فاطمه پیمان: "نه مې غوښتل د استرالیا په سیاست کې مې شتون سمبولیک وي"

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

مېرمن فاطمه پیمان چې کله د یوې ځوانې غړې په توګه مشرانو جرګې ته لار پیدا کړه، نه یوازې په استرالیا او نړۍ کې د خبرونو سرټکی شوه، بلکه افغانستان کې هم د ځوانانو لپاره الهام بښونکې وه.

فاطمه پیمان د استرالیا د سیاست په تاریخ کې لومړۍ حجابي افغانه ده، چې په ۲۷ کلنۍ کې د دغه هېواد د لوېدیځ ایالت په استازولۍ د کارګر ګوند له خوا مشرانو جرګې ته ور وپېژندل شوه.

هغې بي‌بي‌سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، "په لومړۍ ورځ چې د مشرانو جرګې تالار ته ورننوتم، حیرانه وم. دې ته مې فکر کاوه، هغه سناتوران به ماسره څه ډول چلن کوي چې زما د مور جانې او پلار جان په عمر دي."

د ډېرو لپاره د حیرانتیا خبره وه چې یوه حجاب کړې افغانه کډواله څنګه د استرالیا سیاست برخه ګرځي؟

دا چې افغانان یې تل په انګرېزۍ ژبه غږ او څېرې سره بلد دي، ځکه مې ترې غوښتنه وکړه چې په دغه ځانګړې مرکه کې راسره په دري ژبه وغږېږي. له پیله هیجاني ښکارېده. خو په ډېره ښکلې او روانه دري ژبه یې راسره خبرې وکړې.

آغلې پیمان خپلې خبرې په دې ټوکو پیل کړې چې: "هېڅکله مې نه غوښتل سیاست ته راشم."

هغه وايي خپله یې هم تصور نه کاوه چې یوه ورځ به ځان د سیاست په ډګر کې وویني.

"ته له لسو زامنو مونږ ته رامخکې یې"

فاطمه پیمان په ۱۹۹۵ میلادي (۱۳۷۴ه ش) کال کابل کې زېږېدلې. کله چې طالبان پر افغانستان واکمن و هغه پنځ کلنه وه چې خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوه.

هغې وړاندې د استرالیا ای‌بي‌سي خبرې رسنۍ ته ویلي و چې پاکستان کې یې ژوند سخت و.

پلار یې عبدالوکیل په ۱۹۹۹‌ کال کې د مور شګوفې په هڅونه لومړی اندونیزیا ته لاړ او بیا په وړو کښتیو کې استرالیا ته واوښت.

دا کورنۍ څلور کاله وروسته بېرته استرالیا کې سره یو ځای شوه.

په دې مرکه کې مېرمن پیمان وايي،‌ زیار او ژمنتیا یې له خپل پلاره زده کړي او مور یې د ژوند تر ټولو لویه ملاتړې پاتې شوې.

پلار یې په ۲۰۱۹ کال کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

سره له دې چې استرالیا د کډوالو لپاره سخت قوانین لري، خو د ګڼو افغانانو کوربتوب کوي.

فاطمه اته کلنه وه چې استرالیا ته کډواله شوه، هغه د خپلې خور، او دوه وروڼو مشره خور وه.

وايي: "هغه درس چې مې له خپلې مور جانې او پلار جانه زده کړی دا دی چې ویل به یې (که همت وکړې، د فولادو غر هم درته نرمېږي.‏) تل به یې راته ویل چې ته مونږ ته له لسو زامنو هم رامخکې یې."

مشرانو جرګه کې لومړۍ ورځ

له ۱۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول ۲۵‌زره افغانان استرالیا ته کډه شوي دي.

د ۲۰۲۴ کال د سر‌شمېرنې له مخې، ۸۸‌زره او ۷۳۰ افغانان دغه هېواد کې مېشت دي.

آغلې پیمان د ۲۰۲۲ کال جون (د سرطان ۱۴۰۱) کې د استرالیا د لوېدیځ ایالت د سناتورې په توګه وټاکل شوه دا هغه مهال و چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شوی و.

د یوې ځوانې سیاستوالې په توګه آغلې پیمان باید له خپل هویت، لباس او پوښښ نیولې تر خبرو او سیاسي فکر؛ د خلکو خبرو او نیوکو پر وړاندې درېدلې وای.

مشرانو جرګې ته یې د تګ لومړۍ ورځ په اړه وايي:

"فشار راباندې ډېر و. یوازې افغانانو نه، بلکه په ټوله استرالیا او نړۍ کې د خلکو غوږونه راته څک و چې څه کوم، څه وایم، څه ډول چلند کوم او د یوې سناتورې په توګه خپل کار په سم ډول ترسره کولی شم که نه."

آغلې پیمان وايي: "ماته مې د خپلې مور خبرو ډاډ راکوو. د هغې ډاډګیرنه وه چې زه د خلکو د خبرو په کیسه کې نه شوم او په ډېر جرات مې خپل فکر او نظر بیانوه."

