په مساپر وړونکې الوتکه کې مار

په یوه مساپر وړونکې الوتکه کې چې د امریکا الاسکا ایالت ته پر لاره وه، پنځه فوټه اوږد مار موندل شوی دی.

یاد مار اصلاً په مخکېني پرواز کې له یوې سپرلۍ پاتې و او د الوتکې خدمې ته یې ویلي وو چې دا یې کورنی حیوان دی.

د الوتکې پیلوټ سپرلیو ته د مار په اړه خبر ور کړ، خو ویې ویل، نه پوهېږي چېرې به پټ وي.

دغه یو نیم متر اوږد زیړ بې زهرو مار د الوتکې په وروستۍ برخه کې د کالیو په یوه غټ بیګ کې (نیم پټ شوی) ویده و.

د ماشوم مور وايي، د مارموندنې پر مهال د الوتکې د مدیره پلاوي ترمنځ ډار او وحشت نه و:

''پیلوټ له سپرلیو سره پر دې خبرې وکړې چې مار څنګه ونیسي، مار یې را ونیوه او په یوه پلاستیکي کڅوړه کې یې واچاوه. ''

که څه هم دې پېښې د الوت پر مهال د الوتکې ارامه فضا ګډه وډه کړه، خو الوتکه الاسکا ته پر خپل وخت ورسېده.

د الاسکا ایالت ویاند، ویلیم والش د هوايي چلند له ادارې مننه کړې خو زیاته کړې یې ده، دا چې سپرلۍ الوتکې ته مار راوړی و او د هغه په اړه یې معلومات نه و ور کړي، له دې کار سره يې د هوايي چلند اصول تر پښو لاندې کړي دي.