تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې د تېلو د بیو لوړېدو سره د ژوند ډېرې برخې اغېزمنېږي؟
- Author, نتالي شيرمن
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پایلې اوس د نړۍ هر ګوټ ته په رسېدو دي. په خلیج سیمه کې د شخړې له امله د تېلو د صادراتو په لاره کې خنډونه د دې لامل شول چې د سیمې هېوادونه خپل د تېلو تولید کم کړي. د غوښت او عرضې دغه ټکان په خپل وار سره د تېلو بیې له یوه مخه پورته کړې، چې تېره دوشنبه په لوړه کچه کې ۱۲۰ ډالرو ته ورسېدې.
که څه هم له هغه وخت راهیسې بیې یو څه راټیټې شوې، خو لا هم له جګړې مخکې کچې لوړې دي، چې مالي بازارونه یې ګډوډ کړي، د سون توکو بیې یې پورته کړې او د لا بدو اقتصادي پایلو په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.
د تېلو د عرضې ټکان
دې جګړې د انرژۍ رسولو په برخه کې د نړۍ تکیه پر منځني ختیځ روښانه کړه او د ۱۹۵۰ او ۱۹۷۰ لسیزو د انرژۍ بحرانونه یې خلکو ته وریاد کړل. خو شنونکي وايي چې دا ځل پایلې خورا پراخې دي، ځکه چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه خام تېل د هرمز تنګي له لارې تېرېږي، چې د جګړې له امله تړل شوی دی.
شنونکي وايي، له دې سیمې بهر تولیدونکي هېوادونه لکه متحده ایالات، برازیل او ناروې د تولید د زیاتوالي محدوده وړتیا لري. هممهاله په سیمه کې تولیدونکو هېوادونو هم خپل تولید کم کړی دی. د رویټرز خبري اژانس په وینا، عراق خپل تولید له ۶۰ سلنې ډېر ټیټ کړی او کویټ او متحده عرب اماراتو هم خپل تولید کم کړی دی.
ګډوډي یوازې تر تېلو محدوده نه ده، د قطر د انرژۍ شرکت لخوا د پوځي بریدونو له امله د تولید بندېدو سره، د طبیعي ګازو نړیواله عرضه نږدې ۲۰ سلنه کمه شوې ده. د "جې پي مورګان" شنونکي وړاندوینه کوي چې په یوه اونۍ کې به په اسیا او اروپا کې د انرژۍ "لویه تشه" رامنځته شي.
په اسیا کې، چې په ځانګړې توګه د تېلو پر وارداتو تکیه لري، ځینو حکومتونو د بیو سقف یا د بیو وروستی برید ټاکلی او د سپما تدبیرونه یې نیولي دي. د دولتي رسنیو په وینا، په بنګله دېش کې پوهنتونونو د کوچني اختر رخصتۍ وختي پیل کړې دي. په بریتانیا کې، د خزانې وزیرې راشل ریوز د یو ټکان ورکوونکي انفلاسیون په اړه خبرداری ورکړی دی.
ځینو هېوادونو د ناورین کابو کولو لپاره د خپلو تېلو د احتیاطي زیرمو پر کارولو بحثونه کړي، خو د داسې ګام اغېزې به محدودې وي. د "رابېډ اینرجي ګروپ" کارپوه هانټر کورنفینډ پر دې باور دی چې د دې هېوادونو لخوا د کارول کېدونکو زیرمو کچه به د تقاضا په پرتله "خورا کمه" وي. کورنفینډ وویل: "موږ د نړیوالو تېلو په بازار کې د عصري تاریخ د عرضې تر ټولو لوی ټکان سره مخ یو."
د انرژۍ د بیو لا زیاتوالی
د دې ټکان معنا اوس د انرژۍ د بیو لا زیاتوالی دی. د جګړې له پیله، برنټ خام تېل او د لوېدیځ ټیکساس انټرمیډیټ دواړه تېره دوشنبه په لوړه کچه کې ۱۲۰ ډالرو ته ورسېدل، مخکې له دې چې بیې تر ۸۵ ډالرو راښکته شي.
