تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, لاوروف: د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات دې له سیاسي لارې حل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ټیلیګرام لیکلي، دواړو خواوو پر ایران د وروستي برید په ګډون د سیمې د حالاتو په اړه خبرې کړې دي. د دوی ترمنځ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د پوځي او سیاسي کړکیچونو پر کمولو هم بحث شوی.

لنډیز

  • ملګري ملتونه: د پاکستان بریدونو کې ۱۸۵ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې
  • د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پراخ لاریونونه شوي دي
  • د طالبانو حکومت وايي تېره شپه یې د شپږو ولایتونو په استقامت د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي
  • د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي او ۱۴۸ نور ټپي کړي دي
  • امیر خان متقي د قطر بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره د افغانستان او پاکستان پر جګړه او د سیمې پر وضعیت خبرې کړي
  • اوچا وايي د پاکستان بریدونو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي او بشري زېربېناوې هدف ګرځېدلې

ژوندی پوښښ

  1. لاوروف: د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات دې له سیاسي لارې حل شي

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ټیلیګرام لیکلي، دواړو خواوو پر ایران د وروستي برید په ګډون د سیمې د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

    د دوی ترمنځ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د پوځي او سیاسي کړکیچونو پر کمولو هم بحث شوی.

    په خبر کې راغلي، سرګي لاوروف له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی دی.

  2. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر له افغان او پاکستاني لوري غوښتي چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک د پاکستان له پوځ او د افغانستان له امنیتي ځواکونو غوښتي چې سمدلاسه خپله جګړه پای ته ورسوي.

    ښاغلي وولکر ویلي، دواړه خواوې دې له هغو ملیونونو خلکو سره مرستې ته لومړیتوب ورکړي چې په مرستو تکیه کوي او ژوند یې له اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي او بدبختۍ له امله له کړاو سره مخ دی.

    په رپوټ کې راغلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تېرې اونۍ د نښتو له پیل راهیسې، لسګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي، چې ۲۴ ماشومان او شپږ ښځې پکې شاملې دي. ۱۲۹تنه نور، چې ۴۱ ماشومان او ۳۱ښځې پکې شاملې دي، ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د وروستۍ جګړې له امله تر ۶۶۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

  3. د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پر ضد پراخ لاریونونه شوي دي

    د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د بریدونو پراخ لاریونونه شوي دي

    د طالبانو حکومت ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي د پاکستاني پوځیانو د بریدونو پر خلاف او خپلو ځواکونو په ملاتړ د ولسي خلکو پراخ لاریونونه او د هغوی احساسات څرګندوي.

    لاریونونه په کابل، دایکنډي، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

  4. ملګري ملتونه: د پاکستان بریدونو کې ۱۸۵ ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

    افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی یا یوناما وايي د پاکستان له خوا په ډزو او بمباریو کې یو زیات شمېر ولسی وګړي په نښه شوې چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

    د یوناما په دغې رپوټ کې چې د جمعې پر ورځ ( مارچ شپږمه) خپور شو راغلي "د فبروري له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې نیټې پورې یوناما په افغانستان د غیر مستقیمو ډزو او هوایي بریدونو له کبله د ۱۸۵ ولسي وګړو مرګژوبله ثبت کړې چې له ډلې یې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان دي."

    یوناما ویلي ' د قربانیانو ډېره برخه یعنې ۵۵ سلنه ښځې او ماشومان جوړوي.'

    دا رپوټ ښايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تېر اکتوبر په میاشت کې د ښکلتیا پرتله دا ځل ډېره مرګژوبله اوښتې.

    په داسې حال کې چې د دغې جګړې د دریدو ښکاره نښې هم نه ښکاري د کړکېچ دوام له کبله د لا ځاني زیانونو په اړه هم اندیښنې ښودل کېږي.

    د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر میاشتې له لسمې تر ۱۷مې نیټې د دواړو هېوادونو تر منځ په نښتو کې د شاوخوا ۵۰۰ ولسي افغانان مرګژوبلې رپوټ ورکړل شوی و.

    ملګرو ملتونو هغه مهال ویلي و، د یوې اونۍ په دغې جګړه کې ۴۷ ولسي افغانان وژل شوي او ۴۵۶ نور ژوبلول شوي وو.

