هرات کې د افغانستان ازبکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

د عکس سرچینه، د هرات سوداګرۍ خونه
- Author, سمیع الله موسی زی
- رپوټ له:, کابل
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د افغانستان په لوېدیځ ښار هرات کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، محمد یونس قاضيزاده، د دې ګډې خونې رامنځته کېدل ګټور بللي او وايي " دا به د اقتصادي ودې، د دواړو هېوادو ترمنځ د صنعتي همکاریو د پراختیا او ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو لا پياوړي کولو کې مرسته وکړي".
ښاغلي قاضي زاده وویل" له ازبکستان سره د پلاوو تګ راتګ به په اوږمهال کې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي".
دې سره هم مهاله د ازبکستان د کرنې وزارت د مرستیال جمشید عبدالرزاقوف په مشرۍ یوه پلاوي له افغانستان سره د کرنې برخه کې د ګډ کار او مرستې ژمنه کړې ده. دې پلاوي په کابل کې د طالبانو حکومت دکرنې اړونده چارواکو سره لیدلي دي.
پلاوي د طالبانو حکومت د کرنې له وزیر عطاء الله عمري سره لیدنه کې پر ګډو همکاریو خبرې کړي.
د دې وزارت ویاند شیر محمد حاتمي وايي" دواړو لوریو د باغونو، کرنې، مالدارۍ، کرنیزو څېړنو او زدکړو او پر ګډې پانګونې خبرې وکړې. ازبکستاني پلاوي په څو ولایتونو کې ګډې پانګونې ته چمتووالی وښود." هغه وویل " د کرنې وزارت مشرتابه بیا د څارویو فارمونو جوړولو، عصري کرنې او د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو برخه کې پر همکارۍ ټينګار وکړ او ازبکستاني پلاوي هم دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی."
د افغانستان ملي ټلویزون د کرنې له وزیر سره د ازبکستاني پلاوي له لیدنې وروسته ویلي "د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستیال ابدذکروف جمشید د کرنیزو لابراتوارونو جوړولو، د ۱۰۰ هکتاره بڼونو احداث، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کارکوونکو او زدهکړیالانو روزنه، د چرګانو روزنې پراختیا او د عصري ټکنالوژیو د ترویج په برخو کې د همکارۍ وړاندیزونه وړاندې کړل."
دغه رپوت کې ویل شوي "اوزبکستاني پلاوي په دې ناسته کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، کابل، ننګرهار، کندهار، فاریاب، جوزجان، بلخ، کندز او تخار کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، جوارو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ."
له بلې خوا د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه اف د متحده عرب اماراتو د ولسمشر له مرستیال منصور بن زاید ال نهیال سره د (افغان ټرانس) پټلۍ پروژې پر پراختیا غږېدلی دی، ښاغلي خواجه اف پر خواله رسنیو له لا نورو ډېرو معلوماتو له ورکولو پرته ویلي د اماراتو اتحاد ریل پټلۍ شرکت چې په دې برخه کې اوږده تجربه لري د ټرانس افغان پروژې برخه کې یو' شریک' بلل کېږي.
په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې شوې دي.
د ازبکستان د احصایي ادارې ویلي له افغانستان سره د روان ۲۰۲۶ کال لومړیو دوه میاشتو کې سوداګري نږدې ۲۸۹ نیم میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د ګډې پانګونې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دی.
د طالبانو حکومت چارواکو تېره فبرورۍ میاشت کې ویلي وو، له ازبکستاني چارواکاو سره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې او دواړه هېوادونه هوډ لري چې پخپلو کې سوداګري 'پنځو میلیارد ډالرو' ته لوړه کړي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف کړې ده هم ویلي وو چې هېواد یې له کابل سره د سوداګرۍ پر لا ډېرې پراختیا کار کوي.
خواجهیف دا هدف له هغه وروسته اعلان کړ چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ د طالبانو حکومت د سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره دا تېره میاشت د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې په ډاګه کړې وه د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده به دواړو هېوادونو کې د کار او اقتصاد غوړېدا فرصتونه ډېر کړي.


















