اسټرالیا په لومړي ځل یوه ښځه د پوځ مشره ټاکلې، چې افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
اسټرالیا ډګر جنراله سوزان کوېل د خپلو دفاعي ځواکونو مشره ټاکلې ده. دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د خپل پوځ مشري یوې ښځې ته سپاري.
اغلې کوېل اوسمهال د اسټرالیا د پوځي ځواکونو د وړتیاو لوړونې د یوې روزنیزې، لوژيستیکي او د معلوماتي عملیاتو څانګې (جېسيجي) مشره ده او په افغانستان کې یې هم له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ د خپل هېواد د بېلابېلو پوځي ټولیو قومنده په غاړه لرله.
رویټرز خبري اژانس د اسټرالیا حکومت له خولې ویلي، اغلې کوېل به د ډګر جنرال سایمن سټوراټ پر ځای د پوځ د مشرې په توګه خپله دنده د روان میلادي کال په جولای میاشت کې پیل کړي.
حکومت ویلي، دغه کار یې د خپل هېواد د دفاعي ځواکونو په مشرتابه کې د بدلون راوستو یوه برخه ده.
لومړي وزیر یې انتني البنیز د ډګر جنرالې سوزان کوېل د پېژندنې پرمهال وویل، "له جولای میاشتې به د اسټرالیا په ۱۲۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل یوه ښځه د سرقومندانې په توګه وګمارل شي".
د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلز هم دا یوه "مهمه تاریخي شېبه" یاده کړه.
دا ګمارنه په داسې حال کې کېږي چې د اسټرالیا پوځ د "سیسټماتیکې جنسي ځورونې او توپيري چلند" له تورونو سره مخ دی او هڅه کوي چې په خپلو لیکو کې د ښځينه افسرانو شمېر زیات کړي.
په افغانستان کې دنده
اغلې کوېل د افغانستان په ګډون په ختيځ تیمور او سلیمان ټاپوګانو کې هم دنده ترسره کړې ده.
هغې په افغانستان کې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۴ کاله د اسټرالیاوي ځواکونو د سېګنال ډلګۍ او ورپسې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ د سېګنال ټولي قومنده پرغاړه لرله. په ۲۰۱۵ کې په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو (ټاسک ګروپ افغانستان) قومندانه وه او له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ کاله یې د شپږمې جنګي لوا قومنده سمبال کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د "سيسټماتیکې جنسي ځورونې او توپير چلند" د تورونو ترڅنګ اسټرالیاوي ځواکونه له یوه بل سرخوږي سره هم مخ دي او هغه په افغانستان کې په جنګي جرمونو د دوی د ښکېلتیا تور دی.
همدا تېره اوونۍ اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور د بېن رابرټس سمېت په نوم د یوه سرتېري چې د خپل هېواد څو تر ټولو لوړ مډالونه یې هم ګټلي دي، د نیولو خبر ورکړ.
د رپوټونو له مخې، هغه په سېډني هوايي ډګر کې ونیول شو او په افغانستان کې د بېوسلې کسانو د وژلو تور ورپورې دی.
خو دغه ۴۷ کلن سرتېري ټول تورونه رد کړي دي.
د فدرالي محکمې یوه قاضي وموندله چې رابرټس سمېت لږ تر لږه د څلورو بېوسلې افغانانو په وژلو کې برخه اخیستې وه او دا پرېکړه استیناف محکمې هم تایید کړه.
قاضي انتوني بېسنکو وموندله چې رابرټس سمېت دوه ځله د دې لپاره د بېوسلې کسانو د وژلو امر کړی و چې نوي سرتېري له "وينې سره بلد" کړي او همدارنګه د يوه لاس تړلي بزګر په مرګ کې ښکېل و، چې هغه یې د غره له لوړې څوکې لاندې غورځولی و.
د دې تر څنګ د يوه نيول شوي طالب جنګيالي په مرګ کې هم ښکېل و چې مصنوعي پښه یې د غنيمت په توګه ترې وړې وه او وروسته د سرتېرو له خوا د څښاک د لوښې په توګه کارول شوې وه.
د افغانستان په جګړه کې د امریکا او ناټو نورو غړو هېوادونو په څېر اسټرالیاوي ځواکونه هم ښکېل وو او له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۲۱ په دغه هېواد کې پاتې شول.
د برېتانیا پارلمان له لوري د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ د یوه خپاره شوي رپوټ له مخې، له دې مخکې چې د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، د همدغه کال تر اپرېل میاشتې د ناټو او د غوڅ ملاتړ ځواکونو شاوخوا ۹۵۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې مېشت وو، چې شاوخوا ۸۰ تنه یې د اسټرالیا نظامیان وو.





















