د طالبانو حکومت غواړي له ایرانه تېل او ګاز وارد کړي خو وایي، یوه غوښتنه لري

    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌‌سي
  • د لوستلو وخت: 7 دقیقې

د طالبانو حکومت د مشر هبت الله اخوندزاده په یوه حکم کې افغانستان ته د بې‌کیفیته تېلو او ګازو واردوونکو شرکتونو سره د قانوني چلند امر کړی، د طالبانو حکومت له ایرانه د تېلو او ګاز د بیې راټیټولو او افغانستان ته د تخفیف ورکولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي کابل کې د ایران د تېلو له وزیر سره کتنه کې همدا شان افغانستان ته د صادراتي تېلو د کیفیت د ساتنې غوښتنه وکړه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبد السلام جواد د دې لیدنې په اړه وویل چې د ایران د تېلو له مرستیال وزیره د دغه هېواد له لارې افغانستان ته تېلو او ګاز د واردولو لپاره د ترانزیټ د اسانتیاوو غوښتنه هم وشوه:

"د سوداګرۍ وزیر له ایرانه د واردېدونکو نفتي موادو او مایع ګاز د معیار په پام کې نیولو، د بیو پر ټیټولو او افغانستان ته پر تخفیف د ټینګار تر څنګ، له ایراني پلاوي غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته د واردیدونکو نفتي موادو او ګاز لپاره ترانزیټیي اسانتیاوې رامنځته کړي".

د ایران د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې د سید محمد موسوي په مشري پلاوي له افغان سوداګرو او د طالبانو حکومت کې د کانونو له وزیر سره هم لیدلي دي.

د ایران د صدا او سیما د خبر له مخې، د طالبانو حکومت کې د کانونو وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ایراني پلاوي د دې وزارت د انجنیرانو د روزلو وړاندیز کړی دی.

ایران نړۍ کې د تېلو له لویو صادروونکو هېوادونو دی، خو لوېدیځو هېوادونو یې تېلي صادرات له بندیزونو سره مخامخ کړي دي.

کابل ته د دې ایراني پلاوي له سفره څو ورځې وړاندې په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر تاس خبري اژانس ته ویلي وو، که پر افغانستان بانکي محدودیتونه لرې شي، نو کابل به له روسیې تېل، ګاز، درمل او نور توکي لا ډېر وارد کړي.

د طالبانو د مشر امر

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه دوه ماده‌يي فرمان کې ویلي، د نفتي موادو ټول واردوونکي شرکتونه مکلف دي چې "د تېلو او اوبلن ګاز واردات یوازې د نافذه معیارونو او اصولو سره سم ترسره کړي".

په دې امر کې راغلي که کوم د دغو ټاکل شویو معیارونو خلاف که کوم شرکت نفتي مواد وارد کړي، د مشرتابه د حکم مطابق به اړوندو واکمنو مراجعو ته معرفي شي.

د حکم په دویمه ماده کې راغلي چې د تېلو ټانکونه مکلف دي تېل او مایع ګاز "یوازې له مشخصو او رسمي جواز لرونکو شرکتونو ترلاسه کړي او د پلورونکي شرکت اسناد له ځان سره وساتي." که پلټنه کې د تېلو ټانکونو بې‌کیفته نفتي مواد تثبیت شيو سملاسي به قانوني چلن ورسره کېږي.

د طالبانو دا حکم داسې مهال دی چې د ایران د نفتو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو مرستیال سید علي محمد موسوي د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس سید کریم هاشمي او غړو سره کتنه کې کابل کې د ایران د سفارت په وینا، د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګرۍ او نفت او ګازو صنایعو په برخه کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، ښاغلي موسوي د انرژۍ بنسټونو د پیاوړتیا او افغانستان ته د نفتي موادو د ترانزیټ او صادرلو په برخه کې د ایران د چمتووالي اعلان کړی دی.

د ایران دغه چارواکي د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نور الدین عزیزي سره لیدنه کې د نفتي موادو او اوبلن ګاز د کیفیت ساتنې، د بیو کمولو او د ترانزیټ اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

ایران افغانستان ته د صادراتو ډېرولو او د تخنیکي همکارۍ ډاډ ورکړی او ښاغلي عزیزی ته یې ایران ته د سفر بلنه ورکړې ده.

ایران ته د ۱۵۳ ټانکره بې‌کیفیته تېلو بېرته ورستنول

د تېر ۲۰۲۵ کال وروستیو او د روان کال په لومړیو کې د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ اړیکې تر هر بل وخت ډېر پالل کېږي چې په ترڅ کې یې سوداګریزه راکړه ورکړه هم ډېره شوې ده.

د ۲۰۲۵ کال لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان له ایران سره د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۶۶۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و، چې د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د یو میلیارد او ۶۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

ایران ته تر ډېره له افغانستانه مالوچ (پنبه) ممیز، غیر الکولي څښاکونه، د سبزیو تخمونه، کنجد، بادام، معدني ډبرې، پروسس شوې تالک ډبرې او وچ زردالو وو، خو له ایرانه افغانستان ته په وارداتي توکو کې ډیزل، پیټرول، طبیعي ګاز، د لېږدوونکو وسایطو پرزې، سیمټ، اهن‌چادر، د کتان منسوجات او د چرګو هګۍ دي.

