مصنوعي ویښتانو کې داسې کیماوي توکي کارېږي چې د سینې سرطان پېښوي

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په ټوله نړۍ کې میلیونونه مېرمنې د وېښتانو اوږدولو لپاره ورسره مصنوعي ویښتان سرېښوي، په دې سرېښو کې داسې کیمیاوي مواد موندل کېدلی شي چې د سینې سرطان او د هورمونونو ګډوډۍ لامل کېږي. دا خبره تر اوسه د خپل ډول تر ټولو یوه مهمه څېړنه کې څرګنده شوې ده.

دا څېړنه چې د امریکايي کیمیاوي ټولنې په ژورنال کې خپره شوې، ساینسپوهانو نږدې د هر ډول ویښتانو اوږدولو بېلګو کې شاوخوا ۵۰ خطرناک کیمیاوي مواد موندلي دي.

د وېښتانو اوږدولو دغه نمونې له مصنوعي او انساني وېښتانو جوړو محصولاتو لکه وېګونه، برېډنګ وېښتان، وېوز او کلپ-اېن ډولونه رانغاړي.

د څېړنې پایلو د وېښتانو دا پروسه د څو میلیارده ډالرو صنعت لپاره د سختو مقرراتو او د مصرفوونکو لپاره د لا زیاتې روڼتیا غوښتنې راپورته کړې دي. د دې څېړنې اصلي لیکواله ډاکټره الیسیا فرانکلن وايي: "موږ پر هغو شرکتونو باور کوو چې په خپلو تولیداتو کې د دا ډول کیماوي توکو په کارولو تورن نه‌ دي."

د ساینسپوهانو په وینا، د وېښتانو اوږدولو دا پروسه ځکه خطرناکه ده چې د اوږدې مودې لپاره کارول کېږي او له پوستکي سره په مستقیم او دوامداره تماس کې وي. دا کار کولی شي د کاروونکو لپاره د اوږدمهاله روغتیايي خطرونو کچه لوړه کړي.

ډاکټرې فرانکلن زیاته کړې: "دا ډول مصنوعي ویښتان پوستکي ته ډېر نږدې وي او پکې موجود کیمیاوي مواد کولی شي د اوونیو یا میاشتو لپاره د سر پر پوستکي، غاړه او نور بدن پاتې شي."

دا څېړنه، نه یوازې د ښځو لپاره د یو لوی خطر نښه ده، بلکې په نړیواله کچه د دې صنعت د مقرراتو په اړه هم پوښتنې ډېروي.

خطرناک کیمیاوي توکي

د څېړنې له مخې، تمه ده چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د مصنوعي وېښتانو د دغه نړیوال بازار ارزښت له ۱۴ میلیاردو ډالرو واوړي. که څه هم ډېرې ښځې دا د سینګار او ښکلا لپاره کاروي، خو یوه لویه برخه ښځې یې د خپلو وېښتانو د سمبالولو اسانه لاره ګڼي.

مصنوعي وېښتان تر ۲۰ ډالرو پورې ارزښت لرلی شي، خو که لوړ کیفیت انساني وېښتان وي بیا نو په زرګونو ډالرو پلورل کېږي.

ساینسپوهانو د همدې ډول ویښتانو ۴۳ نمونې وڅېړلې او د پرمختللو لارو په کارولو سره یې په کې ټولټال ۱۷۰ ډوله کیمیاوي توکي وموندل چې له دې شمېرې ۴۸ هغه د ملګرو ملتونو او اروپايي کیمیاوي ادارې د خطرناکو موادو په نوملړ کې شامل دي.

د ډاکټرې فرانکلن په وینا: "په دغو موادو کې اور مړکوونکي کیمیاوي مواد، د کرنې لپاره کارېدونکي زهري توکي(حشره وژونکي) او فېتالیټس شته چې د بدن هورموني سیستم اغېزمنوي او د تولیدي روغتیا لپاره زیان اړونکي دي."

په دې څېړنه کې د ویښتانو له ۳۶ بېلګو(چې مصنوعي او انساني وېښتان پکې شامل وو) په ۱۷ کې داسې کیمیاوي مواد وموندل شول چې د سینې سرطان لامل کېږي.

نږدې ۱۰سلنه نمونو کې خطرناک ارګینوټن مرکبونه هم موندل شوي چې تر ډېره د اور ضد پلاستیکونو په جوړولو کې کارېږي. د ساینسپوهانو په وینا، دا خبره ورته حیرانوونکې وه، ځکه دا ډول مرکبونه عموماً په عامو مصرفي توکو کې نه‌‌وي.

دا کیمیاوي مواد کولی شي د پوستکي خارښ او حساسیت رامنځته کړي او د بدن د هغه هورمونونو سیستم ګډوډ کړي چې د بدن مهم فعالیتونه لکه تولید او وده تنظیموي.

په دغو نمونو کې تر ټولو ډېر موندل شوي کیمیاوي مواد فینول وو چې د پلای‌ووډ او لرګیو د نښلولو لپاره کارېږي او همدارنګه بایس (۲-ایتایل هېکسل) فېتالیټ چې د پلاستیک نرمولو لپاره کارېږي.

کارپوهان وايي، دا کیمیاوي مواد په انسانانو کې داسې بدلونونه راولي چې د سینې سرطان له پېژندل شویو عواملو سره ورته‌والی لري او د وخت په تېرېدو سره د سرطان خطر زیاتولی شي.

ایا ۱۰۰سلنه انساني ویښتان هم خطرناک دي؟

تر دې مخکې شوې زیاتره ساینسې څېړنې پر مصنوعي وېښتانو ورټولې وې چې په کې د خطرناکو فلزاتو شتوالی ښودل شوی و.

