د خواجه اصف څرګندونو ته غبرګون: پاکستان وايي له افغانستان سره جګړه نه غواړو

طاهر اندرابي

د عکس سرچینه، tribune

د عکس تشریح، طاهر اندرابي: "موږ خپلو افغان وروڼو او خویندو ته سوله او سوکالي غواړو، خو نه غواړو چې د هغوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي."
د لوستلو وخت: 6 دقیقې

د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا په ډېر تونده ژبه د افغانستان په اړه خبرې کړې او دغه هېواد یې د پوځي برید ګواښ کړی دی.

خو ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره جګړه نه غواړي.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ له افغانستان وغوښتل، چې پر خپلې خاورې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده ګامونه واخلي. دغه وزارت ټینګار وکړ، که څه هم پاکستان د افغانستان لپاره سوله او سوکالي غواړي، خو نه به د دیپلوماسۍ دروازه وتړي او نه به تاوتریخوالی جګړې ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال وویل:

"ډیپلوماسي ان په جګړو کې هم روانه وي. دیپلوماسي د نښتو پر مهال هم دوام لري. نو موږ نه غواړو د خبرو اترو دروازه وتړو، لکه څنګه چې نه غواړو د خپلو دوو ورونو هېوادونو ترمنځ د جګړې دروازه پرانیزو. موږ خپلو افغان وروڼو او خویندو ته سوله او سوکالي غواړو، خو نه غواړو چې د هغوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي."

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هغو څرګندونو په اړه، چې ګواکې پاکستان د روژې میاشتې تر رارسېدو مخکې په افغانستان کې برید کولی شي، اندرابي وویل:

"د دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونې د دې خبرې څرګندونه کوي، چې په پاکستان کې ژوره ناهیلي شته، ځکه افغان چارواکو تر اوسه د هغو ترهګرو پر ضد کوم اقدام نه دی کړی، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي. د همدې څرګندونو په رڼا کې، د دفاع وزیر دریځ په بشپړه توګه د درک وړ دی."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف

د عکس سرچینه، Getty Images

خواجه آصف، چې وړمه ورځ (فبرورۍ ۱۱مه) د خپل هېواد په پارلمان کې د افغانستان په اړه خبرې کولې، د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:

"کله چې هغوی پر موږ ترهګري تپي... ما د ۳۲۰۰ شهیدانو لېست وړاندې کړی، چې پر بېلابېلو ایالتونو پورې تړاو لري... موږ باید د دغو وینو غچ له چا واخلو؟ موږ پرته له غبرګون ښودلو، جبیره کولو او د خپلې خاورې ساتنې بله لاره نه لرو."

هغه دا هم وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د نفوذ هڅه نه کوي:

"هغه کسان چې د 'سټراټېژیک ژورتیا' خبره کوي، زه ورسره موافق نه یم. په معاصرو جګړو کې دا مفهوم هېڅ ارزښت نه لري... افغانستان یو خپلواک هېواد دی، زموږ ایالت نه دی. هر څوک چې هغه د پاکستان پنځم ایالت بولي، په مرکب جهالت کې ژوند کوي. موږ غواړو په سوله کې د یو بل تر څنګ ژوند وکړو."

د طالبانو حکومت د "۱۰ میلیاردو" روپیو غوښتنه

خواجه آصف د خپلو خبرو په بله برخه کې، افغانستان کې د مېشتو پاکستانیانو کډوالو په اړه وویل:

"زه کابل ته ولاړم او له هغوی [د طالبانو له حکومت] سره مې خبرې وکړې. هغوی له ما د ۱۰ میلیاردو روپیو (له ۳۵ میلیونو ډالرو ډېر) غوښتنه وکړه. که د سولې لپاره بیه ورکول کېږي، پاکستان ورته تیار دی؛ موږ مالي لګښتونو ته چمتو یو، خو که هغوی زموږ له وینو سره لوبې کول غواړي، نو موږ به هم د وینو حساب په وینو سره تصفیه کړو."

داسې ښکاري چې د خواجه آصف موخه هغه طرحه وه، چې له مخې یې په افغانستان کې مېشت پاکستانی کډوال له سرحدي سیمو نورو سیمو ته ولېږدول شي. دا موضوع مخکې هم څو ځله د پاکستاني او افغان چارواکو له لوري یاده شوې وه.

په هغه وخت کې پاکستاني رسنیو تایید کړې وه چې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ د ډیپلوماټیکو او امنیتي لیدنو پر مهال، پر یوې طرحې خبرې شوې وې، چې له مخې یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړي او د هغوی کورنۍ له سرحدي سیمو د افغانستان لېرې سیمو ته ولېږدول شي، چې نور "په اسانۍ د پاکستان پر خاوره برید ونه شي کولای".