د منځنۍ اسیا پر ځینو هېوادونو سربېره، ایران افغانستان ته د تېلو او ګاز له لویو صادروونکو دی، خو له ایرانه افغانستان ته د صادردېدونکو سونتوکو د کیفیت په اړه ځینې اندېښنې شته، له همدې امله ډېر داسې پېښ شوي چې په ځانګړي توګه افغانستان ته صادر شوي تېل د کیفیت د ټیټوالي له امله بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د تېر ۲۰۲۵ کال لومړۍ نیمايي کې د طالبانو حکومت د سټنډرډ ملي ادارې ویلي وو چې له ا یرانه د ټولو واردو شویو تېلو کابو ۶۰ سلنه یې د ټیټ‌کیفیت له امله بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

بې کیفیته تېل چې پر چاپېریالي ککړتیا سربېره، روغتیايي او اقتصادي زیانونه پېښوي، افغانستان ته یې واردات له اوږدې مودې راهیسې یوه ستونزه ده.

د بې کیفیته تېلو ستونزه

وړاندې، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداري ویلي وو، په بې کیفیته تېلو کې د سلفر ، سرپ او ځینو نورو عناصرو کچه لوړه وي، چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي او ورسره د انسانانو روغتیا هم ګواښل کېږي.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، بي کیفیته تېل سوځول د ښارونو د هوا په ککړتیا کې ۳۰ سلنه ونډه لري.

افغانستان دمګړۍ د تېلو برخه کې خپلې اړتیاوې له ګاونډیو هېوادونو پوره کوي چې ډېره برخه یې له ایران او ترکمنستان څخه واردوي.

له ایران سره د افغانستان سوداګري، خلکو ته یې ګټې څه دي؟

اقتصادي کارپوهان وایي، کله چې له ګاونډیو هېوادونو، په تېره له ایران سره د افغانستان سوداګري زیاته شي، د دې هېوادونو د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصاد پراخ اغېز لرلی شي.

۱. اقتصادي وده او د کار زمینه:

د اقتصاد برخې ځینې کارپوهان وایي، د سوداګرۍ زیاتوالی د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا سبب ګرځي. کله چې افغان سوداګر د ایران بازارونو ته خپل توکي صادروي او واردات هم ترلاسه کوي، نو دا کار د تولیدوونکو، کروندګرو، سوداګرو او نورو مسلکي کسانو لپاره د کار زمینه برابروي. خلک د خپلو مهارتونو او تولیداتو له لارې عاید ترلاسه کولی شي، چې په پایله کې د کورنیو د ژوند معیار ښه کېږي.

۲. د توکو لاسرسی او بیې:

د سوداګرۍ زیاتوالی د خلکو لپاره د اړتیا وړ توکو د لاسرسي اسانتیا رامنځته کوي. په بازار کې د توکو زیاتوالی نرخونه او بیې مناسبې ساتلی او خلک په ښه کیفیت او مناسب نرخ اړین توکي ترلاسه کولی شي. دا په ځانګړې توګه د خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو، درملو او صنعتي تولیداتو لپاره مهم دی.

۳. کرنیز او صنعتي سکتورونه:

افغان کروندګر او تولیدوونکي له دې فرصته ګټه اخلي چې خپل محصولات لویو بازارونو ته صادر کړي. د بېلګې په توګه، د افغانستان مالوچ (پنبه)، مېوې او نور کرنیز توکي د ایران بازارونو ته رسېږي. دا کار نه یوازې د بزګرانو عواید زیاتوي، بلکې د کرنیزو محصولاتو کیفیت او تولید ته هم وده ورکوي. په صنعتي سکتور کې هم د سوداګرۍ زیاتوالی د کارخونو فعالیت، د تولید زیاتوالی او د نویو تولیدي ټېکنالوژیو د راوړلو سبب کېږي.

۴. سیمه‌ییزه همکاري او سیاسي اړیکې:

د سوداګرۍ پراخوالی د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې ټینګوي. کله چې سوداګریز تړونونه او تجارتي همکارۍ پراخې شي، نو د سیاسي او امنیتي همکارۍ زمینه هم برابرېږي. په سیمه کې د ثبات او ګډو پروژو د تطبیق امکانات لوړېږي، چې د خلکو لپاره د ژوند شرایط نور هم ښه کوي.

۵. د سوداګرۍ په زیاتوالي د ژوند کیفیت ښه کېدل:

د سوداګرۍ زیاتوالی په مستقیم ډول د خلکو ژوند ته ګټه رسوي. د عوایدو زیاتوالی، د خوراکي توکو د لاسرسي اسانتیا، د نوو کاري فرصتونو رامنځته کېدل او د اقتصادي امنیت لوړوالی ټول د دې پایلې برخه دي چې خلک خپل ژوند په ښه توګه پرمخ بېوی شي.

په پایله کې، د اقتصادي کارپوهانو په خبره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې د خلکو د ژوند کچه لوړه کوي، د کرنې او تولید سکتورونو وده هڅوي او سیمه‌ییز ثبات ته وده ورکوي. دا یوه داسې پراخه اغېزه ده چې د څو اړخیزو فرصتونو او ګټو سبب ګرځي.