ایوانکا ټرمپ سپینه ماڼۍ کې، خو نه تنخا نه رسمي دنده

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې یوه چارواکي ويلي، د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ به د سپینې ماڼۍ دفتر کې دنده ترلاسه کړي.

خو نوموړې به کومه رسمي دنده یا تنخا ونه لري.

یادې سرچینې د رسنیو هغه رپوټونه تایید کړي، چې ۳۵ کلنه ایوانکا به "ډلبندي شویو معلوماتو" ته لاسرسی ولري.

د هغې دنده به دا وي چې ډونلډ ټرمپ ته به د بهرنۍ تګلارې په اړه سلامشوره ورکوي.

ایوانکا چې د فېشن ځانګړی نښان لري، له خپل مېړه جیرټ کوشنر سره یوځای کار کوي.

نوموړی د ولسمشر ټرمپ جګپوړی سلاکار دی.

په تېره جنورۍ کې د ټرمپ د ولسمشرۍ له لوړې کولو وروسته، ایوانکا ټرمپ له ټرمپ سره د نړیوالو مشرانو په ګڼو ناستو کې ګډون کړی دی.