'جهادي ډیپلوماسي': هغه کسان چې وسله‌والو ډلو سره د تړاو مخینه لري، د پاکستان او افغانستان کړکېچ کمولی شي؟

د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې چې د فبرورۍ د ۲۶ او ۲۷مې ترمنځ شپه پیل شوې وې، له ۱۳ورځو تېرېدو سره سره لا هم دوام لري. د دواړو لوریو وروستۍ څرګندونې ښيي چې تر اوسه د دې جګړې د کمېدو کوم څرګند څرک نه ښکاري.

په همدې حال کې د پاکستان پر ټولنیزو یا خواله رسنیو له پرونه داسې خبرونه خپرېږي چې د پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر پورې تړلي درې کسان چې پخوا یې له وسله‌والو ډلو سره تړاو درلود، د یوه پلاوي په بڼه کابل ته تللي دي.

په دغو کسانو کې مولانا فضل الرحمان خلیل، عبدالله شاه مظهر (پیر مظهر شاه) او قاري ساجد عثمان یاد شوي دي.

د افغانستان دننه د طالبانو سرچینو او په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمان خلیل یوه نږدې ملګري د دغو کسانو کابل ته د تګ خبره بي‌بي‌سي اردو څانګې ته منلې ده. همدارنګه د بي‌بي‌سي افغان څانګې حفیظ الله معروف ته هم د افغان طالبانو چارواکو په افغانستان کې د دغو درېیو کسانو شتوالی منلی دی.

په کابل کې د طالبانو حکومت یوه مهم غړي هم له بي‌بي‌سي اردو سره د فضل الرحمان خلیل په ګډون د دغو درېیو کسانو کابل ته تګ منلی دی، خو ویلي یې دي چې په دې اړه نور جزیات نه‌شي شریکولی.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې دغو کسانو افغانستان ته د تګ لامل څه دی او نه هم پاکستان په رسمي کچه په دې اړه څه ویلي دي.

بي‌بي‌سي د دغو کسانو کابل ته د تګ په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د بهرنیو رسنیو ویاند مشرف زیدي وپوښته، د پاکستان حکومت له افغان طالبانو سره په هره کچه خبرې اترې کوي؟ موږ ته ویل شوي چې د پاکستان د مذهبي شخصیتونو یو پلاوی کابل ته تللی دی.په ځواب کې مشرف زیدي ویلي: "ازاد مذهبي عالمان دا حق لري چې له هر چا سره اړیکې وساتي." هغه زیاته کړې چې د پاکستان پیغام او تګلاره روښانه ده او پکې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی.

بي‌بي‌سي اردو څانګې په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته هم لیکلې پوښتنې لېږلې دي، خو د دې خبر تر خپرېدو پورې یې کوم ځواب نه‌و ترلاسه کړی.

پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستاني طالبنو "تحریک طالبان پاکستان" یا (TTP) ملاتړ کوي او هغوی ته خوندي پټنځایونه ورکوي. پاکستان څو ځلې دا هم ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د همدې ډلې پر شکمنو پټنځایونو بریدونه کړي دي.

هغه ادعا چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې ده.

بي‌بي‌سي ته ویل شوي، د پاکستان او افغانستان وضعیت څارونکي کارپوهان د هغو کسانو کابل ته تګ مهم بولي چې له پخوا د وسله‌وال فعالیت مخینه لري.

مولانا فضل الرحمان خلیل

مولانا فضل الرحمان خلیل د پاکستان په جهادي کړیو کې له ۱۹۸۰مو کلونو یو مهم نوم بلل کېږي. هغه په تېر وخت کې د کشمیرۍ وسله‌والې ډلې "حرکت المجاهدین" مشر هم پاتې شوی خو اوس د دې ډلې نوم بدل شوی دی.

د ۲۰۱۴م کال په سپټمبر کې د امریکا خزانې وزارت مولانا فضل الرحمان خلیل "نړیوال ترهګر" اعلان کړی و.

د جهادي ډلو د چارو څېړونکي او شنونکي فیض الله خان بي‌بي‌سي اردو ته ویلي، مولانا فضل الرحمان خلیل د خیبر پښتونخوا اوسېدونکی دی.

هغه وایي، وروسته حرکت المجاهدین له "حرکت الجهاد الاسلامي" سره یو ځای شو چې له هغې وروسته د "حرکت الانصار" په نوم ډله رامنځته شوه. د ده په وینا، دغه ډلې پخوا د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې په همدې نوم لوی عملیات ترسره کړي وو.

فیض الله خان زیاتوي: "دا د دیوبندي فکر یوه اغېزناکه ډله وه. د دوی اړېکې له اسامه بن لادن سره نږدې وې. یو وخت یې په افغانستان، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر او د پښتونخوا په مانسهره کې یې پوځي مرکزونه لرل."

