رویټرز: د ایران او امریکا تر منځ به جنېوا کې پر سې شنبه دویم پړاو خبرې کېږي

د لوستلو وخت: 2 دقیقې

د رویټرز خبري اژانس په خپل رپوټ وایي چې د ایران او امریکا تر منځ د ایران اتومي پروګرام خبرو دویم پړاو به د سې شنبې پر ورځ د سویس په جنېوا ښار کې ترسره شي.

رویټرز د یوې باوري سرچینې په حواله لیکلي چې د منځني ختیځ په چارو کې د ډونلډ ټرمپ استازی سټیو وېتکاف او د هغه زوم جارډ کوشنر به د سې شنبې په سهار د ایران له پلاوي سره وویني.

دغې سرچینې رویټرز ته ویلي چې یو عمانی پلاوی به هم په جنېوا کې وي، چې لکه څنګه چې یې مخکې یې هم کړې، د خبرو په منځګړیتوب کې مرسته وکړي.

د ایران او امریکا تر منځ د غیرمستقیمو خبرو لومړی پړاو د جمعې پر ورځ، د فبرورۍ په ۶مه، د عمان پلازمېنه مسقط کې ترسره شو، چې دواړو اړخونو ګټور بللی و.

تېره ورځ ښاغلي ټرمپ ویلي چې فکر کوي ایراني چارواکي خبرو ته لیوال دي او د هغه په باور دا خبرې باید په راتلونکې میاشت کې پای ته ورسېږي.

ټرمپ دغه راز ویلي چې د هغه اصلي لومړیتوب دا دی چې ایران باید خپل اتومي پروګرام لا زیات کم کړي، خو د جمعې پر ورځ یې وویل چې دا له هغو غوښتنو یوازې یوه ده چې امریکا یې له ایران څخه لري.

د امریکا ولسمشر سره له دې چې وايي، که له ایران سره د اتومي توافق امکان پیدا نه شي، په ایران به بریدونه ترسره کړي، خو د چهارشنبې پر ورځ یې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتانیاهو سره د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې له تهران سره خبرې به دوام وکړي.

ټرمپ وايي د ایران رژیم بدلون 'تر ټولو غوره څه دی چې کېدای شي'

بل لور ښاغلي ټرمپ ویلي، ''په ایران کې د رژیم بدلون غوره پېښه ده چې کېدای شي رامنځته شي.''

هغه دا څرګندونې د فورټ براګ پوځي مرکز له کارکوونکو سره له ليدنې لږ وروسته په شمالي کارولینا کې کړې.

ښاغلي ټرمپ مخکې تایید کړې وه چې د الوتکه لېږدونکیو بېړیو دویمه ډله به منځني ختیځ ته واستول شي.

د سوشیټډ پرېس خبري اژانس په حواله ویل کېږي، ولسمشر ټرمپ د ایران د اسلامي حکومت د لېرې کولو په هڅو خبرې وکړې او ویې ویل: ''۴۷ کاله کېږي چې دوی یوازې خبرې کوي؛ خبرې کوي او بیا خبرې کوي. موږ ډیر ژوندونه له لاسه ورکړي ... نو وګورو څه پېښیږي.''

ټرمپ له دې څخه ډډه وکړه چې ووايي، دی څوک غواړي چې د ایران مشري وکړي، خو یادونه یې وکړه چې "داسې خلک شته" چې کولی شي واک واخلي. د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای تر اوسه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی.