تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: په ایران کې د رژیم بدلون ښايي تر ټولو غوره رامنځته کېدونکې پېښه شي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، ویلي په ایران کې د رژیم بدلون "تر ټولو غوره پېښه ده چې کېدای شي رامنځته شي"؛ دا دریځ د دې هېواد د مذهبي واکمن نظام د بدلون لپاره د هغه له تر ټولو څرګندو ملاتړونو ګڼل کېږي.
نوموړي د جمعې په ورځ وویل: "۴۷ کاله کېږي چې دوی تل خبرې کوي؛ خبرې کوي او بیا خبرې کوي. موږ ډېر انسانان له لاسه ورکړي دي…"
ټرمپ روښانه نه کړه چې د ایران د مشرتابه لپاره کوم شخص یا ډله په نظر کې لري، خو ویې ویل "ځینې کسان شته" چې واکمنېدلی شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت مشر آیتالله علي خامنهاي تر اوسه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
په همدې وخت کې، امریکا د ایران پر وړاندې د فشار د زیاتولو لپاره، د اټومي تړون د ترلاسه کولو په هدف، خپله دویمه الوتکهوړونکی بېړۍ منځني ختیځ ته استولې ده.
ټرمپ اعلان وکړ چې د "یواېساېس جرالډ آر. فورډ" بېړۍ، چې د نړۍ تر ټولو لویه جنګي بېړۍ او د امریکا تر ټولو نوې الوتکهوړونکې بېړۍ ده، "ډېر ژر" به له کارابين سمندره منځني ختیځ ته ولېږدول شي.
هغه په ټروتسوشل ټولنیزه شبکه کې د دې بېړۍ یو هوایي انځور خپور کړ، چې ښکاري د بلې امریکایي بېړۍ "یواېساېس ابراهام لېنکن" سره د یوځای کېدو په لور روانه ده، چې دا مهال په منځني ختیځ کې ده.
پنټاګون دا بېړۍ د جنورۍ په میاشت کې ولېږله؛ دا اقدام وروسته له هغې وشو چې امریکا ایران ته د پراخو اعتراضونو د ځپلو د درولو لپاره د برید ګواښ کړی و. دې اعتراضونو کې زرګونه کسان ووژل شول.
دا د اعتراضونو څپه ۱۳۵۷ کال له اسلامي انقلاب وروسته د ایران له تر ټولو سختو ناارامیو شمېرل کېږي؛ هغه انقلاب چې په دې هېواد کې یې د مذهبي واکمنۍ نظام ټینګ کړ.
سره له دې چې ټرمپ د اټومي تړون د نه ترلاسه کېدو په صورت کې د برید ګواښ کړی، خو د چهارشنبې په ورځ یې د اسرائیلو له لومړي وزیر له بنیامین نتنیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې تر لیدنې وروسته ټینګار وکړ چې له تهران سره به خبرې دوام ولري.
ټرمپ د جمعې په ماښام په فورت براګ کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران باید د برید د مخنیوي لپاره څه وکړي، وویل چې دغه هېواد باید "هغه تړون چې باید له لومړي سره یې وړاندې کړی وای، اوس وړاندې کړي."
متحده ایالاتو له ایرانه غوښتي چې د یورانیمو بډایه کول ودروي، په داسې حال کې چې د نتنیاهو حکومت ټینګار کوي تهران باید د خپلو بالستیک توغندیو پروګرام او د حماس او حزبالله په څېر نیابتي ډلو ملاتړهم پایته ورسوي.
ایران تر اوسه ویلي چې د بندیزونو د کمېدو په بدل کې چمتو دی خپل اټومي پروګرام محدود کړي؛ خو د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې ایران به "د زیاتو غوښتنو پر وړاندې تسلیم نه شي."
ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې امریکا د بارک اوباما د دورې له اټومي تړون (برجام) څخه وایستله او هغه بندیزونه یې بېرته ولګول چې د ایران اقتصاد یې سخت تر فشار لاندې راوستی و.
د هغه حکومت تېر اوړي، د اسرائیل او ایران تر جګړې مخکې، د نوي تړون د ترلاسه کولو لپاره بیا خبرې اترې پیل کړې.