تازه څېړنه کې ۱۱ بېلګې وڅېړل شوې چې ویل کېدل پر دې نمونو هېڅ ډول کیمیاوي پروسه نه‌ده ترسره شوې. او بشپړ ډول طبیعي دي.

دوه ډوله یې "سوچه" (له کیمیاوي پورسې پاک) او "خام" (بشپړ انساني او له یوه کس اخېستل شوي) بلل کېږي چې په دې وضاحت پلورل کېږي چې له هېڅ کیمیاوي پروسې نه‌دي تېر شوي.

خو څېړنې وښودله، هغه ویښتان چې بشپړ انساني بلل کېدل او "سوچه" او "خام" هم پکې وو، د ځېنو مصنوعي وېښتانو پرتله یې زیات خطرناک کیمیاوي مواد لرل. په دې کې هغه مواد هم شامل وو چې د بدن هرموني سیستم ګډوډي.

د امریکايي څېړونکې ډاکټرې فرانکلن په وینا: "یوازې د دې لپاره چې یو محصول ۱۰۰سلنه انساني وېښتان یا طبیعي ګڼل کېږي، دا د مصنوعي وېښتانو پرتله خوندي نه‌دی."

هغې زیاته کړه: "په ځینو نمونو کې د مصنوعي وېښتانو یوې بېلګې یوازې یو خطرناک کیمیاوي توکی درلود، خو د انساني وېښتانو جوړو محصولاتو کې له پنځو تر اوو خطرناک کیمیاوي مواد وو."

که څه هم څېړنې د دې کیمیاوي موادو کچه نه‌ده اندازه کړې، خو ډاکټره فرانکلن وايي، هغه مواد چې د هورمونونو سیستم اغېزمنوي، ان که لږ هم وي زیان اړونکي کېدلی شي.

د څېړونکو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې د وېښتانو اوږدولو دغه پروسې لپاره د کیمیاوي توکو څرګنده کچه نه‌ده ټاکل شوې.

ډاکټره فرانکلن وايي: "هغه توکي یا محصولات چې د ښکلا، ظاهري ښایست، پوستکي، ویښتانو یا بدن بڼه ښه کولو لپاره کارول کېږي، د داسې خطرناکو کیمیاوي موادو شتون بلکل سم نه‌‌دی. موږ هره ورځ په مخامخ یا نامستقیم ډول له ګڼ شمېر کیمیاوي موادو سره مخامخېږو چې مخنېوی یې شونی نه‌دی، نو لا ډېر خطرونه جوړول بې‌ځایه دي."

څېړنې وښودله چې دغه ویښتان د لګولو پروخت کله کله ګرمېږي یا په جوش اوبو کې کېښودل کېږي چې له امله یې زهرجن ګازونه خارجېږي او د ساه له لارې بدن ته ننوځي.

کارپوهان وايي، دا مواد کولی شي د پوستکي له لارې هم بدن ته ورننوزي چې نه یوازې مصرفوونکي، بلکې هغه کار کوونکي هم اغېزمنوي چې دا ډول ویښتان لګوي.

ځېنو ښځو له دې ویښتانو کارولو وروسته د بدن له عکس‌العمله شکایتونه کړي، لکه خارښ، د پوستکي سوروالی، د سر، غاړې او مخ خارښ او پړسوب او په ځېنو قضیو کې د ساه اخېستو ستونزې.

دا پایلې روښانه کوي چې د دغه وېښتانو کارول سخت روغتیایي خطرونه لري او مصرفوونکي او متخصصان باید په دې برخه کې ډېر احتیاط وکړي.

د ویښتانو لګولو کومه خوندي لار شته؟

په بریتانیا کې د ۲۰۲۶ کال له اګسټ میاشتې د هغه موادو کارول چې د سرطان سبب کېدلی شي، سخت قوانین نافذ شوي دي. د ویښتانو لګولو دغه برخه د دې مقرراتو تر چتر لاندې نه راځي، ځکه دا بله ګټګوري ده نو مصروونکي خوند نه‌دي.

تر دې مخکې شوې ساینسې څېړنې ښودلې چې د وېښتانو رنګول او د وېښتانو د سېخولو (سیده کولو) وسایل هم د سینې د سرطان له خطر سره تړلي دي.

د بریتانیا د ویښتانو او ښکلا فدراسیون اجرایوي مشره کارولین لاریسي وايي: "مقررات یوازې هغه وخت اغېزمن دي چې محصولات د واردولو او پلور پر وخت په سمه توګه طبقه‌بندي او پلي شي. دا یوه ریښتینې تشه ده او دا څیړنه ښیي چې دا باید حل شي."

بی‌بی‌سی په ۲۰۱۶ کال کې وموندله چې د مصنوعي ویښتانو د پروسس پر مهال ډېر محصولات ناسم لیک نښې( لیبل) لري او د ویښتانو ډول او تشریح ډېر وخت د پلورونکو پر رښتینوالي پورې اړه لري چې دوی څومره له ټګۍ برګۍ پاک دي.

ځېنې تولیدوونکي پر خپلو ویب‌پاڼو، مصرفوونکو ته د وېښتانو کیفیت د معلومولو لارې ښيي، خو ساینسپوهان وايي، دا چاره باید په پوره مسولیت سره ترسره شي.

ډاکټره فرانکلن وايي: "هر څوک چې د مصنوعي وېښتانو لګولو (اېکسټېنشن) کاروي، باید د دې د ممکنه پایلو په اړه اندېښمن واوسي."