سیول وايي، کیم جونګ اون خپله ځوانه لور د ځایناستې په توګه ټاکلې

د لوستلو وخت: 3 دقیقې

د سویلي کوریا څارګرې ادارې پر پنجشنبه ویلي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپله لور د ځای ناستې په توګه ټاکلې ده.

د راپور له مخې، کیم جو اې، چې اټکل کېږي شاوخوا ۱۳ کلنه به وي، په وروستیو میاشتو کې له خپل پلار سره په مهمو رسمي مراسمو کې لیدل شوې ده، لکه په سپتمبر میاشت کې بیجینګ ته سفر کې چې د خپل پلار تر څنګ ولیدل شوه او دا یې لومړنی بهرنی پېژندل شوی سفر و.

د استخباراتو ملي ادارې (این ای سي) ویلي چې دوی دا ارزونه د "یو لړ شرایطو" پر بنسټ کړې ده، چې پکې په رسمي مراسمو کې د هغې زیاتېدونکی شتون هم شامل دی.

دغه اداره وايي، دوی به وګوري، چې ایا دا به د شمالي کوریا د واکمن ګوند په راتلونکي کانګرېس یا کنګره کې ګډون وکړي که نه. دا کانګرېس چې هر پنځه کاله وروسته کېږي، د هېواد تر ټولو ستره سیاسي غونډه بلل کېږي.

تمه کېږي، چې په دې ګوندي کانګرېس کې به پیونګ یانګ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپلو لومړیتوبونو په اړه نور جزئیات وړاندې کړي، چې بهرنۍ تګلاره، پوځي چمتووالی او اټومي پروګرام هم پکې شامل دي.

د پنجشنبې پر ورځ پارلماني غړي لي سونګ-کوېن خبریالانو ته وویل چې جو اې، چې مخکې د این ای سي لخوا د "ځای ناستې لپاره روزل کېدونکې" بلل شوې وه، اوس د "رسمي ټاکل شوې ځای ناستې" پړاو ته رسېدلې ده.

هغه زیاته کړه:

"لکه څنګه چې کیم جو اې په بېلابېلو مراسمو کې خپل شتون څرګند کړی، د کوریا د خلکو پوځ د بنسټ ایښودنې کلیزه او د کُیمسوسان لمر ماڼۍ ته د هغې سفر او دا نښې هم لیدل شوي چې هغې د ځینو دولتي پالیسیو په اړه خپل نظر څرګند کړی، ملي استخباراتي اداره باور لري چې هغه اوس د ځای ناستې په توګه د ټاکنې پړاو ته رسېدلې ده."

جو اې د کیم جونګ اون او د هغه د مېرمنې ري سول جو یوازینۍ پېژندل شوې اولاد ده. د ملي استخباراتو اداره باور لري چې کیم جونګ اون یو مشر زوی هم لري، خو هغه زوی په رسمي ډول نه دی منل شوی او نه هم د شمالي کوریا په رسنیو کې څرګند شوی دی.

د جو اې د شتون خبر لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې له یوې داسې سرچینې خپور شو، چې تمه یې نه کېده د دا د باسکټبال امریکايی لوبغاړي ډېنس راډمن و، چې ګارډین ورځپاڼې ته یې ویلي وو چې د خپل سفر پر مهال یې "کوچنۍ جو اې په غېږ کې نیولې وه."

جو اې په ۲۰۲۲ کال کې لومړی ځل د دولتي تلویزیون پر پرده په داسې حال کې راڅرګنده شوه، چې د خپل پلار لاس یې نیولی و او د شمالي کوریا وروستی بین البراعظمي بالسټیک توغندي کتنه یې کوله.

په دا وروستیو میاشتو کې هغه په انځورونو کې داسې ښکاري، چې د خپل پلار تر څنګ ولاړه ده او ان تر هغه هم په ونه دنګه ښکاري، او تر شا یې نه، بلکې څنګ په څنګ ورسره روانه وي.

په شمالي کوریا کې، چې د دولتي رسنیو له خوا خپرېدونکي انځورونه ډېر سمبولیک او سیاسي اهمیت لري، دا ډېره کمساري پېښه ده چې له کیم جونګ اون پرته بل څوک هم په انځور کې د هغه په شان په برابر او مهم ځای کې ودرول شي.

که څه هم د سویلي کوریا استخباراتي اداره باوري ده، چې جو اې د رسمي ځای ناستې په توګه ټاکل شوې، خو بیا هم ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

دا یو څه معما ډوله ښکاري چې ولې په شمالي کوریا کې، چې ټولنه یې تر ډېره بریده نارینه‌ محوره ده، یوه لور د مشر زوی پر ځای د وارثې په توګه وټاکل شي.

ډېری شنونکو او له شمالي کوریا مخکې تښتېدلو کسانو مخکې دا احتمال کم باله چې یوه ښځه به د هېواد مشري وکړي او د هېواد دودیزو جنسیتي رولونو ته یې اشاره کوله، خو د کیم جونګ اون خور، کیم یو جونګ د ښځینه واک یوه بېلګه وړاندې کوي.

کیم یو جونګ اوس مهال د کوریا کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې لوړپوړې غړې ده او راپورونه وايي چې هغه پر خپل ورور اغېز لري.

خو بله پوښتنه دا ده چې ولې کیم جونګ اون، چې لا هم ځوان دی او په ظاهره ښه روغتیا لري، همدا اوس خپله ۱۳ کلنه لور د ځای ناستې په توګه ټاکي؟

دا هم روښانه نه ده چې که جو اې واک ته ورسېږي، نو د شمالي کوریا لپاره به څه بدلونونه راولي.

کله چې کیم جونګ اون، چې په لوېدیځ کې یې زده کړې کړې وې، د خپل پلار ځای ونیو، ډېرو شمالي کوریایانو هیله لرله چې هغه به هېواد بهرنۍ نړۍ ته پرانیزي.

خو دا هیلې پوره نه شوې. که څه هم دا لا نه ده معلومه چې دا تنکی ځوانه نجلۍ به د خپل هېواد لپاره څه پلانونه ولري، خو که واک ته ورسېږي ډېر احتمال شته چې پراخ او انحصاري واک به ولري، چې هېواد ته له خپلې خوښې سره سمه بڼه ورکړي.