د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام کې افغانستان له چا سره لوبې لري او راشد خان څه وايي؟

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د لوستلو وخت: 5 دقیقې

ټاکل شوې سبا شنبه (سلواغه ۱۸/فبروري ۷) د ۲۰۲۶ کال د نارینه‌و د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام سیالۍ پیل شي. دا لوبې د سري‌لنکا او هند په کوربه‌توب کېږي او په سږني نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون ټولټال شل لوبډلې سیالي سره کوي.

افغان لوبډلمشر راشد خان ویلي چې له افغان ملي لوبډلې اوس د خلکو "تمې هم ډېرې لوړې شوې دي" او دوی به هڅه وکړي چې په دې جام کې ښه وځلېږي.

د مهالوېش له مخې، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا نه بله ورځ (یکشنبه، سلواغه ۱۹/فبروري ۸) له نیوزیلنډ سره وکړي چې د لندن په وخت د شنه سهار پنځه‌نیمې بجې پیلېږي چې د کابل د سهار شاوخوا لس بجې کېږي.

سږنی جام وار د مخه له ځينو ناندریزو مسئلو سره هم مخ شوی دی؛ لکه ترې د بنګله‌دېش پرېکون، د هند او پاکستان ترمنځ بیا جنجال او د سکاټلنډ لوبډلې ورزیاتېدل.

خو تر دې کیسو هاخوا راځئ وګورو چې افغانستان له کومو لوبډلو سره په ډله یا ګروپ کې دی او د سږني نړیوال جام په لومړي پړاو کې له چا او چا سره سیالۍ لري:

ګروپي سیالۍ

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام ګډونوالې لوبډلې پر څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي او په هر ګروپ کې پنځه لوبډلې دي.

  • اې ګروپ: هند، نیمیبیا، هالنډ (نېدرلنډز)، پاکستان او امریکا
  • بي ګروپ: اسټرالیا، اېیرلنډ، عمان، سري‌لنکا او زېمبابوې
  • سي ګروپ: انګلنډ، ایټالیا، نیپال، سکاټلنډ او وېسټ‌انډيز
  • ډي ګروپ: افغانستان، کاناډا، نیوزيلنډ، جنوبي افریقا او متحده عرب امارات

دا د نړیوال جام ګروپي سیالۍ او لومړی پړاو وي. په دې کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو څلورو لوبډلو سره یوه-یوه سیالي کوي او هره لوبډله پکې ټولې څلور لوبې کوي.

په دې پړاو کې هره لوبډله هڅه کوي چې بل پړاو یعني غوره اته یا (سوپر-۸) ته ځان ورسوي.

د شلو لوبډلو له منځه راوتلې اته غوره لوبډلې بیا په خپل منځ کې سیالۍ سره کوي او درېیم پړاو یا نیمه‌پایلوبو ته د وتلو بخت او د مټو زور سره ازمايي.

د افغانستان لوبې:

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د دغه شل اووریز نړیوال جام په لومړي‌ پړاو یا ګروپي سیالیو کې له نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخامخېږي.

د څلورو لوبو مهالوېش یې په دې ډول دی:

  • افغانستان-نیوزیلنډ (لومړۍ لوبه/چېنۍ، هند)

(یکشنبه، سلواغه ۱۹/فبروري ۸، د کابل په وخت سهار لس بجې/لندن سهار ۵:۳۰)‌

  • افغانستان-جنوبي افریقا (دویمه لوبه/احمد اباد، هند)

(چهارشنبه، سلواغه ۲۲/فبروري ۱۱، د کابل په وخت سهار لس بجې/لندن سهار ۵:۳۰)‌

  • افغانستان-متحده عرب امارات (درېیمه لوبه/نوی ډيلی، هند)

(دوشنبه، سلواغه ۲۷/فبروري ۱۶، د کابل په وخت سهار لس بجې/لندن سهار ۵:۳۰)

  • افغانستان-کاناډا (څلورمه لوبه/چېنۍ، هند)

(پنجشنبه، سلواغه ۳۰/فبروري ۱۹، د کابل په وخت ماښام شپږ بجې/لندن ماسپښين یوه نیمه بجه)‌

که څه هم په دې پړاو کې افغان ملي لوبډله له دوو سختو سیالانو نیوزیلنډ او جنوبي افریقا سره مخ ده خو کاناډا او متحده عرب امارات بیا هغومره سرخوږی ښايي ورته جوړ نه کړي.

