د کرېکټ نړیوال جام: هند په اسانه د ۶۱ منډو په لوی توپیر پاکستان ته ماته ورکړه

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې هند یو ځل بیا په یوه اړخیزه سیالۍ کې د ۶۱ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه چې ورسره هندوستان د نړیوال جام بل پړاو ( اتو غوره لوبډلو) ته لار ومونده.

دا لوبه چې د پاکستان له خوا د پرېکون وروسته د شریلانکا په کولمبو کې وشوه هند پاکستان ته د ۱۷۶ منډو هدف ټاکلی و چې په تر لاسه کولو کې یې پاکستانۍ لوبډله له پیله له ستونزو سره مخ وه تر دې چې ټوله لوبډله ېې یوازې د ۱۱۴ منډو جوړولو وروسته په ۱۸م اوور کې وسوځېده.

پاکستان په دومره د لوی توپیر ماتې سره د جدول له دویم مقام نه دریمې درجې ته ولوېده او دویم ځای امریکا ونیو.

دا په نړیوالو سترو سیالیو کې د هند خلاف د پاکستان څوارلسمه ماته ده. د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې د پاکستان او هند تر منځ ټولټال ۱۷ شل اوریزې سیالۍ شوې چې له ډلې یې د نننۍ سیالۍ سره ۱۴هند او یوازې درې پاکستان ګټلي دي. دې ته په کتو د هند کرېکټ لوبډلمشر د تېر اسیایي جام لوبو پر مهال ویلي و چې "پاکستان نور د هند سیال نه دی" ځکه د ده په ټکو ډیرۍ لوبې هندوستان ګټلې او یوه اړخیزه لوبې سیاله سیالي نه شي بلل کیدی.

د یکشنبې ورځې دغې لوبه کې چې ډېرو یې انتظار کاوه او ټولې چوکۍ له نندارچیانو ډکې وې پاکستاني لوبغاړو تر منځ له پیله داسې کومه ملګرتیا نه وه چې د لوبې د ګټلو هیلې د سیالۍ تر پایه ورسره ژوندۍ وي او یا دې لوبه ډېره په زړه پورې کړي.

له دې مخکې د لوبې پيل پر مهال د دغې سیالۍ پچه پاکستاني لوبډلمشر سلمان اغا وګټله خو لومړی یې هند ته د توپوهنې وار ورکړ.

د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اووه لوبغاړو په اوټېدو ۱۷۵ منډې وکړې او له دې سره یې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه. د کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو پر بنسټ دا د هند او پاکستان تر منځ د ترسره شویو سیالیو تر ټولو ستر هدف و.

په داسې حال کې چې پاکستاني لوبغاړي د دغې ستر هدف پوره کولو په هڅه لوبغالي ته ښکته شول، سیال یې هند د پاکستان د پلان خلاف خپل لومړي اورونه په چټکو بالرانو وکړل او په ټوله کې یې لوبډلې ته ډېر ښه پیل ورکړ.

په دغې لوبه کې د پاکستان یوازې څلورو لوبغاړو لس یا له لسو ډېرې منډې وکړې او درې لوبغاړي یې په صفر اوټ شول.

د پیل دوه اورونه چې د پاکستان درې لوبغاړي پکې اوټ شول

پاکستان د ۱۷۶ منډو هدف پوره کېدو په لړ کې خپلې لومړۍ وېکټې ډېر ژر وبایللې چې ورسره دغه هدف ته رسېدل ورته خورا ستونزمن شول.

د پاکستان د پیل توپ وهونکی صاحبزاده فرهان له کومې منډې جوړولو پرته د پانډیا پر بال په لومړي اوور کې په صفر وسوځید، ورپسې په بل اوور کې یې پياوړی لوبغاړی صائم ایوب د بومرا پر بال اوټ شو چې له دې سره دوی دواړو لوبډلې ته هغسې پيل چې یې اړتیا وه ورنشو کړای. صايم ایوب شپږ منډې وکړې.

ورپسې د بومرا د همدې اوور په ورستي توپ پاکستانۍ لوبډلمشر سلمان آغا هم له کوم ډېر مقاومت پرته له څلورو منډو جوړولو وروسته وسوځېد چې له سر په سر دغو وېکټو سره په ښکاره د پاکستان لوبډله تر لا فشار لاندې راغله.

د هند له خوا د پیل څلور اورونه چټکو او پیاوړو بالرانو وکړل خو پنځم اوور ته یې ورو بالر اکسار پټېل غوره کړ هغه هم پیل په وېکټه وکړ او مشهور لوبغاړی بابر اعظم یې له ۵ منډو جوړولو وروسته اوټ کړ.

له دغو سر په سر وېکټو وروسته د پاکستان عثمان خان خورا ارزښتناکه ۴۴ منډې جوړې کړې خو دې حالت دوام ونه کړ. نومړی د لوبې په یوولسم اوور کې چې اکسار پټېل کاوه د هغه په یوه بال پسې ووت او کېپر سټمپ اوټ کړ.

هغه مهال چې د پاکستان ټولې منډې ۷۸ وې د پاکستان اووم لوبغاړی شاداب خان هم کېچ اوټ شو چې ورسره د پاکستان د بري هیلې او له تلوسې ډکې یوې لوبې هیلې نورې هم ختمې شوې. بله وېکټه تر ۹۷ منډو ودرېده خو هغه مهال چې د پاکستان ټولې منډې ۹۷ ته رسیدلې وې د پاکستان دوه لوبغاړي سر په سر اوټ شول.