ذبیح‌الله مجاهد

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح،

د طالبانو حکومت هم منلې وه چې د "ښه نیت" ښودلو لپاره یې ځینې پاکستاني کډوال له سرحدي سیمو نورو ځایونو ته لېږدولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې ویلي وو:

"اسلامي امارت هغه قبایلي کډوال، چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې مېشت وو او پاکستان ترې وېره لرله، د هېواد مرکزي سیمو ته ولېږدول او هلته یې ورته کمپونه جوړ کړل، چې کنټرول یې اسانه شي. همدارنګه، په ټول افغانستان کې د قبایلي پناه‌غوښتونکو لپاره وسلواله ګرځېدنه په بشپړ ډول منع شوه. د ستونزو د حل او پر دې بهیر د دوامدار څار لپاره یوه اصلاحي کمېسیون جوړ شو، تر څو دا ټول جریانونه تعقیب، وڅېړي او وڅاري."

اوس د پاکستان د دفاع وزیر وایي، هېواد یې تیار و د طالبانو حکومت ته پیسې ورکړي، خو د کډوالو د بشپړ کنټرول لپاره له هغوی هېڅ تضمین ورنه کړل شو، نو خبرې اترې همدلته ودرېدې.

تر اوسه د طالبانو حکومت د خواجه آصف څرګندونو ته، په ځانګړي ډول د ۱۰ میلیاردو روپیو غوښتنې ته، کوم غبرګون نه دی ښودلی. خو مخکې یو شمېر طالب چارواکو ویلي وو، چې دا ډول څرګندونې د خبرو فضا ترینګلې کوي او د اړیکو د ښه کېدو پر ځای، تاوتریخوالی زیاتوي. هغوی ټینګار کړی و چې "خواجه آصف باید د دفاع د وزیر په څېر چلن وکړي."

د خواجه آصف څرګندونو د پاکستان دننه هم نیوکې راپارولي دي. ځینو شنونکو ویلي، چې "هغه د ستراتېژیکو خبرو پر ځای، احساساتي څرګندونې کوي."

یو شمېر پوځي کارپوهانو او سیاستوالو هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې هر ډول پراخ پوځي اقدام به د "ځان‌وژنې" مانا ولري.

د پاکستان له مخکښو پښتنو سیاستوالو او د عوامي ملي پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې ویلي وو:

"افغانستان د برېتانیا، روس او امریکا امپراتورۍ په ځان کې ښخې کړې دي؛ افغانستان د خپل ځان هدیره مه ګرځوئ."

د طالبانو د حکومت چارواکو، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په ګډون، هم پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې که برید وشي، افغانستان به له ځانه دفاع وکړي.

اسلام اباد کې له برید وروسته حالت

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسلام اباد کې د شیعه ګانو پر یوه جومات وروستی برید د ناامنیو تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښه وه

په وروستي مورد کې، د طالبانو د حکومت د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د پوځي فارغ‌التحصیلانو په یوې غونډه کې، له دې پرته چې د پاکستان نوم واخلي، وویل:

"تاریخ ګواه دی، افغانستان د دوښمن لپاره اسانه مړۍ نه، بلکې د زقوم ونه ده، چې د زړو امپراتوریو ستوني یې تریخ کړي دي او نوي زېږېدلي یې د هضم توان نه لري."

د پاکستان په وروستۍ ستره امنیتي پېښه کې، د فبرورۍ په ۶مه، د "اسلامي دولت" ډلې (داعش) اسلام‌اباد کې د شیعه ګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید وکړ، چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې ووژل شول او ۱۶۰ نور ټپیان شول.

د پاکستان د دفاع وزیر ادعا وکړه، چې د دغه برید عامل افغانستان ته تګ‌راتګ درلود.

خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت، د دې برید د غندلو تر څنګ، د پاکستاني چارواکو څرګندونې رد کړې. د دې وزارت ویاند وویل: "که رښتیا هم هغوی کولای شول چې سمدلاسه له پېښې وروسته عاملان وپېژني، نو ولې یې تر پېښې مخکې د دې برید په شنډولو او مخنیوي کې ناکامي وکړه؟".

عنایت‌الله خوارزمي پر اېکس ولیکل، چې دا ډول "بېړ‌نۍ" څرګندونې او پر افغانستان تور لګول بې‌اساسه دي او د پاکستان د خلکو د امنیت په تأمین کې د ناکامۍ له مسؤلیته د تېښتې هڅه ده.