د جنوبي افريقا ښی لاسی مشر يوژين بلانش ووژل شو

د جنوبي افريقا د سپين پوستوکو افراطي ښي لاسى مشر – يوژين تېرې بلانش د هيواد په شمال لوېديځ کې په خپلې کروندې کې وژل شوى دى .
د جنوبي افريقا رسنۍ وايي چې ښاغلى تېرې بلانش د خپلې کروندې له دوو کارگرو سره تر يوې ناندرۍ وروسته په وهلو او ټکولو وژل شوى دى .
ښاغلي تېرې بلانش د سپين پوستکو لوړتيا غوښتونکى گوند AWB په ١٩٧٠ کال کې جوړ کړ او د آپارتايد د نژاد پال رژيم د ساتنې لپاره يې مبارزه کوله.
رپوټونه وايي چې ۶۹ کلن تيري بلانش په خپله کرونده کې تر مرګه وهل شوی دی .
د رپوټونو په وينا، د تيري بلانش حزب يوه مسؤول ويلي چې" هغه د جنوبي افريقا په شمال کې په خپله کرونده کې په لرونو او پايپونو وهلی شوی دی. "
په جنوبي افريقا کې يوه پوليس چارواکي ويلي چې "د هغه مړی په خپله کرونده کې موندل شوی چې تر ډېره په سر او مخ وهل شوی ډبول شوی دی."
د جنوبي افريقا مشر جاکوب زوما د حالاتو د قابو کولو غوښتنه کړې او ويلي دي چې هېوادوال بايد له زغمه کار واخلي او توکميزه تاوتريخوالی ونه کړي.















