دورندر فلم دویمه برخه: د برق کورنۍ او د رنویر سینګ ریښتینې "پاکستانۍ اړیکه"

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د هندي اداکار رنویر سینګ دورندر فلم تېر کال په هند او پاکستان کې ډېر شور او بحثونه راپورته کړي وو. د فلم یوه سحنه ده چې اکشی کنا (د رحمان بلوچ په رول کې) د خپل ورور له لارې له رنویر پوښتنه کوي:

"ته له کومه راغلی یې؟"

رنویر ځواب ورکوي:

" نوم، حمزه علي مزاري. خروټ اباد، کویټه."

د دورندر دویمه برخه نن (۱۹ مارچ) خپرېږي، رنویر په کې د داسې هندي جاسوس رول لوبوي چې په پاکستان کې ژوند کوي. هماغه رول چې په دورندر لومړي فلم کې یې هم و.

خو پوهېږئ چې په رښتیني ژوند کې هم د رنویر سینګ د کورنۍ ریښې تر پاکستانه رسېږي؟

د دې لپاره باید ۱۹۴۰کال مې میاشتې ته لاړ شو، هغه وخت چې د برق کورنۍ د ناوېشل شوي پنجاب په یوه کلي کې اوسېده، دا سیمه اوس د پاکستان برخه ده. هغه وخت هند او پاکستان سره جلا شوي نه وو.

ځوان سیموېل مارټن برق او د هغه خور چاند برق د همدې کورنۍ غړي وو، هماغه چاند برق چې د رنویر سینګ نیا ده.

چاند برق وروسته په فلمونو کې د مرستندویه اداکارې په توګه کار وکړ.

د سیموېل مارټن برق په اړه د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره زه لندن کې د هغه لور نوېل پارسنز ته ورغلم.

د سیموېل برق او چاند برق پلار خیرالدین و چې ویل کېږي اردو شاعري یې کوله او "برق" تخلص یې و.

نوېل پارسنز دا هم تایید کړه چې د سیموېل مارټن نیکه عیسویت منلی و.

"سینما زي" په هند کې یوه داسې پروژه ده چې د فلمونو تاریخ راټولوي.

د دې پروژې شریکه بنسټګره اشا بترا وايي:

"چاند برق په هندي او پنجابي فلمونو کې د بریالۍ کرکټرې اداکارې په توګه په لاهور کې جوړو شویو ګڼو فلمونو کې راڅرګنده شوه او د خپلې نڅا د وړتیا له امله د 'پنجاب نڅاګرې لیلی' په نوم مشهوره وه. وروسته یې د راج کپور په فلم 'بوټ پالش' کې مهم رول هم ولوبوه."

په همدې موده کې سیموېل مارټن برق د پاکستان په استازیتوب په بېلابېلو هېوادونو کې د سفارت دنده کړې ده.

د رنویر د نیا چاند برق ورور، سیموېل مارټن برق په ۱۹۰۶ کال کې د پنجاب د ننکانه سره نږدې د مارټن پور په کلي کې زیږېدلی و.

د پاکستان او هند د ټاکلو ستونزه

خو کیسه دومره ساده نه ده.

نوېل وایي، د هند لویې وچې له وېش وروسته د هغې پلار د دې خبرې له امله په ژور ذهني کشمکش کې و چې یو هېواد پر بل غوره کړي. په پای کې یې پرېکړه وکړه چې نه یوازې ناوېشل شوی هند پرېږدي، ورسره خپله دنده هم پرېږدي او بریتانیا ته کډه یوسي.

په ۱۹۴۶ کال کې، کله چې د هند د وېش په اړه خبرې روانې وې، سیموېل مارټن برق د پنجاب د لومړي انتخابي عریضو کمېسیون مشر و، یعنې قاضي و.

په خپلو یادښتونو کې چې "A Life of Fulfilment" نومېږي، لیکي:

"زما لپاره د بې‌طرفه پاتې کېدو یوازینۍ لاره دا وه چې دا روښانه کړم چې له وېش وروسته مې نیت نه درلود چې د هند یا پاکستان په حکومت کې کار وکړم. تقاعد راته تر ټولو باعزته لاره ښکاره شوه. ښايي زه لومړنی اسیايی وم چې له هندي ملکي خدمت مې له وخته مخکې د تقاعد غوښتنه وکړه."

هغه زیاتوي:

"د دې په پایله کې، زه ناڅاپه د هند د ملکي خدمت د قاضي له رتبې په نوې جوړ شوي پاکستان کې بې‌کاره شوم او د یو عیسوي په توګه مې تړاو په یوه اسلامي جمهوریت کې له کوچني اقلیت سره و."

