ټرمپ پر ایران برید پر پرل هاربر له برید سره پرتله کړ

ټرمپ پر ایران برید پر پرل هاربر له برید سره پرتله کړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظمې سانای تاکایچي سره په لیدنه کې وپوښتل شو چې ولې یې د ایران پر برید مخکې خپلو متحدینو ته خبر نه و ورکړی. ټرمپ په ځواب کې وویل: "د ناڅاپي برید په اړه له جاپانه څوک ښه پوهېږي؟" هغه دا خبره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د ۱۹۴۱ کال د ډسمبر په ۷مه د هاوایي پر پرل هاربر د جاپان برید ته په اشارې سره وکړه.