سره له دې چې په نړۍ کې سیاست برخه کې وار له مخې د سړو پرتله د ښځو ونډه کمه ده، خو په دې کم شمېر کې هم افغان ښځې د خپلو کوربه هېوادونو په سیاست کې پام وړ لاسته راوړنې او دندې لري.

د افغان کډوالو ښځو دا شمېر د نارینه کډوالو پرته زیات تر سترګو کېږي.

اغلې پیمان وايي: "افغان ښځې په خپل هېواد کې ځپل شوي، بهر کې چې ښځو لپاره فرصتونه ډېر دي ګټه اخلي، جرات کوي او ځان یوه ځای ته رسوي. او دا ثابتوي چې غلې نه شي پاتې کېدی."

"د افغانستان کورت او شیریخ پسې خپه یم"

آغلې پیمان وايي، سره له دې چې له افغانستانه لیري ده خو هڅه کوي خپل ژبې او کلتور سره یې اړیکه نږدې وي.

هغه وخت ناوخت استرالیا کې د مېشتو افغانانو په بنډارونو او د اخترونو په مېلو کې برخه اخلي.

"د اختر مېلو او ودونو ته ورځو او خپل افغاني کمیسونه اغوندو. مونږ ته دا نه ده مهمه چې افغانستان کې د کوم ځای یوو. اړینه دا ده چې مونږ افغانان یوو، مسلمانان یوو او په استرالیا کې اوسېږو."

آغلې پیمان مې وپوښتله چې څه شی افغانستان ډېر وریادوي؟ ویل یې د افغانستان شیریخ او کورت.

شیریخ د افغانستان له خورا مشهورو او خوندوره ایسکریمونو دی او په دې وروستيو کې یې په نړۍ کې ګن بهرني مینه وال هم پيدا کړي دي.

آغلې پیمان د شیریخ خوند پنځلس کاله مخکې افغانستان ته د تلو پر مهال څکلی او هغه خوند بیا هېڅکله بل ځای نه دی موندلی.

"دلته په مېلبورن کې هم شیریخ شته، افغانان یې جوړوي او خوړلی مې دی، خو د افغانستان د شیریخ خوند ته نه رسېږي. کورت مې هم ډېر خوښېږي او کورت خوره یم."

د اجباري حجاب مخالفه

فاطمه پیمان د حجابۍ سیاستوالې په توګه پېژندل شوې څېره ده، خو ټینګار کوي چې پر ښځو د "جبري حجاب" پلوې نه ده.

هغه په دې عقیده ده چې افغانستان او ایران کې د ښځو اجباري حجاب په "اسلام کې نه دي‌ راغلي".

"افغانستان او ایران کې چې پر ښځو په زور او تاوتریخوالي حجاب اغوستل کېږي، دا اسلام نه دی. د طالبانو اسلام له هغه اسلام سره ډېر توپیر لري چې ما لوستي او په قرآن او حدیث کې راغلي دي."

مېرمن پیمان چې حجاب خپل "هویت" ګڼي وايي‌ هره ښځه د دې حق لري چې د ځان لپاره حجاب وټاکي که نه.

هغه وايي، "یوولس کلنه وم چې پرېکړه مې وکړه حجاب وکړم. پلار مې کېنولم او راته ویې ویل چې ایا په دې پرېکړه دې تر اخره ژمنه پاتې کېدی شې؟ ما ورته وویل هو، دا مې خپله خوښه ده او تر اخره پرې درېږم."

فاطمه پیمان چې له افغانسانه د کډوالۍ وروسته، له دوو لسیزو راهیسې حجاب کوي وايي، غواړي خلکو ته وښیي چې یو کس په یوه وخت کې (هم افغانه، هم مسلمانه او هم استرالیایۍ) کېدلی شي.

هغه وايي، پیل کې یې ډېرو حجاب ته په حیرانۍ کتل خو "هېڅکله یې تر اغېز لاندې رانغله."

د نوي حزب جوړول

آغلې پیمان چې تل یې د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو ملاتړ کړی په ۲۰۲۴ کال کې یې په حاکم کارګر ګوند کې غړیتوب ځکه وځنډول شو چې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ کړکېچ کې یې د غزې د خلکو ننګه وکړه.

سناتورې فاطمه پیمان بیا څه موده وروسته له دغه ګونده استعفا وکړه او (واېس آف استرالیا) په نامه یې نوی ګوند جوړ کړ.

هغه وايي "ما ځکه له ګونده استعفا وکړه چې نه مې غوښتل حضور مې سمبولیک وي."

مېړه یې جېکوب ستوکس چې پخپله هم د کارګر ګوند غړی و د مېرمنې له استعفا وروسته له ګونده استفعا وکړه او له هغې یې ملاتړ وکړ.

دوی په ۲۰۲۴ کال کې واده کړی و.