    پاکستان بیا بیا ټینګار کړی چې افغانستان کې خپلې موخې او د ' ټي ټي پي مرکزونه په نښه کوي او په دې لړ کې یې د سلګونو د طالبانو حکومت د وسله والو ځواکونو او د دوی ځینو مرکزونو په نښه کولو ادعا هم کړې ده.

    خو د ولسي وګړو د سر زیان له دغې رپوټه ور ها خوا تر اوسه پاکستان له نوم سره د خپل کوم 'لوړ پوړي وسله وال مخالف' د وژلو خبر نه دی ورکړی.

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دغه بریدونه 'جنایت' بولي او ادعا کوي چې " د پاکستان نظامي رژيم د استوګنې سیمې، جوماتونه، او د کډوالو کمپونه هدف ګرځولې."

  5. اوچا: د پاکستان په بریدونو کې یو زیات شمېر ولسي وګړي او بشري زېربېناوې هدف ګرځېدلې

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د افغانستان او پاکستان پر روانو نښتو خپل لومړۍ رپوټ خپور کړی چې د ولسي وګړو د زیان کچه ښکاره کوي.

    اوچا ویلي د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر درېیمې پورې د دوی مستند رپوټ ښيې چې د پاکستان بریدونو له کبله د افغانستان د پلازمېنې په ګډون لس ولایتونه اغېزمن شوي، داسې چې مرګژوبله پکې اوښتې او یا خلک بې ځایه شوي دي.

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي جګړې د افغانستان خوا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۶ ولسي وګړي وژلي او ۱۲۹ نور ژوبل کړي دي.

    په رپوټ کې راغلي همدې موده کې له ۱۱۵ زرو ډېر ولسي وګړي له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. اوچا همدا راز د پاکستاني ځواکونو له خوا د ولسي زېربېناوو له ډلې یې د روغتونونو، کمپونو او بشري مرستندویه بنسټونو په نښه کولو خبر ورکړی دی.

    اخوا د کډوالو لپاره د ناروې شورا ویلي، د نښتو له کبله د افغانستان به سوېل ختیځ کې لږ تر لږه ۲۱ ښوونځي تړل شوي او سلګونه زدکوونکي له درسه لېرې شوي.

    دغې شورا د ولسي وګړو، ښوونیزو مرکزونو او زدکونکو د خوندیتوب غوښتنه کړې او په کابل او اسلام آباد یې د اوربند غږ کړی دی.

  6. متقي له الخلیفي سره د افغانستان او پاکستان پر جګړه او د سیمې پر وضعیت خبرې کړې

    د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي ' مولوي امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي' سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړۍ دي.

    له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي متقي پر افغانستان د پاکستان او پر خلیجي هېوادونو د ایران بریدونه چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له جګړې سره پیل شوي وغندل او د ژر درېدو غوښتنه یې کړې.

    د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د امیر خان متقي له قوله لیکلي چې "د افغانستان اسلامي امارت د دولتونو د ملي حاکمیت، ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی مهم اصل بولي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر ځای د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لاره غوره ګڼي."

    قطر چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې پالي تېر اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند په رامنځته کولو کې مهم رول درلود. د کابل او اسلام آباد له تازه جګړو سره دغه هېواد لږ تر لږه دوه ځلې کابل او اسلام آباد کې له چارواکو سره د ترینګلتیا پر کمولو خبرې کړې دي.

    اوونۍ مخکې چې پاکستان د افغان پلازمېنې کابل په ګډون څو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل، قطر اعلان وکړ چې یو ځل بیا ' مثبت رول لوبولو ته چمتو دی. '

    دوحه په دې برخه کې د عملي هڅو د پیل خبر هم ورکړی خو سملاسي له ځینو ډيپلوماټیکو هڅو سره سره د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتې نه دي درېدلې.

  7. وروستی, خوارزمي: د تېرې شپې بریدونو کې مو ۱۰۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي

    د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت وايي، د دوی ځواکونو تېره شپه د کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر استقامتونو تر ډیورنډ "فرضي کرښې" هاخوا په ۲۸ نقطو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو "پراخ تعرضي او تهاجمي بریدونه" کړي دي.

    د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي‌ په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستان ۱۴ پوستې او ۳ قرارګاه ګانې له نیولو وروسته په بشپړ ډول لمنځه وړې دي.‌

    نوموړي همدا راز په دغو بریدونو کې د ۱۰۹ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو او ۱۴۸ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دي.‌

    پاکستاني لوري تر اوسه دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی او بي‌بي‌سي یې هم په خپلواک ډول نشي تاییدولی.

    دا د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو نږدې لسو ورځو راهیسې په روانو نښتو کې پر یوه ورځ د مرګژوبلې تر ټولو لوړ شمېر دی، چې د طالبانو حکومت یې پاکستاني لوري ته د اړولو ادعا کوي.

    ښاغلي خوارزمي د تېرې شپې په نښتو کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کېدو او ۹ نورو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.

    هغه تور پورې کړی چې پاکستاني لوري په ځواب کې پر ملکي سیمو بریدونه کړي چې پایله کې یې ۷ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

    د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویاند ویلي، د تېرې شپې بریدونو پر مهال سلګونه میله سپکه او درنه وسله هم د دوی ځواکونو لاس ته کېوتې ده.

  8. د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې تازه نښتې شوې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې له پاکستاني ځواکونو سره نښتې رامنځته شوې دي.

    د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې، چې د پنجشنبې پر ماخوستن خپور شوی، د طالبانو دفاع وزارت مسوولینو له قوله ویل شوي، تازه نښتې د ننګرهار مهمندرې، لعلپور، پکتیا ډنډې پټان او کندهار په ښورابک سیمو کې شوې دي.

    د باختر اژانس په رپوټ کې د دې نښتو په ترڅ کې پاکستاني پوځیانو د درنې مرګژوبلې اوښتو او یو شمېر پوستو نیولو ادعا شوې.

    په رپوټ کې زیاته شوې، په ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړه لا هم روانه ده او د طالبانو حکومت دفاع وزارت دغه راز ادعا کړې، چې د مهمندرې ولسوالۍ له داؤد تاڼې سره یې د پاکستاني هوایي ځواک يوه ډرون الوتکه نسکوره کړې ده.

    د پاکستان له لوري تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویل شوي. بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

    له دې مخکې تېره ورځ د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په یوې ویډیو کې ادعا وکړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ غچ اخیستونکي بریدونه ترسره شوي دي، چې د ده په وینا پکې "د دښمن ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه وړل شوې دي، ۴۱ تنه سرتېري یې وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان دي".

    د طالبان حکومت منلې وه، چې په تازه نښتو کې یې درې سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

  9. د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، په بلوچستان کې يې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز هوايي برید کړی

    د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي‌، د پاکستان په بلوچستان کې یې د اېف سي یا سرحدي ځواکونو پر قومندانۍ هوايي‌ برید کړی.

    د دفاع وزارت په وینا دا برید په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په ځواب کې شوی. د دفاع وزارت مرستیال ویاند مولوي صدیق الله نصرت وايي، تېره شپه او د ورځې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له ګڼو ولایتونو بریدونه شوي.

    ښاغلي نصرت دا و نه ویل چې پاکستاني ځواکونو څه راز سرغړونې کړې خو پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار یې برید کړی.‌ د دفاع وزارت دغه ویاند ادعا وکړه چې پاکستاني ځواکونو ته د دوی په وروستیو بریدونو کې ګڼه مرګژوبله اوښتې. بي بي سي په خپلواکه توګه دا خبره نه شي تائیدولی.

    ښاغلي نصرت د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې هغه شمېرې هم رد کړې چې پاکستاني چارواکي یې ادعا کوي. نوموړی وايي ‌د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېر ډېر کم دی. د پکتیا او هرات په ګډون په ځینو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو او ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې له امله احتجاجونه هم شوي.‌

    د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني ځواکونو تازه بریدونو کې ملکي‌ ګړو ته د اوښتې مرګژوبلې یادونه هم وکړه او ویې ویل، زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

    تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې.

  10. د طالبانو حکومت ریس الوزرا د مالیزیا لومړي وزیر سره د سیمي وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړې دي

    د طالبانو حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره د سیمې حالاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ملا محمد حسن اخوند له ښاغلي ابراهیم سره په ټیلیفوني خبرو کې "د افغانستان پر خاوره د تېري او ملکي وګړو وژل غندلي دي او زیاتوي، د زور کارول او د ملکي وګړو په نښه کول ستونزې نه شي حل کولای." "د افغانستان اسلامي امارت اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د مشکلاتو په حل باور لري‌ خو د تېري په صورت کې له خپلې خاورې او ولس دفاع خپل مشروع حق بولي."

    د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویلي یې دي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي وضعیت خواشیني کړی دی او هیله یې ښوولې چې روان کړکېچ د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

  11. د پاکستان د لومړي وزیر ویاند وايي، له افغان لوري سره به خبرې ونه کړي

    د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زیدي وايي، له افغان لوري سره به هېڅ راز خبرې او بحث ونه کړي. د ښاغلي زیدي په وینا "ترهګري" باید د افغانستان له اړخه پای ته ورسېږي او دا د افغانستان ستونزه ده. د پاکستان دنده دا ده چې خپل خلک خوندي وساتي.

    د پاکستان د لومړي وزیر ویاند زیاتوي که موږ پوه شو، چې په یوه ځای کې ترهګر شته، داسې وسله به پیدا او وکاروو چې هملته یې له منځه یوسي. دا اوسنی حالت دی او زه پکې کوم انحراف نه وینم.

  12. د پاکستان له بریدونو بې ځایه شوې کورنۍ

  13. د پاکستان په بریدونو کې یوازې په کونړ کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي

    د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون په کونړ ولایت کې د ځايي خلکو له قوله راپور ورکړی چې له پاکستاني پوځیانو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۷ تنه نور ملکي وګړي ټپیان دي.

    دوی وايي پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت پر شپږ ولسوالیو بریدونه کړي دي، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ پکې شاوخوا ۱۸۰ کورونه هم په بشپړ ډول ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

    له دغو سیمو زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او خوندي سیمو ته یې کډې کړې دي.

    کونړ کې ولسي زیان ځکه ډېر دی، چې له ډیورنډ کرښې سره د تګ راتګ ډېر ې لارې لري او پر کرښه ولسي مېشت ځایونه هم ډېر دي.

  14. د پاکستان پوځ مشر: د طالبانو له حکومت سره سوله د کابل له خوا د ټي ټي پي ملاتړ پر بندولو مشروطه ده

    د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ د ډیورنډ کرښې سره په خوا کې د سوېلي وزیرستان په واڼې کې له پاکستاني ځواکونو لیدلي.

    د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې یوې رسنیزه اعلامیې کې، د ښاغلي منیر له قوله ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوله یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې افغان طالبان "د ترهګرۍ او ترهګرو سازمانونو ملاتړ ودروي."

    د پاکستان پوځ په بیان کې زیاته کړې: "فیلډ مارشال ټینګار وکړ چې د فتنه الخوارج او فتنه الهند لخوا د پاکستان په وړاندې د ترهګریزو کړنو ترسره کولو لپاره د افغانستان د خاورې کارول د منلو وړ نه دي او د راپورته کېدونکو ګواښونو د لېرې کولو لپاره به ټول اړین ګامونه اوچت کړي."

    د طالبانو حکومت تر اوسه د عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی. خو وړاندې تر دې یې په وار وار ورته تورونه رد کړي دي.

    د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو، د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

  15. وروستی, د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي په بلوچستان کې ېې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز هوايي برید کړی

    د طالبانو حکومت وايي، د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په ځواب کې یې د دوی په وینا ځپونکي بریدونه کړي دي.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال مولوي صدیق الله نصرت وايي، تېره ورځ او شپه یې د ننګرهار، کونړ، کندهار، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو سره په خوا کې د ډیورنډ کرښې بل اړخ ته بریدونه کړي دي.

    ښاغلی نصرت وايي، "د اسلامي امارت هوايي ځواکونو نن سهار د بلوچستان ایالت په کچلاغ سیمه کې د غزه بند په نوم د پاکستاني نظامیانو د اېف سي پر عموي قومندانۍ هوايي بریدونه وکړل، چې د سرتېرو شپه‌غالی 'لیلیه' پکې په نښه شوې او لسګونه عسکرو ته مرګژوبله اوښتې."

    پاکستاني لوري لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په یوې ویډیو کې ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ غچ اخیستونکي بریدونه ترسره شوي دي. چې د ده په وینا پکې "د دښمن ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه وړل شوې دي، ۴۱ تنه سرتېري یې وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان دي".

    د طالبان حکومت په تازه نښتو کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو منښته کړې.

