تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عرب ټولنه: امریکا دې د بیت المقدس په تړاو پرېکړه واخلي
عرب ټولنه له امریکا غواړي چې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د منلو پرېکړه واخلي، ځکه چې په دې سره په سیمه کې تاوتریخوالی ډېرېږي.
په قاهره کې د عرب ټولنې ۲۲ بهرنیو چارو وزیرانو په بېړنۍ ناسته کې وویل، د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده او کوم قانوني حیثیت نه لري.
دوی په بیان کې زیاتوي چې امریکا پر ټول بیت المقدس د اسراییل د دعوې په منلو سره له هغې پالیسۍ سره ټکر کوي چې له مخې یې د بیت المقدس کشاله د خبرو له لارې اوارېږي.
دوی دا هم وايي، چې د امریکا دا پرېکړه په سیمه کې تاوتریخوالی ډېروي او وېره شته چې روان تاوتریخوالی نور هم زیات شي.
پر امریکا بندیزونه لګول
دوی دا هوکړه هم کړې چې د امریکا د پرېکړې خلاف د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرېکړه لیک وړاندې شي.
خو د عرب لیګ په بیان کې د امریکا خلاف د اقتصادي بندیزونو خبره نه ده شوې.
له دې مخکې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر جبران باسل وویل، چې یورشلم یا بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو د مخنیوي لپاره باید عرب هېوادونه پر متحدو ایالتونو اقتصادي بندیزونه ولګوي.
د هغه په خبره، د امریکا د دې پرېکړې پرضد ګامونه پورته کول ضروري دي:
"په لومړیو کې باید ډيپلوماټیک ګامونه پورته شي، بیا سیاسي او وروسته اقتصادی او مالي بندیزونه ولګول شي".
د عرب لیګ د بېړنۍ ناستې په پیل کې د دې ټولنې مشر د امریکا د ولسمشر پرېکړه، خطرناکه او د نه منلو وبلله.
احمد ابوالغیط زیاته کړه چې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د یورشلم منل د اسراییلو او فلسطنیانو د کړکېچ پر سیاسي حل لار برید دی.
د نوموړي په خبره، د ټرمپ پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ده او د فلسطین او اسرایل ترمنځ د سولې لپاره د امریکا هڅې له پوښتنو سره مخ کوي.
"د امریکا پالیسۍ کې د بدلون له امله د ټرمپ پر اداره د عرب هېوادونو باور خورا کم شوی دی".