خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟

خارګ ټاپو
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

خارګ د مرجانو یو ټاپو دی چې یوازې ۲۰ کیلومتره مربع مساحت لري او په جنوب لوېدیځ ایران کې موقعیت لري، چې د ایران په اداري وېش کې د بوشهر ولایت پورې اړه لري.

دلته هوسۍ د نفتو د تاسیساتو ترڅنګ ګرځي. دغه ټاپو د هوسیو د ژوند او زېږېدنې لپاره مناسب ځای دی. څو کاله وړاندې هوسۍ دې ټاپو ته راوړل شوي او د وروستیو راپورونو له مخې د هوسیو شمېر د ټاپو له ظرفیت زیات شوی دی.

خارګ ټاپو د ایران لپاره اقتصادي ارزښت ډېر لوړ لري، په ځانګړي توګه د نفتو د صادراتو له نظره، ځکه چې خارګ د ایران د نفتو د صادراتو اصلي ترمینل دی.

خارګ د هېواد د سوځېدونکو نفتو په سوېلي سیمو کې د نژدېوالي، د سمندري موقعیت ښه والي او د لویو نفتو ټانکرونو لپاره کافي ژوروالي له امله، د خامو نفتو د صادراتو او بارولو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼل شوی دی.

خارګ د ایران د نفتو په میدانو کې د مرکزي ځای په توګه ګڼل کېږي، له همدې امله د خارګ تر ټولو مهمه ځانګړنه د نفتو د ذخیره کولو او صادراتو لپاره د غوره ځای لرل دي.

د ویډیو تشریح، ولې خارګ ټاپو د ایران لپاره حیاتي دی

د ابوذر (اردشیر) نفتو میدان، چې د ایران تر ټولو لوی سمندري نفتو کمپلکس دی، د خارګ له لوېدیځه ۷۵ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د ایران ډېره برخه خامه تېل د فارس خلیج له دې میدانه تولیدېږي.

د ایران د نفتو د چاڼ شرکت د معلوماتو له مخې، په خارګ ټاپو کې له ۴۰ زیات د خامو نفتو زېرمتونونه شتون لري چې د ټول ظرفیت یې له ۲۰ میلیونو بشکو څخه ډېر دی.

د سوېلي سیمو د نفتو خام تولیدات د سمندري لاینو له لارې د خارګ ټاپو د زېرمو پر مخ انتقالېږي.

خارګ ټاپو کې د خامو تېلو د زېرمې ځایونه
د عکس تشریح، خارګ ټاپو کې د خامو تېلو د زېرمې ځایونه

په ۱۴۰۲ کال کې، د ایران د نفتو د چاڼ اجراییه رییس عباس غریبي د خارګ ټاپو د زېرمو ظرفیت د ۲ میلیونو بشکو په اندازه زیاتیدو خبر ورکړ.

په خارګ کې یوازې تېل نه ذخیره کېږي، بلکې د صادراتو لپاره د خامو نفتو سنجش، اندازه‌ګیري او تفکیک هم ترسره کېږي.

ایران د برجام تړون له لاسلیک وروسته، چې د لنډې مودې لپاره یې د نفتو تولید زیات کړ او پلور یې پیل کړ، پرېکړه وکړه چې د نفتو زېرمتونونه پراخ کړي. خو له دې امله چې خارګ ټاپو محدوده ځمکه لري او هوا یې ډېری وخت توپاني او نامناسبه وي، نو په ۱۳۹۵ کال کې د بوشهر ولایت په ګناوه ښارګوټي کې، د خارګ د ملاتړ لپاره د ۱۰ میلیونو بشکو ظرفیت لرونکی د امید د خامو نفتو زېرمې پروژه پیل شوه.

د ایران تېلو او ګازو د تاسیساتو نقشه

د ګناوه د امید د خامو نفتو زېرمتونونه ویل کېږي چې د خصوصي سکتور تر ټولو لوی د نفتو د زېرمې مجموعه ده.

خارګ ټاپو په ختیځ او لوېدیځ کې دوه د بېړیو تمځایونه یا اسکله لري. د ۱۳۳۷ کال په اوږدو کې، د نفتو کنسرسیوم سره د تړون وروسته، د خارګ ټاپو د بارولو اسکلو او د خامو نفتو د زېرمو د جوړولو پروژه پیل شوه.

ختيځه اسکله چې د خارګ لومړۍ او زړې اسکله ده، د T په بڼه ده او په یوه وخت کې د شپږو تېل ایستونکو د بارولو وړتیا لري، چې ټول ظرفیت یې ۲۷۵ زره ټنه دی.

آذرپاد اسکله چې د ټاپو په لوېدیځ کې او له ساحله نژدې ۱۴۵۵ متره لرې په سمندر کې موقعیت لري، څلور د بېړۍ د تمېدو ځای یا بندرګاوې لري. له دې اسکله څخه تېل ایستونکې بېړۍ تر ۵۰۰ زره ټنه ظرفیت پورې د نفتو د بارولو او انتقال لپاره کار اخلي.

 د خارګ ټاپو یوه برخه

د عکس سرچینه، Mehr News Agency

د عکس تشریح، د خارګ ټاپو یوه برخه

خارګ ټاپو یوه کیمیاوي لابراتوار هم لري چې د خامو نفتو کیفیت په دوامداره توګه کنټرولوي. دغه لابراتوار د نړیوالې ISO/IEC17025 تصدیقنامه لري او د ایران د نفتو پایانه‌ګانو اداره وایي چې "د نړیوالو د معتبرو لابراتوارونو په منځ کې د ریفرنس لابراتوار په توګه ثبت شوی."

د خارګ پټرولیم کیمیاوي شرکت هم په دې ټاپو کې فعالیت کوي، د دې موخه دا ده چې د نفتو د استخراج پر مهال د ګازو سوځولو مخه ونیسي او هغه پر ارزښتناکو محصولاتو بدل کړي.

د دې شرکت تولیدات عبارت دي له: میتانول، ګندله، پروپان، بوتان، او نفتا (ګاسولین).

خارګ ټاپو له ۸ زرو څه زیات نفوس لري او په کې د اسلامي آزاد پوهنتون د سمندري علومو او ټیکنالوژۍ څانګه شته. دې پوهنتون کې د تېلو او سمندري چلن زدکړې ورکول کېږي.

د ایران-عراق جګړې پر مهال د ایران له خامو نفتو ۹۰ سلنه صادرات د خارګ ټاپو له لارې ترسره کېدل. همداسې، عراق پر دې کوچني ټاپو ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي. د ایران او عراق د جګړې په جریان کې د تېل ایستونکو ډېره برخه په خارګ کې هدف ګرځول شوې وه.

په ۱۳۹۹ کال کې د خارګ ښاروالۍ شورا د لیندۍ پر ۱۵ مه د "هالنډي استعماري ځواکونو د خارګ څخه وتلو" او د "سردار رنجبر د شهادت کالیزې" په مناسبت د خارګ ورځ وګرځوله.

د خارګ ټاپو ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت ته په کتو، چې د ایران د نفتو د ذخیره، بارولو او صادراتو تر ټولو مهم مرکز دی، په مختلفو تحلیلونو کې دا ټاپو د ایران د توغندي بریدونو په ځواب کې د اسرائیلو د احتمالي اهدافو په توګه یاد شوی.