پاکستان کې د طالبانو حکومت ډرون برید

د ویډیو تشریح، پاکستان کې د طالبانو حکومت ډرون برید
پاکستان کې د طالبانو حکومت ډرون برید

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي هوايي ځواکونو یې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوايي‌ بریدونو په غبرګون نن سهار د خیبرپښتونخوا کوهاټ کې د پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په نښه کړي.

دغه وزارت یوه اعلامیه کې دا ادعا هم کړې چې پر دې سربېره یې د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم په 'دقیق ډول' هدف ګرځولی او دا چې "درانه ځاني او مالي زیانونه" یې ور اړولي دي.‌

هممهاله د خیبرپښتونخوا له کوهاټه هم پر خواله رسنیو د دغو بریدونو څو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

په یوې ویډیو کې ښکاري‌ چې له یوې سیمې لوګي پورته کېږي. بله ویډيو کې غږېدونکي کسان د کېنټ یا پوځي‌ مرکز د هدف ګرځېدو یادونه کوي.‌

بي‌بي‌سي په خپلواک ډول د دغو ویډيوګانو د ثبتېدو ځای او وخت نه شي تاییدولی.‌