د عمران خان روغتیا په اړه اندېښنې: ملاتړو یې بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجونو غږ کړی

د لوستلو وخت: 3 دقیقې

پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند پر خپلو غړو او پلویانو د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجونو غږ کړی دی.

پي‌ټي‌ای پر خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو احتجاجونو غوښتنه د عمران خان روغتیا په تړاو د اندېښنو له کبله شوې ده.

۷۳ کلن عمران خان چې په اډیاله زندان کې د بند شپې سبا کوي، په دې وروستیو کې شکایت کړی او ادعا کوي چې له درملنې سره سره یې د ښي سترګې یوازې "۱۵ سلنه" لید پاتې دی.

د پاکستان سترې محکمې د هغه تر دغه شکایت وروسته مرکزي حکومت ته امر کړی، چې تر دوشنبې (فبرورۍ ۱۶مې) پورې د عمران خان سترګې د متخصصو ډاکترانو په وسیله معاینه کړي.

د پي‌ټي‌ای پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې د دغه ګوند غړي‌ او ملاتړي به نن د پلازمېنې اسلام اباد د ګاونډ‌ي ښار راولپنډۍ په فیض اباد کې سره راټول شي.‌

لاهور کې د مال روډ په جي‌پي‌او چوک او کراچۍ کې ماښام مهال د ګلستان جوهر ملینیم مال کې د راټولېدو ویل شوي دي.

د پاکستان د وکیلانو ټولنې هم د عمران د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې.

د دې ټولنې لخوا خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، د عمران خان ناروغي "د حکومت، په ځانګړې توګه د زندان د مشر د ناغېړۍ له کبله ده، چې له اړوندو چارواکو یا د پخواني لومړي وزیر له کورنۍ سره یې [په دې تړاو] خبرې نه دي کړې."

په خیبرپښتونخوا کې بیا، چې د عمران خان ګوند پکې واکمن دی، وار له مخه دوو سیمو کې احتجاجي جلسې پیل شوې دي.‌

دغه ایالت لپاره د پي‌ټي‌ای مرستیال مشر اکرام کهتانه بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دغه احتجاجونو صوابۍ کې پر موټروې ایم‌یو او ډېره اسماعیل کې بهکر پله ته نږدې د خیبرپښتونخوا او پنجاب پر نښلونکي سړک روان دی.‌

هغه زیاته کړې چې پر هزاره موټروې هم خلک د احتجاج پیلولو ته تیاری نیسي.

له دغو احتجاجونو سره هممهاله د خیبرپښتونخوا مشر وزیر سهیل اپريدي ویلي، چې ده ته "عمران خان تر سیاست لوړ دی" او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د نوموړي پر روغتیا سیاست وکړي.

سهیل اپریدي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، عمران خان "معمولي" شخص نه دی.

"د هغه پر روغتیا ملنډې وهل شوې، چې د بخښلو نه دي. دمګړۍ، د هغه غوره درملنه زموږ لومړیتوب دی. تر هغې چې د عمران درملنه نه وي شوې، څوک دې هېڅکله دا فکر نه کوي، چې زه به ارام کښېنم."

د یادونې ده چې عمران خان سره د هغه ښځه بشرا بي‌بي‌ هم زنداني ده.

د عمران خان کورنۍ او د ګوند غړي ادعا کوي، چې هغه او ښځه یې په زندان کې په ډېرو سختو شرایطو کې ساتل کېږي.

دوی دواړو ته د تېر ډسمبر وروستیو کې د یوې محکمې لخوا د دولتي‌ ډالیو (توشه‌خانې) دویمه قضیه کې د ۱۷-۱۷ کاله زندان نوره سزا واورول شوه.

د پاکستان په څو ښارونو کې تېره ورځ هم د پخواني لومړي وزیر په ملاتړ ځینې کوچنۍ غونډې شوې وې.

د تحریک انصاف ګوند د ښځو له څانګې سرینا خان پرون کراچۍ ښار کې د احتجاجي غونډې په څنډه کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، د درملنې ردول او زنداني مشر لپاره د رضایت ناسمه فورمه، د حکومت لخوا رامنځته شوې خطرناکې بېلګې دي.