دا لوړوالی په خپله پر هغو لګښتونو اغېز کوي چې شرکتونه او کورنۍ یې پر غاړه اخلي. په بریتانیا او اروپا کې، د طبیعي ګاوز بیې د ایران د جګړې له پیل راهیسې نږدې دوه چنده شوې دي. ان په متحده ایالاتو کې، چې یو لوی تولیدونکی دی او د نړیوالو بیو د بدلونونو پر وړاندې یو څه خوندي دی، د سون توکو بیې لوړې شوې او یو ګالون له ۲.۹۰ ډالرو ۳.۵۰ ډالرو ته ختلی دی.
تېره اونۍ، ګولډمن ساکس بنسټ اټکل وکړ چې په عارضي ډول ۱۰۰ ډالرو ته د تېلو د بیې لوړېدل به د نړۍ اقتصادي وده شاوخوا ۴.۰ سلنه کمه کړي. خو که د ایران جګړه د روانې میاشتې تر پایه پای ته ونه رسېږي، په ځینو سناریوګانو کې د تېلو بیه ۱۵۰ ډالرو ته هم رسېدلی شي. د "رابېډ اینرجي ګروپ" کارپوه کورنفینډ پر دې باور دی چې پر اقتصاد د داسې لوړوالي اغېز به "خورا سخت" وي ځکه د لګښتونو نور زیاتوالی به کورنۍ او شرکتونه د لګښت کمولو ته اړ کړي، چې په پایله کې یې وده ورو کېږي.
پر سوداګرۍ اغېز: له ټیکنالوژۍ تر کرنې
شنونکي په اندېښنې سره د چپسو د صنعت پر سکټور د انرژۍ د عرضې د ټکان پایلو ته په تمه دي، چې دا سکټور له موټرو نیولې تر ځيرکو ټلیفونونو پورې د ټولو صنعتونو لپاره مهم دی ځکه تايوان (د چپسو نړیوال مرکز) په لویه کچه پر وارده شوې انرژۍ تکیه لري.
په متحده ایالاتو کې، ډېرو خلکو اندېښنه ښودلې چې د انرژۍ د لګښتونو لوړېدل به د ټیکنالوژۍ پر شرکتونو اغېز وکړي، چې دا د اقتصادي ودې یو له اصلي لاملونو چې دی اقتصاد اغېزمنوي.
یوازې د انرژۍ سرچینې د ایران د جګړې له امله نه دي اغېزمنې شوې منځنی ختیځ د المونیم او سلفر (ګوګړ) او د نورو عناصرو له اړخه هم بډایه دی چې د مسو په پروسس او د کرنیزو سرو (لکه یوریا کود) په جوړولو کې کارول کېږي. که د دې توکو بیې لوړې شي، نو دا به په خپله د خوړو او صنعتي توکو بیې هم پورته کړي.
سیاسي فشار
شنونکي پر دې باور دي چې اقتصادي خطرونه په اسیا او اروپا کې ډېر دي، ځکه دوی په پراخه کچه پر وارده شوې انرژۍ تکیه لري او دا خطرونه د ونډو بازارونو په فعالیت کې هم څرګند شوي دي.
د بېلګې په توګه، په جاپان او سوېلي کوریا کې د ونډو د بازارونو اصلي شاخصونه د جګړې له پیل راهیسې په پرلپسې ډول ۱۰ او ۱۵ سلنه راښکته شوي، په داسې حال کې چې د جرمني ډاکس شاخص له اوه سلنې ډېر لوېدلی دی. په امریکا کې بیا د "S&P ۵۰۰" شاخص کمښت له ۱.۲ سلنې ډېر نه و.
خو د ژوند د لګښتونو د لوړېدو له اندېښنو سره، شنونکي اټکل کوي چې دا به پر هغه رایه اچونهکې معلوم شي چې د نومبر د نیمايي دورې په ټاکنو کې ترسره کېږي، چې په کانګرس کې د برلاسې ډلې برخلیک ټاکي. له همدې امله، کتونکي انګېري چې اوسنی حالت د ولسمشر ټرمپ او د هغه د جمهوري غوښتونکو ملګرو لپاره یو سیاسي ګواښ دی، که څه هم ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو غږ کړی، خو د لا زیاتې ګډوډۍ وېره بیې لوړې ساتي.