثابته شي."

