خو که په دې پړاو کې افغان لوبډله ښه وځلېږي نو غوره اته یا سوپر-۸ پړاو ته به لار پيدا کړي.

د یادولو ده چې د نړیوال جام لپاره په تمریناتي لوبو کې افغانستان له سکاټلنډ او وېسټ‌انډيز سره سیالۍ لرلې چې دواړه یې وګټلې. سکاټلنډ ته یې په ۶۱ منډو لویه ماته ورکړه او له وېسټ‌انډيز یې هم په ۲۳ رنزونو لوبه وګټله.

خو افغانستان د دې لوبو په لومړي پړاو کې له دغو دواړو لوبډلو سره کومه لوبه نه لري.

د نړیوال جام سږنۍ ملي لوبډله کې څوک څوک دي؟

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د راشد خان په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان شوې ده او ابراهیم ځدراڼ یې مرستیال کېپتان دی.

د دوې تر څنګ په ملي لوبډله کې رحمان الله ګوربز/محمد اسحاق (وېکټ ساتونکي)، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمان، ضیاء‌الرحمن شریفي، فضل‌الحق فاروقي او عبدالله احمدزي ته ځای ورکړل شوی دی.

ضیاءالرحمن شریفي په اصل کې له الله‌محمد غضنفر او اعجاز احمدزي‌ سره په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی و خو چې کله نوین‌الحق د خپلې ښۍ اوږې د "ټپ" له کبله له نړیوال جامه ووت نو دی یې پر ځای په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل شو.‌

افغانستان لومړی ځل په ۲۰۱۰ کې د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام ته لار وکړه او په تېر نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره افغان ملي لوبډله د دې سیالیو نیمه‌پایلوبو ته ورسېده.

هلته له جنوبي افریقا سره مخامخ شوه خو لوبه یې وبایلله.

راشد خان: له افغان لوبډلې اوس د خلکو تمې ډېرې لوړې دي

راشد خان د نړیوال جام ګډونوالو لوبډلمشرانو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې تر ۲۰۱۰ راوروسته د وخت په تېرېدو سره له افغان لوبډلې اوس د خلکو تمې هم لوړې شوې دي.

د ده په وینا، "په لومړیو کې له موږ یوازې دا تمه کېده چې ځينو لوبډلو ته ماته ورکړو. خو چې لوبې مو وګټلې نو بیا یې ویل چې نیمه‌پایلوبو ته باید لار وکړي. تېر کال چې نیمه‌پایلوبو ته ووتلو نو اوس تمه لري چې پای‌لوبې ته ووځو."

افغان لوبډلمشر وايي چې دا هر څه د لوبغاړو په "زحمت" پورې تړلي‌ دي چې په ډګر کې څه ډول لوبه کوي.‌

راشد خان زیاتوي چې افغان لوبډله "له ورځې بلې ته په پیاوړېدو ده" او هڅه به کوي چې ښې لوبې وکړي.

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وویل چې د ځينو افغان لوبغاړو په ګډون د نړېوال جام ګډونوال ګڼ کرېکټ لوبغاړي د هند په غوره لیګ یا (ای‌پي‌اېل) کې د لوبېدو له کبله د هند له وېشتنځيو یا پېچونو سره بلد دي او دا به له هغوی سره په ښې لوبې کولو کې مرسته وکړي.

د یادولو ده چې تېر شل اووریز نړیوال جام هند ګټلی و.

د سږني‌ جام پایلوبه د راروانې مارچ میاشتې پر اتمه نېټه کېدونکې ده نو وکتل شي چې کومې لوبډلې په پایلوبه کې سره مخامخېږي او د ۲۰۲۶ کال د نارینه‌و کرېکټ نړیوال جام څوک پورته کوي.