د جهادي ډلو بل څېړونکی ماجد نظامي وایي، د مولانا فضل الرحمان خلیل اوسنۍ ډله "انصار الامه" نومېږي او هغه د "تحفظ حرمین شریفین" د ډلې عمومي منشي هم دی.

ماجد نظامي زیاتوي، د مولانا فضل الرحمان خلیل جهادي مخینه شاوخوا درې لسیزې اوږده ده او په دې موده کې هغه دا څرګنده کړې چې د دولت پر ضد نه، بلکې د دولت ملاتړی وسله‌وال جهادي قومندان پاتې شوی دی.

هغه زیاتوي: "له اسامه بن لادن سره د ده د اړیکو خبرونه په رسنیو کې هم خپرېدل."

د ماجد نظامي په وینا، اوس مولانا فضل الرحمان خلیل تر ډېره د دعوت او تبلیغ کارونه کوي، خو د ده پخوانۍ اړیکې لا هم پر خپل ځای دي.

فیض الله خان هم وایي چې د حرکت المجاهدین غړي له افغان طالبانو سره ډېر نږدې وو.

د هغه په خبره: "کله چې شوروي اتحاد له افغانستانه ووت او وروسته د افغان طالبانو حکومت جوړ شو، نو د فکري نږدېوالي له امله دغه کسان له هغوی سره یو ځای شول او په بېلابېلو جبهو کې یې ګډې جګړې کړې دي.

عبدالله شاه مظهر

عبدالله شاه مظهر هم د پاکستان د جهادي کړیو یو پېژندل شوی نوم بلل کېږي. هغه په تېر وخت کې د ناقانونه اعلان شوې ډلې جیش محمد د مشر مسعود اظهر په ګډون له ګڼو جهادي څېرو سره نږدې اړیکې لرلې.

خو وروسته یې له وسله‌والو فعالیتونو ځان جلا کړ او په سیاست کې هم شامل شو.

څېړونکی ماجد نظامي زیاتوي، عبدالله شاه مظهر اوس خپل نوم بدل کړی او د مظهر سعیدشاه په نوم پېژندل کېږي.

هغه وایي: "د ده تړاو هم له "جیش محمد" سره و، خو وروسته د اختلافاتو له امله ترې جلا شو او د "تحریک غلبه اسلام" په نوم یې یو ګوند جوړ کړ."

د ماجد نظامي په وینا، عبدالله شاه مظهر له اره د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر اوسېدونکی دی، خو د ځوانۍ ډېره موده یې په کراچۍ او افغانستان کې تېره کړې ده.

هغه زیاتوي: "وروسته بېرته د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر ته ولاړ او هلته د پاکستان "تحریک انصاف" له‌خوا د ټیکنوکراټ په څوکۍ پارلمان ته وټاکل شو او ان وزیر هم پاتې شوی دی."

د هغه په خبره، د پاکستان د پوځ چارواکي چې له کومو علماوو سره لیدنې کوي، عبدالله شاه مظهر هم پکې شامل وي او له دې څرګندېږي چې اوس د پاکستان له دولت سره د هغه اړیکې ښې دي.

شنونکی او څېړونکی فیض الله خان هم عبدالله شاه مظهر له نږدې پېژني. هغه بي‌بي‌سي ته ویلي، په کراچۍ کې د عبدالله شاه مظهر مدرسه د جامعه الانوار په نوم فعالیت کوي.

د دې تر څنګ، د فیض الله خان په وینا، د عبدالله شاه مظهر ورور مفتي طاهر سعید شاه چې په مفتي ابو لبابه شاه منصور هم مشهور دی، د طالبانو له مشرانو سره شخصي اړیکې لري.

هغه وایي مفتي طاهر سعید شاه پخوا د جهادي مجلې ضربِ مومن لپاره هم کالمونه لیکل.

قاري ساجد عثمان

قاري ساجد عثمان ښايي د عام خلکو لپاره ډېر پېژندل شوی نه‌وي، خو د جهادي کړیو څارونکو لپاره نوم یې نوی نه‌دی.

فیض الله خان وایي، د قاري ساجد عثمان ورور زاهد اقبال د شوروي اتحاد پر ضد په وسله‌واله جګړه کې ډېر فعال و، له همدې امله قاري ساجد هم له هغه سره تړاو پیدا کړ.

فیض الله زیاتوي، قاري ساجد عثمان په کراچۍ کې د "خدام القران" په نوم مدرسه یا اداره لري او تل له مولانا فضل الرحمان خلیل سره نږدې پاتې شوی دی.

د راپورونو له مخې، قاري عثمان د ۹/۱۱ بریدونو وروسته پاکستان پرېښود او وروسته یې په سعودي عربستان او جنوبي افریقا کې ژوند کاوه. فیض الله وايي، قاري عثمان درې ودونه کړي دي چې یو یې په جنوبي افریقا کې و.

