د اختر پر لومړۍ ورځ څنګه یوه افغانه ډاکټر د پاکستاني پوځیانو ډزو کې ووژل شوه

د اختر پر لومړۍ ورځ څنګه یوه افغانه ډاکټر د پاکستاني پوځیانو ډزو کې ووژل شوه

د نورستان ځايي چارواکي وايي، د اختر په لومړۍ ورځ یعنې پنجشنبه "پاکستاني لوري په کامدېش ولسوالۍ کې پر ملکیانو ډزې کړي او دوه کسان یې وژلي دي."

د دغه د اطلاعاتو امر فضل حق حقیار بي‌بي‌سي سره خبرو کې ادعا وکړه چې "د کامدېش ولسوالۍ په باغچې سیمه کې پر یو ملکي موټر د پاکستاني پوځیانو ډزو کې یوه مېرمن او د هغه زوی وژلي دي."

ښاغلی خالقیار زیاتوي،‌ د هغوی مړي تر جمعې ورځې ناوخته په سیمه کې پاتې وو، ځکه "که چا یې د راوړلو هڅه کوله نو پاکستانی لورې پرې ډزې کولې."

ځايي سرچینو همداراز ویلي، دا مېرمن د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د یوه روغتیايي مرکز کارکوونکې وه او د اختر د رخصتیو پر مهال له خپلې کورنۍ سره د کونړ پر لور روانه وه چې موټر یې په نښه شو. په دې برید کې د هغې مېړه، یو زوی او موټرچلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د وژل شوې مېرمنې ورور وحدت الله زوالزي بي‌بي‌سي ته وویل، "موټر لګېدلی او سیند ته غورځېدلی او زما خور او زوی یې اوبو وړي او د کرښې هاغاړې پښتنو مېرمنو زما د خور او زوی مړي له اوبو پورته کړي دي."