تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مینې په اړه د "مردا ره قول اس" فلم جوړونکی او لوبغاړی د اسکار جایزې خیال ګوري
- Author, رویین رهنوش
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: 5 دقیقې
په افغانستان کې ډېر هغه کسان چې له فلم او سینما سره مینه لري د "مردا ره قول اس" فلم یې لیدلی. په دې وروستیو کې، د دې فلم ځینې صحنې په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک او انسټاګرام کې شریکې شوې دي. "مردا ره قول اس" یو له هغو څو هنري اثرونو دی چې نوم یې له افغان سینما سره تړلی دی.
دا فلم د ۱۳۶۳ کال کې په کابل کې جوړ شوی.
د دې فلم ډایرېکټر او لوبغاړي سعید اوکزي له بي بي سي په خبرو کې وویل:
"دا زما د تمې خلاف و. ان هغه ځوانان چې د فلم جوړېدو پر مهال زېږېدلي نه وو، نن یې خوښوي. ځکه دوی په دې فلم کې د ټولنې، چاپېریال او هغو خلکو نبض ویني چې یو وخت یې په هغه هېواد کې ژوند کاوه. ځینې خوند ترې اخلي، ځینې غوسه کوي او ځینې بیا را پاروي."
دا فلم چې د افغان سینما د ځلانده دورې محصول دی، د افغانستان د څو نسلونو له احساساتو، خاطرو او یادونو سره تړلی دی.
د "مردا ره قول اس" فلم د اکرم عثمان لخوا لیکل شوی.
د افغانستان د ډېری نورو هنرمندانو په څېر، سعید اورکزي هم د خلق د دیموکراتیک ګوند د وروستي واکمن محمد نجیب الله د واکمنۍ په پای کې هېواد پرېښود او لږترلږه له تېرو درویشتو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.
"جګړې هر څه وران کړل"
سعید اورکزی وايي، خوښېږي یې چې افغانستان ته لاړ شي او هلته فلم جوړ کړي، خو اوسنی حالات د دې کار لپاره مناسب نه بولي.
د هغه په وینا، اوس وخت په افغانستان کې د سینما ژوندۍ ساتلو لپاره باید هڅه وشي او په دې برخه کې له افغانستانه بهر پانګونه وشي.
"دا ځوانانو ته د یوه مشر خبر ده، چې که دوی له سینما سره مینه لري، نه دې پرېږدي چې سینما مړه شي. په هېواد کې د سینما دروازې تړل شوي او موسیقي له منځه تللې، موږ باید دلته کښې نه نو او خپلې بربادۍ ته وګورو."
ده تر اوسه ټول اووه فلمونه جوړ کړي دي، چې څو یې په افغانستان کې هم جوړ کړي وو، له هغې ډلې د ایرو یا "خاکستر" فلم هم دی:
"په وطن کې مو کولی شو، ډېر څه ترسره کړو. نه یوازې ما، بلکې نورو فلم جوړونکو هم ډېره هڅه وکړه. هڅه مو وکړه چې افغان سینما نړیوال هویت ومومي. پوه شي چې بالاخره موږ یوه سینما لرو. خو پوهېږئ، جګړو هرڅه ویجاړ کړل."
د پرون، ولې او تابو فلمونه په انګلیسي ژبه دي.
د هغه فلمونه "فریاد در غبار و سایه در اتش" په فارسي ژبه دي.
ښاغلي اورکزي بي بي سي ته وویل، اوس هم په دوو نورو فلمونو کار کوي.
وروستی فلم چې دغه افغان ډایرېکټر په افغانستان کې جوړ کړی و، د "خاکستر" په نوم دی، چې هغه یې یوازې په پرانیستلو بریالی شو، او د هغه وخت بدلونونو اجازه ورنه کړه چې فلم په سینماګانو کې وښودل شي.
"زه له هغه فلم (خاکستر) سره ډېره مینه لرم او رښتیا چې ما ډېر کار پرې وکړ او په ډېر زیار او لېوالتیا مې جوړ کړ.
موږ په داسې حالاتو کې کار کاوه چې هره ورځ لږترلږه دوه سوه توغندي پر کابل لګېدل."
هغه پر تېر جمهوریت حکومت له دې امله نیوکه کوي چې د فلم او سینما صنعت ته یې "پام ونه کړ" او زیاتوي د افغان سینما د پرمختګ لپاره ډېر ښه وخت او فرصت له لاسه ووت.
"سینما یې ویجاړه کړه، په تېرو شلو کلونو کې یې اصلا له پامه وغورځوله او هیچا ارزښت ور نه کړ."
اسکار؛ یو لېرې خوب او خیال
د سعید اورکزي وروستی فلم اشک پاییز یا "د مني اوښکه" نومېږي.
دا فلم چې د "اورکزي پېکچرز" لخوا تولید شوی او په دې وروستیو کې د امریکا په ځینو سینماګانو کې یوه اوونۍ نندارې ته وړاندې شو.
د سعید اورکزي زوی، علي اورکزي پکې مخکښ رول لوبولی دی.
هغه وايي دا فلم د یوې "کورنۍ مینې" کیسه ده او د فلم اخیستلو چارې یې په امریکا کې ترسره شوې دي.
ښاغلی اورکزي وايي، ډېری خلک په افغان فلمونو کې د منفي پېښو او د تاوتریخوالي انځورونو له لیدلو سره عادت شوي، خو هغه د یوې بلې کیسې او انځور موندلو هڅه کړې، هغه څه چې د افغانستان اوسنی حالت څرګند کړي.
"که موږ د کډوالۍ، جګړې او ویجاړۍ په حالت کې یو او هېڅ ښه والی هم نه وي او موږ لاهم د سینما پردې ته تاوریخوالی وړو، په دې کار سره موږ څه ثابتول او لیدونکي ته ورکول غواړو؟ موږ باید د هغو شیانو په اړه ووایو چې کلونه کېږي، افغان لیدونکي لېرې ترې پاتې شوي دي."
د هغه په وینا، په دې فلم کې هڅه شوې چې د نن ورځې ځوانانو پام د افغانستان زړې موسیقۍ ته ورواړوي: "موږ هغه موسیقي کارولې چې ډېره یې نژدې له منځه تللې ده. لږترلږه زموږ ځوانان متوجه شي چې زموږ موسیقي یوازې نننۍ موسیقي نه ده. داسې کسان شته چې د خپلو کمسارو سندرو سره سره، ورو ورو هېر شوي دي."
"اشک پاییز" فلم د مېړه او مېرمنې کیسه انځوروي چې د کورنۍ مسلو سربېره، رواني اړخونه هم لري.
د کیپګراس ناروغۍ، یا "درغل سنډروم" ته پام، چې پر دغې ناروغۍ اخته کس کله ناکله فکر کوي چې بل څوک دی.
"زه تاسو ته یوازې دومره ویلی شم، دا داسې یوه کیسه ده، چې د هرچا په ژوند کې په یوه ډول پېښېږي.
کله چې موږ هره خوا ګورو، عادي خلک وینو، خو موږ د دوی له دننه خبر نه یوو."
ښاغلي اورکزی د "اشک پاییز" فلم د اسکار جایزې ۹۸یم پړاو ته ثبت کړی و.
که څه هم د "اشک پاییز" فلم د هغو فلمونو په ډله کې نه ښکاري چې د سږ کال جایزو ته نومول شوي دي.
د جایزو د ورکړې مراسم به د روان ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې د هالیوډ د "ډالبي" تیاتر په تالار کې ترسره شي.