  16. وروستی, د افغانستان او پاکستان شخړو ۶۶ زره کسان بې کوره کړي

    د کډوالۍ نړیوال سازمان د چهارشنبې پر ورځ پر ډیورنډ کرښه د مخ په زیاتېدونکي بشري اضطراري حالت په اړه خبرداری ورکړ. دغه سازمان ویلي چې د روانو نښتو له امله نږدې ۶۶,۰۰۰ کسان بې ځایه شوي او د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې د بشري مرستو مهم عملیات ګډوډ شوي دي.

    د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جګړې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې او بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شوې دي. د امنیتي اندېښنو له امله د تورخم او بهرامچې په څېر سیمو دوه مهمې لارې تړل شوې دي او دا چې ملګرو ملتونو تایید کړې، په ننګرهار ولایت کې د دوی یو ټرانزیټي مرکز د نښتو پر مهال سخت زیانمن شوی دی.

    یادې ادارې دا نښتې د نړۍ په کچه د راستنېدونکو کډوالو یو له ټولو لویو بحرانونو وباله. افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د څه باندې پنځه میلیونه راستنېدونکو کډوالو کوربه و، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د دغو کډوالو شمېر ۲.۶ میلیونه کسانو ته رسېدلی و.

  17. وروستی, ملګري ملتونه: د مرګ ژوبلې شمېرې "تر اوسه په خپلواکه توګه نه شي تائید کېدای"

    ملګري ملتونه په یوه اعلامیه کې، چې د مارچ پر ۴مه خپره شوې ده، وايي، په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې توغندیزو بریدونو او هوايي حملو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د کورونو د زیان راپورونه ورکړل شوي دي.

    اعلامیه زیاتوي، په ننګرهار ولایت کې تورخم ته نږدې پنځه ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي او په نازیان ولسوالۍ کې دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

    په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو ویاند، سټېفن دوجاریک له قوله ویل شوي: ''ملکي وګړي او ملکي بنسټونه باید هر وخت خوندي وساتل شي.''

    بل لور د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی نور هم زیات شي، د نړۍ له لویو بېرته راستنېدونکو کړکېچونو یو به لا ناوړه بڼه خپله کړي.

    د یادې ادارې په وینا د تېرو دوو کلونو په موده کې له پنځو میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې دا چاره لا له وړاندې پر ستونزو اخته ټولنو باندې سخت فشار اچوي.

    ملګرو ملتونو سازمان په اعلامیه کې د مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) مسوولینو په حواله ویلي، سیمو ته د محدود لاسرسي له کبله د مرګ ژوبلې شمېرې "تر اوسه په خپلواکه توګه نه شي تائید کېدای" ځکه چې سیمو ته لاسرسی محدود دی.

    اعلامیه کې راغلي، ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې ښوونځي او بازارونه لا هم تړلي دي، په داسې حال کې چې د هاوانونو ډزو کورنۍ اړ کړې چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې له خپل کور، کلي وتښتي.

    د ملګرو ملتونو په وینا د خېبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د مرستو عملیات په موقت ډول ځنډول شوي، خو د ایالت په سوېل کې لا هم مرستې روانې دي.

  18. وروستی, 'روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو ده'

    روسیې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې کشالې د حل لپاره پر خبرو اترو او دیپلوماسۍ ټینګار کړی.

    په مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې دا خبرې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره په لیدنه کې کړې دي.

    د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ضمیر کابلوف ویلي چې هېواد یې ''د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.''

    په مسکو کې د افغانستان سفارت اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي ګل حسن د روسیې ځانګړي استازي ته د "پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره د تېري او د اسلامي امارت د رسمي دریځ" په اړه هم معلومات ورکړل.

    د طالبانو سفیر "د رسنیو هغو ناسمو راپورونو ته هم اشاره وکړه چې د افغانستان له واقعیته لېرې معلومات خپروي"، که څه هم هغه نور جزئیات ورنه کړل.

    روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی.

    دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د روانې شخړې نن (چهارشنبه-۴ مارچ) یوه اوونۍ پوره شوه.

    تېره شپه هم د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځ د ننګرهار او پکتیا ولایتونو او په سوېل کندهار او زابل کې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني او طالبانو حکومت د ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي.

