وروستی, خوارزمي: د تېرې شپې بریدونو کې مو ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي
د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو تېره شپه د کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر استقامتونو تر ډیورنډ "فرضي کرښې" هاخوا په ۲۸ نقطو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو "پراخ تعرضي او تهاجمي بریدونه" کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستان ۱۴ پوستې او ۳ قرارګاه ګانې له نیولو وروسته په بشپړ ډول لمنځه وړې دي.
نوموړي همدا راز په دغو بریدونو کې د ۱۰۹ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو او ۱۴۸ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دي.
پاکستاني لوري تر اوسه دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی او بيبيسي یې هم په خپلواک ډول نشي تاییدولی.
دا د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو نږدې لسو ورځو راهیسې په روانو نښتو کې پر یوه ورځ د مرګژوبلې تر ټولو لوړ شمېر دی، چې د طالبانو حکومت یې پاکستاني لوري ته د اړولو ادعا کوي.
ښاغلي خوارزمي د تېرې شپې په نښتو کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.
هغه تور پورې کړی چې پاکستاني لوري په ځواب کې پر ملکي سیمو بریدونه کړي چې پایله کې یې ۷ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویاند ویلي، د تېرې شپې بریدونو پر مهال سلګونه میله سپکه او درنه وسله هم د دوی ځواکونو لاس ته کېوتې ده.