د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله تش شوی کلی
د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله تش شوی کلی
د کډوالو نارویژۍ ټولنه وايي د پاکستان او افغانستان د وروستیو نښتو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې یو لکو ۱۵ زره ملکي وګړي بې کوره شوي دي.
دغې ټولنې غوښتنه کړې چې ملکي وګړي باید وژغورل شي او بشري مرستو ته یې لاسرسی یقیني شي.
یو له هغو کلیو چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پروت دی، د پاکستان له اړخه د ډزو له کبله بشپړ تش شوی دی.
همکار مو یما بارز لومړنی خبریال دی چې د جګړې کرښې ته نژدې دغه پراته کلي ته ورغلی او وايي د سلګونو کورونو په دغه مېنه کې اوس یوازې اووه کسه پاتې چې د غرونو په سمڅو کې اوسېږي.