خبریالې ساجدہ مومن په ۲۰۰۹ کال کې له ۱۰۳ کلن سیموېل مارټن برق سره ولیدل.

اغلې مومن له بي‌بي‌سي سره د هغه په اړه څو کیسې شریکې کړې.

دا وایي، کله یې له سیموېل سره د هغه د ۱۰۳مې کلیزې په ورځ ولیدل، نو هغه ته د هندي ملکي خدمت د افسرانو پیغامونه رسېدلي وو، ځکه هغه د ناوېشل شوي هند دورې پرمهال د دې ادارې تر ټولو ډېر عمر لرونکی ژوندی غړی و.

سموېل څنګه د پاکستان سفارت‌کار شو؟

سیموېل مارټن برق له وېش وروسته له خپلې بریتانوې مېرمنې سره بریتانیا ته د کډه کېدو پرېکړه وکړه.

خو دا پوښتنه پیدا کېږي چې سیموېل چې هند او پاکستان دواړه پرېښي وو او په بریتانیا کې مېشت شوی و، بیا څنګه د پاکستان سفارت‌کار شو؟

د هغه لور نوزل پارسنز وایي، له وېش وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سر ظفرالله خان چې د سیموېل لپاره د یوه لارښود په څېر و، دې ته وهڅاوه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په جوړولو کې مرسته وکړي.

سیموېل د پاکستان له بنسټګر محمد علي جناح او د هېواد له لومړي وزیر لیاقت علي خان سره کار وکړ او په بېلابېلو دورو کې یې د ۱۱ هېوادونو لپاره د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړه. په دغو هېوادونو کې بریتانیا، تایلنډ، کاناډا او ناروې هم شامل وو.

د بوټ پالش فلم منفي کرکټر چاند برق

کله چې سموېل بریتانیې ته د تګ پرېکړه وکړه، د هغه نور وروڼه او خوېندې کاناډا ته کډه شول. خو یوه خور یې چاند برق (د رنویر سېنګ نیا) چې په پنجابي فلمونو کې یې کار کاوه، هند ته ولاړه او په بمبۍ کې مېشته شوه او هلته یې په هندي سینما کې اداکاري پیل کړه.

له نوېل وپوښتل شول چې ایا هغه خپله ترور (چاند) چې د رنویر سنګ انا ده، پېژني که نه؟

نو هغې په خندا وویل: "ولې نه، هغه زما ترور وه." د ټیلیفون پر مهال د هغې په غږ کې یو ډول خواخوږي او موسکا ښه محسوسېدله.

که تاسو د ۱۹۵۴ کال هندی بوټ پالش فلم لیدلی وي، نو هغه ظالمه او حریصه ښځه به مو هېره نه‌شي، چې دوه واړه یتیم ماشومان سخت ذهني او فزیکي ځوروي. دا رول همدې چاند برق لوبولی و.

د "سینما زي" د اشا بترا په وینا، چاند برق د خپلې ۱۹۴۹ کال فلم (هماري منزل) وروسته نږدې هیره شوې وه، خو بېرته راګرځېدل یې د راج کپور هڅې بلل کېږي.

نوېل رنویر پېژنئ؟

که د دورندر فلم او د برق کورنۍ کیسه یوځای سره وګورو، نو دا یوه په زړه پورې کیسه جوړېږي: یو ورور قاضي شو، بیا یو مشهور پاکستانی سفارت‌کار شو، بله خور چاند برق له لاهوره بمبۍ ته ولاړه او د راج کپور، نرګس، نمي، پردیپ کمار، پران او منوج کمار په څېر اداکارانو سره یې کار وکړ. وروسته د هغې لمسی رنویر سنګ د هندي فلمي صنعت برخه شو.

په دورندر فلم کې رنویر ته دا فرصت په لاس ورغی چې داسې یو کرکټر ولوبوي چې په پاکستان کې کار کوي، هماغه خاوره چې د هغه نیکونه ترې راغلي وو.

نو پوښتنه دا ده: ایا د سیموېل مارټن برق لور نوېل د هند د رنویر سېنګ په اړه پوهېږي؟

ما لا خپله پوښتنه نه وه بشپړه کړې چې نوېل وویل: "هو."

خو دواړو ترمنځ هېڅکله مخامخ اړیکه نه ده پاتې شوې، ځکه چې کله کورنۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپرې شي، نو ډېر وخت د نسلونو ترمنځ اړیکې ورو ورو له منځه ځي.