    پنجشیر کې هم حکومتي سرچینو بي بي‌ سي ته ویلي، پاکستان څو ځله د دغه ولایت د هوايي‌حریم د نقضولو هڅه کړې خو دا هڅه بریالۍ نه شوه.

    بل لور د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي ترکیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوه اوربند رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.

  19. وروستی, د جګړې اوومه ورځ: پر ډیورنډ کرښه کورنۍ کډې کولو ته اړ کېږي

    پر ډیورنډ کرښه مېشتو یو شمېر کورنیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د درنو توپچي بریدونو او چاودنو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته فکر کوي، ځکه د دواړو لورو د ځواکونو ترمنځ جګړه نن د چهارشنبې پر ورځ اوومې ورځې ته ننوته.

    د پښتونخوا ځينو اوسېدونکو ویلي چې د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه په ماښامونو کې پیلېږي، چې له امله یې د دوی کورونه د اور پر کرښه راځي. دا نښتې ډېر وخت د لمر پرېوتو پر مهال وي، کله چې کورنۍ د روژې میاشتې روژه ماتوي.

    د تورخم دروازې ته نږدې د لنډي کوتل یوه اوسېدونکي، فرید خان شینواري رویټرز خبري اژانس ته وویل: "د ورځې پر مهال بشپړه چوپتیا وي، خو هرکله چې موږ د روژه ماتي لپاره کښېنو، دواړه لوري پر یو بل د توپونو ډزې پیل کړي." هغه زیاته کړه: "موږ په خورا ستونزمنو شرایطو کې خپله روژه ماتوو، ځکه هیڅکله نه پوهېږې چې کله به کومه مرمۍ ستا پر کور ولګېږي."

    د دغه ښارګوټي او نږدې کلیو اوسېدونکو ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د درنو ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې ډېر خلک یې د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

    د کرښې بلې خوا ته، هم د نښتو او له خپلو کورونو د کورنیو د تېښتې ورته کیسې شته. په سلګونو کسان په دښته کې تر خیمو لاندې بې ځایه شوي، په داسې حال کې چې نور بیا هیڅ پناه ځای نه لري. چارواکي وایي شاوخوا ۱،۵۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شوې دي.

    د ۲،۶۰۰ کیلومتره (۱،۶۱۵ میله) اوږدې کرښې په اوږدو کې جګړه تېره یوه اونۍ کله کمه او کله زیاته شوې ده. دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې درانه زیانونه اړولي او په جګړه کې یې پرمختګ کړی دی. بي بي سي نه ده توانېدلې د دغو تورونو خپلواک پخلی وکړي.

    د چهارشنبې په ورځ دواړو هېوادونو د درنو ډزو د تبادلې راپور ورکړی. د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې طالب ځواکونو یوه پاکستانۍ ډرون الوتکه را غورځولې او اووه سرحدي پوستې یې نیولې دي.

    د وزارت یوه ویاند وویل چې د جګړې له پیل راهیسې ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۶۵ یې ښځې او ماشومان دي، او ۱۲۳ نور ټپیان دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر اوسه د ۴۲ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ دواړه شمېرې رد کړلې او ویې ویل: "پاکستان ډېر احتیاط کوي چې یوازې ترهګر او د هغوی ملاتړي تاسیسات په نښه کړي. هیڅ ملکي ځای نه دی نښه شوی."

  20. د چین سفیر له امیر خان متقي سره د افغانستان پاکستان پر کړکېچ خبرې کړي

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د افغانستان او پاکستان پر روان کړکېچ خبري کړي او خپلې اندېښنې یې اورولي دي.

    وینا پاڼه کاږي، متقي ټینګار وکړ چې افغانستان د دوه اړخیز درناوي، په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې غواړي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا بنسټیز اصول دي چې د سیمې د ثبات او د باور جوړونې لپاره حیاتي ارزښت لري.

    د چین سفیر له قوله ویل شوي، اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی. هغه ویلي " ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد کار کوي، خو ډاډ یې څرګند کړ چې د سیمې هېوادونه کولای شي د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ له لارې دا منفي اغېزې خنډ کړي." د چین سفیر نه ده روښانه کړې چې بهرنۍ کړۍ څوک دي او دا چې څه غواړي.

    دې لیدنه کې د اوربند او د منځګړیتوب په تړاو څه یادونه نه ده شوې.

Trending Now