تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شاه رخ خان لومړنی فلم چې ښايي له ډېرو هېر شوی وي
- Author, مهتاب عالم
- دنده, بي بي سي ډیلی
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
له بالیووډه چې کله هم دا خبر راځي چې کوم فلم ۱۰۰ کروړه ګټه کړې، نو د ډېرو خلکو ذهن ته لومړی د شاه رخ خان نوم راځي چې دا به د هغه فلم وي.
نن سبا شاه رخ ته د بالیووډ "پاچا" ویل کېږي، خو په تېر وخت کې شاه رخ خان داسې رولونه هم لوبولي چې ښايي ډېرو خلکو ته یاد هم نه وي.
یو له هغو یې په کال ۱۹۸۹ کې په یوه فلم "In Which Annie Gives It Those Ones" کې لوبولی و. هغه فلم کې خان د یوه محصل په بڼه راڅرګند شوی و او دا د هغه لومړنی فلم و. په هغه کال د هند حکومت دغه فلم ته دوه ملي فلمي جایزې هم ورکړې وې، خو دا جایزه شاه رخ خان ته نه، بلکې اروندھتي رای ته د دې فلم د سیناریو لیکلو له امله ورکړل شوې وه.
نږدې څلور لسیزې وړاندې نندارې ته د دې وړاندې شوي دغه فلم په زړه پورې خبره دا ده چې سیناریو یې د هند مشهورې ناول لیکونکې او د بوکر جایزې ګټونکې اروندھتي رای لیکلې وه او په خپله یې په کې تمثیل هم کړی و. په دې فلم کې د شاه رخ خان او اروندھتي رای ترڅنګ منوج باجپای هم شامل و.
دا لومړی او وروستی ځل و چې شاه رخ او اروندھتي رای په یوه فلمي پرده یوځای ولیدل شول. دا فلم د اروندھتي رای د مشهور کتاب او د بوکر جایزې ګټونکي ناول "دي ګاډ اف سمال تھینګز" له خپرېدو اته کاله وړاندې ۱۹۸۹ جنورۍ کې خپور شوی و.
د خان د فلمي ژوند فیچر فلم
سږ کال په برلینالې نړیوال فلم فستیوال کې د دغه فلم ننداره هم کېدونکې وه، خو اروندھتي رای په فیستیوال کې له ګډون انکار وکړ. اروندھتي ولې انکار وکړ، جزیات یې وروسته، خو لومړی د دې فلم په اړه نورې خبرې:
د شاه رخ خان د فلمي ژوند لومړنی فیچر فلم د همدې فلم کیسه په ډیلي کې د معمارۍ (آرکیټیکچر) د څانګې د محصلینو پر شاوخوا څرخي. د اروندھتي رای د ژوند په اړه فلم کې چې تېر کال خپور شو، هم د دې فلم یادونه شوې خو د شاه رخ خان نوم په کې نه دی یاد شوی.
اروندھتي لیکي: "موږ د دوبي په رخصتیو کې د ارکیټیکچر په ښونځي کې د فلم شوټینګ وکړ. د ایني رول ارجن رینا لوبولی و. پاتې نور ټول کرېکټرونه نویو لوبغاړو لوبولي وو، یوازې د یم دوت رول روشن سیټ لوبولی و چې د ریچارډ ایټنبرو په فلم (ګاندي) کې د نهرو د رول له امله مشهور دی. ما په دې فلم کې د رادھا په نوم د یوې محصلې رول درلود."
په دې فلم کې شاه رخ خان د یوه محصل رول لوبولی و چې نوم یې (سینیئر) و. دا د هغه لومړنی فیچر فلم ګڼل کېږي ځکه له دې وړاندې هغه یوازې په ټلویزیوني ډرامو کې تمثیل کاوه. اروندھتي رای په خپل کتاب کې د ایوارډ د ورځې یوه په زړه پورې پېښه هم لیکلې چې کله هغه په عادي جامو کې د جایزې اخیستو ته ورغله، په داسې حال کې چې نورو کسانو رسمي جامې اغوستې وې. یوه چارواکي د هغې پر جامو نیوکه وکړه چې له بل کاله به ځانګړې جامې (ډریس کوډ) خامخا وي، هغې ورته وویل: "ښه ده، بل کال به زه نه یم!"
په ۲۰۱۵ کال کې هغې دا جایزه د احتجاج په توګه بېرته ور کړه. په هغه وخت کې شاه رخ خان هم دا غږ پورته کړی و او ویلي یې وو، د هغو خلکو درناوی کوي چې جایزې بېرته سپاري.
د ناسم پرنټ رغول او په مارچ کې بیا ننداره په دوردشرن ټلویزیون کې یوازې یو ځل له خپرېدو وروسته د دې فلم پرنټ خراب شوی و چې د "فلم هیریټیج فاونډیشن" لخوا ورغول شو.
د فلم ډایرکټر پردیب کرشن د کور بدلولو پر مهال په یوه زاړه صندوق کې د دې فلم کاغذونه وموندل. د دې فلم رغول خورا ستونزمن کار و، رنګونه او غږ یې بیخي له منځه تللي وو. دا فلم به په راتلونکې مارچ میاشت کې د هند په ځانګړو سینماګانو کې وښودل شي.
اروندھتي ولې په فېستیوال کې له ګډونه انکار وکړ؟
اروندھتي د برلینالې ېیستیوال د جرګې د مشر "وم وینډرز" د هغې وینا په غبرګون کې له ګډون انکار وکړ چې کله ترې د فلسطین په اړه وپوښتل شول، نو ویې ویل: ''موږ باید له سیاسته لیرې پاتې شو." اروندھتي دا خبره ناهیلې کوونکې وبلله او ویې ویل چې هنرمندان باید په داسې وخت کې غلي پاتې نه شي.