هغه وايي: "ویل کېږي چې د افغانستان د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته، هغه د پاکستان پرتله ډېر وخت په افغانستان کې تېروي."

نور شنونکي او څېړونکي هم وايي چې قاري ساجد عثمان د مولانا فضل الرحمان خلیل سره نږدې اړیکې لري.

ماجد نظامي زیاتوي، قاري ساجد عثمان د رحیم یار خان اوسېدونکی دی او په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې په افغانستان کې د وسله‌والو کړنو مخینه درلود.

هغه زیاتوي: "په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې په افریقا او بنګله‌دېش کې لویه شبکه درلوده چې نوم یې خدام القران و او بیا د پرویز مشرف په واکمنۍ کې بېرته پاکستان ته ستون شو.

ایا د 'جهادي ډیپلوماسۍ' له لارې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ کړکېچ کمېدلی شي؟

د پاکستان او افغان طالبانو دواړو لورو په رسمي توګه د دې پلاوي د کابل سفر نه‌دی منلی. خو د افغان طالبانو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، دغه کسان له طالب چارواکو سره په لیدنو بوخت دي، خو دوی روښانه نه کړه چې د دې لېدنو موخه څه ده.

یوه طالب چارواکي ویلي: "دغه سفر تر ډېره نه رسنیز کېږي."

څېړونکی او شنونکی فیض الله خان د دې پلاوي د افغانستان سفر ته په تبصره کې وایي: "دا د جهادي ډیپلوماسۍ بېلګه ده، ځکه چې دا ځل تلونکي نه سفارت‌کاران دي او نه سیاستوال، بلکې د دوی بشپړ پېژندګلوي د مذهبي وسله‌والې مبارزې پر بنسټ ده."

هغه زیاتوي: "فضل الرحمان خلیل له پاکستاني ادارو سره هم نږدې اړیکې لري. دلته هم دا خلک باوري ګڼل کېږي، ځکه چې د حرکت المجاهدین ډلې په پاکستان کې عملیات نه‌دي کړي."

فیض الله خان وايي، افغان طالبان د فضل الرحمان خلیل سره ښې اړیکې لري او ښايي همدا دلیل وي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره یې ونډه مهمه ګڼل شوې ده:

"ویلی شو چې خبرې اترې د هغو کسانو له لارې کېږي چې له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعال پاتې شوي. دا خلک له افغان طالبانو سره په جنګي جبهو کې هم ملګري وو، نو د منځګړیتوب لپاره یې شتوالی اغېزناک ګام ګڼل کېږي."

څېړونکی طارق حبیب چې څو ځلې افغانستان ته تللی او د وسله‌والو ډلو څارنه کوي، هم وایي چې په دې پلاوي کې شامل فضل الرحمان خلیل نه یوازې په افغان طالبانو کې بلکې په نورو ډلو کې هم ډېر اغېز لري.

هغه زیاتوي: "افغان طالبان تل له هغه سره په اړیکه کې وو او د ښوونکي په توګه ورته درناوی لري. د پاکستان او افغانستان د جهادي کړیو تر ټولو اغېزناکخ اوسنۍ څېره مولانا فضل الرحمان خلیل دی."

طارق حبیب پر دې اند دی چې د دې پلاوي کابل ته تګ ښايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسله‌وال کړکېچ کمولو لپاره یو ډول 'وروستۍ حربه' وي

پخوانی سفیر: که دواړه خواوې اړیکې بیا فعاله کړي، بې‌باوري ختمېدلی شي

د افغانستان لپاره پخواني سفیر منصور خان بي‌بي‌سي ته ویلي: "اړيکې که له رسمي لارې ولري یا نا رسمي، هغه وخت اغېزمنې وي چې معلومې پایلې ولري."

هغه وویل: "په ۲۰۲۲ کال کې کله چې زه هلته سفیر وم، د پاکستان یو مذهبي پلاوی د مولانا تقي عثماني په مشرۍ کابل ته لاړ او د افغان طالبانو له چارواکو سره یې لیدنې وکړې، ان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ځینې غړي یې هم ولیدل چې افغان طالبانو ورته اسانتیاوې برابرې کړې وې. خو هغه وخت دې هڅې په پاکستان کې د TTP فعالیتونو د کموالي په برخه کې کومه ګټوره پایله ونه‌لرله."

پخواني سفیر زیاتوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اصلي ستونزه د باور کمښت دی او د ترهګرۍ په اړه د دواړو هېوادونو نظرونه یو له بل سره توپیر لري.

هغه وايي: "په دې حالت کې زما نظر دا دی چې دواړه اړخونه باید ټول شکونه لرې کړي او د دولت په کچه دوه اړخیزې اړیکې بیا فعالې کړي." د یو بلې پوښتنې ځواب کې ېې وویل: "زما په اند دا تر ټولو اغېزناکه لاره ده چې پر کرښه د ترهګرۍ، امنیت او اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په اجنډا کې ستونزې حل کړي."