د تکنالوژۍ له ډګره

د مایکروسافټ کمپنۍ غواړي له نورو سره د سیالي په خاطر د وینډوز له لارې هغو کسانو ته د یوې جایزې په توګه وړیا تیلفوني خدمات وړاندې کړي چې د اینډرایډ مارکیټ کارونکي دي.
د یوټویپ ویپ پاڼې چې په نړۍ کې د ویډیو شریکولو تر ټولو لویه ویپاڼه ده د ښوونځیو لپاره یوه جلا برخه پرانیستې ده.
په دې برخه کې تعلیمي ویډیوګاني د عمر او مضمون په حساب ایښودل شوې دي. زده کوونکي به نه شي کولای چې د ښوونځي له اجازې پرته نورو تعلمي ویډیوګانو ته لاس رسی پیدا کړي. دوی به یوازي د هغو ویډیوګانو ننداره کولای شي چې دوی ته ځانګړي شوي وي.
ددې ویډیوګانو د لیدلو لپاره باید ښوونځي د یوټویپ ځانکړي غړیتوب واخلي.
ګوګل وروسته له هغه پر انټرنیټ د اینډرایډ له مارکیټه خپل ۲۲ پروګرامونه لري کړل چې څرګنده شوه په دغو کمپوټري پروګرامونو کې غیرقانوي او ناسم توکي شته. اینډرایډ پر انټرنیټ د کمپوټري توکو د اخیستلو مارکیټ یا پاڼه ده.
د کمپوټري چارو د یوې امنیتي کمپنۍ له خوا شوې سروې وايي کمپوټري کوډونه چې د اینډرایډ مارکیټ یې هدف ګرځولی و په تیرو شپږو میاشتو کې دوه برابره زیات شوي دي.















