منځني ختیځ کې د امریکا پوځي اډې کومو هېوادونو کې دي؟

یوه پوځي الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, بي بي سي منیټورینګ
  • د لوستلو وخت: 5 دقیقې

پر ایران د احتمالي پوځي برید په تړاو د اټکلونو له زیاتېدو سره، په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د خلیج په سیمه کې د امریکا پوځي اډې، د ایران اوبو ته نږدې د پوځي چمتووالي له دوام سره هم‌مهاله، تر بل هر وخت ډېر د سیمې د رسنیو د پام ځان ور اړولی.

امریکا له لسیزو راهیسې په سیمه کې د پوځي اډو یو پراخ ځنځیر لري. د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د ۲۵مې نېټې د الجزیرې ټلویزوني شبکې د راپور له مخې، څه باندې ۱۲ هېوادونو کې په لږترلږه ۱۹ سیمو کې له شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ زره امریکايي ځواکونه په اوږد مهالي یا لنډ مهالي ډول مېشت دي. په دې اډو کې اته ثابتې او ۱۱ نور مرکزونه شته چې امریکايي ځواکونه یې کارولی شي.

د جنورۍ میاشتې د راپورونو له مخې، امریکا د احتیاطي ګام په توګه او له ایران سره د کړکېچ د سختېدو په پایله کې، له ځینو مهمو سیمه ییزو اډو د خپلو ځواکونو د یوې برخې ایستل پیل کړي دي. د "نیو عرب"وېبپاڼې، چې قطر یې مالي ملاتړ کوي، د جنورۍ پر ۲۶مه راپور ورکړ چې واشنګټن د ایران او امریکا ترمنځ د لفظي شخړې د زیاتوالي په ځواب کې، لا هم د ایران شاوخوا ته د پوځي تجهیزاتو او مرستندویه ځواکونو استولو ته دوام ورکوي.

د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، امریکا د ایران درې اټومي مرکزونه په نښه کړل. دا بریدونه د تېر کال په جون میاشت کې په منځني ختیځ کې له ورته پراخ پوځي اړي ګړي وروسته ترسره شول.

یوه پوځۍ اډه

د عکس سرچینه، Getty Images

په ابوظبي کې مېشتې سکای نیوز عربي شبکې د فبرورۍ پر ۴مه د " کوټلو سیمه ییزو ډیپلوماټیکو ګامونو" خبر ورکړ چې له ایران سره جګړې ته د امریکا او اسرائیلو د ور ګډېدو مخه ونیول شي. سره له دې، لا هم روښانه نه ده چې ایا ډیپلوماسي کولی شي د ایران او امریکا کړکېچ کابو کړي او که روان پوځي مناورې به خامخا د بل یا ان تر دې د سخت برید لامل شي. ایراني سیاسي چارواکو او پوځي قوماندانانو په وار وار خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول برید به له "پرېکنده ځواب" سره مخ شي او کولی شي په یوې بشپړې جګړې بدل شي.

دوی دا هم ویلي چې د امریکا برید به په ټوله سیمه کې ایران ته د نږدې نیابتي ځواکونو غبرګون هم له ځان سره ولري، لکه په عراق کې شیعه ملېشې، په یمن کې حوثیان او په لبنان کې حزب الله.

سعودي العربیه خبري شبکې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه راپور ورکړ چې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو نقشه یو ځل بیا د "مخنیوي او کړکېچ د زیاتوالي په محاسباتو کې د یو ټاکونکي فکټور" په توګه مطرح شوې ده.

په خلیج هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې او ځواکونه

قطر د (العدید) هوایي اډې کوربه دی، چې په منځني ختیځ کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه ده. د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا د راپور له مخې، دا اډه چې په ۱۹۹۶ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، شاوخوا ۱۰ زره امریکايي پوځي کارکونکي لري او د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د مخکښ مقر په توګه کار کوي.

په جنورۍ میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې امریکا او بریتانیا د العدید په ګډون په ځینو مهمو اډو کې خپل ځواکونه کم کړي دي، خو دا روښانه نه وه چې څومره کسان به سیمه پرېږدي.

کویټ د امریکا د څلورو پوځي اډو کوربتوب کوي: عریفجان کمپ چې د متحده ایالاتو د مرکزي پوځ مخکښ عملیاتي مرکز دی، د علي السالم هوایي اډه چې د عراق پولې ته نږدې ده، بیورینګ کمپ چې عراق او سوریې ته د ځواکونو د لېږد لپاره کارول کېږي، او د دوحې کمپ. د العربیه شبکې په وینا، په بحرین کې د امریکا پوځي اډې د ایران ساحلونو ته د جغرافیایي نږدېوالي له امله "ترټولو حساسې اډې" ګڼل کېږي. اصلي تاسیسات یې د سمندري ملاتړ اډه ده چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ تم ځای دی او دنده یې د فارس خلیج، سره سمندر، عرب سمندر او د هند سمندر ځینې برخې دي. د الجزیرې په وینا، دا اډه شاوخوا ۹ زره امریکايي پوځي او ملکي کارکونکي لري. بحرین د محرق او عیسی هوایي اډو کوربه هم دی.

