د افغانستان او پاکستان اوربند: "نورستان او کونړ کې د توپ ګولۍ لګېدلې"

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړو له لارې د اوربند له ټینګېدو یوه ورځ وروسته دافغانستان په ختیځ کې د راپورونو له مخې د توپ ګولۍ لګېدلې دي. د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د دې پړه پر پاکستان اچوي، خو اسلام‌اباد دا خبره رد کړې ده. په عمومي ډول د دواړو هېوادو ترمنځ اوربند دوام لري.

د نورستان ځايي چارواکي وايي، د اختر په لومړۍ ورځ یعنې پنجشنبه "پاکستاني لوري په کامدېش ولسوالۍ کې پر ملکیانو ډزې کړي او دوه کسان یې وژلي دي."

د طالبانو د حکومت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هم پاکستان له اوربند نه پر سرغړونې تورن کړی دی. ده په یوې اعلامیه کې ویلي دي، "د افغانستان ځواکونه تراوسه اوربند ته ژمن دی، خو که نور بریدونه وشي دوی به ورته ځواب ورکوي"

د نورستان د اطلاعاتو امر فضل حق حقیار بي‌بي‌سي سره خبرو کې ادعا وکړه چې "د کامدېش ولسوالۍ په باغچې سیمه کې پر یو ملکي موټر د پاکستاني پوځیانو ډزو کې یوه مېرمن او د هغه زوی وژلي دي."

ښاغلی خالقیار زیاتوي،‌ د هغوی مړي تر نن ناوخته په سیمه کې پاتې وو، ځکه چې "که چا یې د راوړلو هڅه کوله نو پاکستانی لورې پرې ډزې کولې."‌

ځايي سرچینو همداراز ویلي، دا مېرمن د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د یوه روغتیايي مرکز کارکوونکې وه او د اختر د رخصتیو پر مهال له خپلې کورنۍ سره د کنړ پر لور روانه وه چې موټر یې په نښه شو.

په دې برید کې د هغې مېړه، یو زوی او موټرچلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د وژل شوې مېرمنې ورور وحدت الله بي‌بي‌سي ته وویل، "موټر لېګدلی او سیند ته غورځېدلی او زما خور او زوی یې اوبو وړي او د کرښې هاغاړې پښتنو مېرمنو زما د خور او زوی مړي له اوبو پورته کړي دي."

ښاغلی وحدت الله وايي، دوی د پېښې له همغه وخته د جسدونو راوړلو لپاره قومي جرګې ورلېږلې خو په خبره یې پاکستاني لورې ورته پلمې کولې.

وايي، نن ناوخته یې جسدونه ترلاسه کړي دي.

اخوا په ګاونډ کونړ ولایت کې داطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین غر هم ادعا لري ، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د دې ولایت ناړۍ ولسوالۍ پر څو کلیو د توپ ګولۍ ویشتل شوي دي. خو پاکستان حکومت له اوربنده د سرغړونې راپورونه رد کړي دي.

دا اوربند د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب د اختر په مناسبت شوی او له دواړو لوریو یې اوربند ته د درناوي هیله کړې.