په عراق او متحده عرب اماراتو کې پر درو بار وړونکو کښتیو بریدونه شوي

د ویډیو تشریح، په عراق او متحده عرب اماراتو کې پر درو بار وړونکو کښتیو بریدونه شوي
په عراق او متحده عرب اماراتو کې پر درو بار وړونکو کښتیو بریدونه شوي

د برېتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو مرکز وايي، له همدې کبله یې کښتۍوانو ته لارښوونه کړې چې "په تګ‌راتګ کې احتیاط" وکړي.

رسنۍ وايي چې په دې پېښو کې یو تن وژل شوی او نوره عمله ژغورل شوې ده.

د ایران جګړې له پیل راهیسې پر ۱۶ کښتیو داسې بریدونه شوي.