امریکايي پوځيان

د عکس سرچینه، Getty Images

سعودي عربستان د امریکا د دوو پوځي اډو کوربه دی: د اسکان هوایي اډه او د شهزاده سلطان هوایي اډه چې د امریکا د پوځ د هوایي دفاعي تجهیزاتو ملاتړ کوي. په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۳۰۰ امریکايي ځواکونه مېشت دي. متحده عربي امارات د "ظفره" ستراتیژیکې هوایي اډې کوربتوب کوي چې اصلي پام یې پر استخباراتو او پېژندنې ورټول دی. په نورو ځایونو کې د فجیره سمندري اډه او د دوبۍ جبل علي بندر شامل دي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو ترټولو لوی بندري سیمه ګڼل کېږي، که څه هم رسمي پوځي اډه نه ده، خو په منظمه توګه د الوتکو وړونکو بېړیو کوربتوب کوي. عمان هم د امریکا درې اډې لري: د مصیره ټاپو هوایي اډه، ثمریت هوایي اډه او د دُقم بندر.

د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکا پوځي حضور

امریکا په عراق کې په کمه کچه خو ستراتیژیک حضور لري. د عراق د کردستان نیمه خپلواکه سیمه د "حریر" هوایي اډې کوربه ده چې د اربیل ښار ته څېرمه او د ایران اټومي مرکزونو ته نږدې ده. امریکايي ځواکونه د انبار ولایت په عین الاسد اډه کې هم وو، خو په جنورۍ کې د ځواکونو وتل اعلان شول. په اردن کې د موفق‌السلطي هوایي اډه ده چې په ټولې شام سیمې کې ماموریتونه ترسره کوي. په سوریه کې هم امریکا څو اډې لري چې التنف یې یو له مهمو هغو ده. ایراني رسنۍ ادعا کوي چې په سوریه کې د امریکا تر ۲۰ زیاتې شته.

ترکیه هم د "اینجرلیک" په څېر د اډو کوربه ده چې هلته د امریکا اټومي سرګلولې هم ساتل کېږي او څه باندې ۱۴۰۰ پوځیان په کې مېشت دي. په لبنان کې که څه هم رسمي اډه نشته، خو ځینې پوښتنې راپورته شوي چې ایا د "حامات" اډه به پر ایران د برید لپاره وکارول شي که نه. جیبوټي په افریقا کې یو مهم مرکز دی او په مصر کې هم امریکا محدود حضور لري. په اسرائیلو کې د امریکا د رسمي اډو شتوالی نه تاییدېږي، خو واشنګټن ویلي چې هلته د وسلو او تجهیزاتو یوه بېړنۍ ولاړه ده.

ولې ځینو هېوادونو پر ایران د برید لپاره د خپلې فضا کارول رد کړل؟

سعودي عربستان او اماراتو پر ایران د هر ډول احتمالي برید لپاره د خپل هوایي حریم کارول رد کړي دي. شنونکي وايي دا کار د جګړې د ویجاړوونکو پایلو له وېرې شوی، ځکه د ایران په شاوخوا کې د امریکا اډې به د تهران د توغندیو او ډرون بریدونو مخامخ موخه شي. په مصر کې هم د دې کړکېچ د جیوپولیټیک او اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. د عمان دولتي ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې جګړه به د ټولو لپاره یوه لویه غمیزه وي. ځینو رسنیو ادعا کړې چې ځینې عرب هېوادونه د استخباراتي معلوماتو په برخه کې له امریکا سره همکاري کوي.

آیا پر ایران د امریکا برید حتمي دی؟

ځینې کارپوهان پر دې اند دي چې سیمه د یوې بې مخینې ستراتیژیک بدلون په درشل کې ده او برید شونی بولي. خو د مصر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، نبیل فهمي، وايي چې د امریکا پوځي چمتووالی داسې ځای ته رسېدلی چې ټرمپ ته له کومې حقیقي لاسته راوړنې پرته شا ته کېدل ستونزمن شوي دي. ورسره، نور بیا د جګړې د درنو مالي او انساني لګښتونو له امله دا شونتیا لږه بولي او انګېري چې خبره به تر لږو سر سري بریدونو ها خوا لاړه نه شي.