د بيبيسي پښتو ژبې وټساپ چینل: د غړیتوب لاره او د مهمو خبرونو ترلاسه کول
د بيبيسي نیوز پر پښتو وټساپ چینل تر ټولو مهم خبرونه په خپل موبایل کې لوستلی شئ.
موږ د افغانستان او نړۍ مهمې پېښې ستاسو لپاره راټولوو او د بيبيسي نیوز پښتو د وټساپ چینل له لارې یې له تاسو سره شریکوو.
دا خبرونه په ځانګړي ډول د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه تازه راپورونه، په افغانستان کې د ښځو پر محدودیتونو، د افغان کډوالو پر وضعیت او دغه راز د فوټبال او کرېکټ وروستي خبرونه، مرکې او شننې رانغاړي.
وټساپ چینلونه په ۲۰۲۳ کال کې جوړ شول. دا کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د خپلې خوښې سازمانونو او د خبري رسنیو ورځني معلومات او خبرونه ترلاسه کړي.
د بيبيسي وټساپ چینلونه په ګډه د نړۍ په لږ تر لږه ۲۰۰ هېوادونو کې له ۱۵ میلیونو ډېر څارونکي لري.
- که تاسو په خپل موبایل یا کمپیوټر کې وټساپ لرئ، دلته کلېک وکړئ.
- که تاسو دغه مطلب د کمپیوټر پر سکرین لولئ، نو لاندې QR کوډ سکېن کړئ او په دې سره به نېغ په نېغه زموږ د WhatsApp پاڼې ته لاړ شئ.

د عکس سرچینه، BBC NEWS PASHTO WHATSAPP
- تاسې کولی شئ د بيبيسي وټساپ په Updates پښتو (Pashto) نوم ولټوئ.
په ایفون کې د Updates تڼۍ د سکرین په چپ پلو ښکته برخه کې او په انډرایډ کې د سکرین په سر کې وي.
په کانال کې د زنګ د نښې (Bell) پر تڼۍ کلیک وکړئ چې پر وخت له مهمو خبرونو خبر شئ. هر وخت مو چې زړه وي چینل بیا غلی (Mute) کولی هم شئ او یا هم بیخي ترې ووځئ.
تاسو زموږ پوسټونو ته له بېلابېلو ایموجيګانو سره غبرګون ښودلی شئ او يا یې خپلو دوستانو او ټساپ ګروپونو ته واستوئ.
میټا چې د وټساپ، فېسبوک او انسټاګرام څښتنه کمپنۍ ده، وايي چې په دې چینل کې هېڅوک ستاسو نوم، عکس، د تیلیفون شمېره يا نور د تماس معلومات نه شي ليدلی.
د نورو معلوماتو لپاره د بيبيسي هغه خبرتیا ولولئ چې د واټساپ کانالونو د شخصي حریم په اړه خپره شوې ده.


