د پاکستان له خوا تر ټولو ډېرې منډې ۴۴ وې چې عثمان خان وکړې، ورپسې د شاهین شاه اپریدي ۲۳ منډې تر ټولو لوړې هغه وې.

له دغې ماتې وروسته چې ورسره د ډېرو مینه والو زړونه هم مات شوې د پاکستان په لوبډله کې په ځینو لوبغاړو نېوکو ته مخه کړې.

د پاکستان ځینې پخوانيو لوبغاړو هم د لوبډلې په ترکیب نېوکې کړې، د دوی له منځه یې پخواني لوبډلمشر محمد یوسف په خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي " د شاداب، شاهین او بابر وخت نور پای ته رسیدلی، پاکستان د شل اوریزو سیالیو نويو وړتیا ته اړتیا لري."

هغه د نیوکې پر بڼه ویلي چې پاکستان یوازې د کمزورو لوبډلو پر وړاندې د بریاوو پر ځای پیاوړي لوبډلې ته اړتیا لري.

پاکستان هغه لوبډله چې نړیوال جام سیالیو کې یې شپږ ورو بالران ولوبول

پاکستان چې له ټاس ګټلو وروسته یې لومړۍ د توپ اچوونې پرېکړه وکړه په حیرانونکي ډول لوبډلمشر سلمان اغا خپله لومړي اوور ته راغی او په خپل لومړي اوور کې یې د هند تکړه لوبغاړی ابېشک شرما اوټ کړ. له دې سره د هغه دا پرېکړه او پیل ډېر وستایل شو که څه هم وروسته هندۍ لوبډلې د پاکستان ټول بالران ونګول او د سترو منډو هدف یې وټاکه.

په لومړي اوور کې هند د یوه لوبغاړي په زیان یوازې یوه منډه جوړه کړه خو وروسته یې چټکه لوبه پیل کړه او په دوه اورونو کې یې ۲۴ منډې وکړې.

د هند د پیل دا لوبغاړی د امریکا سره په لوبه کې هم له کومې منډې جوړولو پرته سوځیدلی و خو دلته د پاکستان د دغې پیل وروسته ډېرو ته نن د یوې په زړه پورې سیالۍ هیلې هم ورکړې.

د پاکستان د لومړۍ توپ اچوونې پرېکړه هم ښايي له دې کبله وه چې نن یې په لوبه کې په کسماري ډول شپږ ورو بالران اخېستي.

د پاکستان په ننۍ لوبډله کې یوازېنۍ چټک بالر شاهین شاه اپریدي و، هغه ته د لوبې یوازې دوه اورونه ورکړل شول او پاتې ۱۸ ټول اورونه ورو بالرانو وکړل، له دې سره پاکستانۍ لوبډله یوازېنۍ هغه لوبډله بلل شوې چې د نړیوال جام په کومه لوبه کې شپږ ورو بالران لوبوي.

شاهین شاه اپریدي د لوبې دویم او بیا وروستۍ شلم اوور وکړ یوازې یو لوبغاړی یې اوټ کړ او ۳۱ منډې پرې وشوې.

د پاکستان اووه لوبغاړو توپ اچوونه وکړه چې ډېر بریالی یې صایم ایوب و.

دا لوبه د سرېلانکا په کولمبو لوبغالي کې وه او د هغه هېواد کرېکټ بورډ په وینا ټول ټکټونه یې پلورل شوي وو او لوبغالی په بشپړ ډول له نندارچیانو ډک و. کولمبو کې د خبریالان په وینا، په ډېرو هوټلونو او مېلمستونونو کې د پاتې کېدو ځای نه موندل کېده او دا چې د دغه لوبې نندارې ته له بېلابېلو هېوادونو مینه وال ورغلي وو.

د هند او پاکستان تر منځ دا لوبه د پاکستان له خوا یو ځلې له پرېکون وروسته کېده او له همدې کبله یې لا ډېر نړیوال پام خپل کړی و.

پاکستان اونۍ مخکې اعلان وکړ چې د کرېکټ نړیوالې شورا سره له بریالیو خبرو او د سرېلانکا او بنګله دېش په ګډه غوښتنه د لوبې د نه کولو له پرېکړې په شاه کېږي او د فبرورۍ پر ۱۵مه به له هند سره پلان شوې لوبه کوي.

د چا تله درنه وه؟

هندوستان او پاکستان د نړیوال جام په اې ګروپ کې دي، دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ دواړه لوبې ګټلې وې او له ۴ امتیازونو سره هند په خپل ګروپ کې په لومړي او پاکستان په دویم مقام و. نننۍ لوبه چې هندوستان وګټله له شپږو امتیازونو سره د اتو غوره لوبډلو بل پړاو ته یې هم لاره پرانېسته.

په دې لوبه کې له لومړي اوور وروسته د هند داسې بریدګره لوبه له پیله ستایل کېده او پر کرېکټ تبصره کوونکو ویل چې پاکستاني لوبغاړي په بالېنګ او توپوهنه دواړو کې له فشار سره مخ وو.

هندي لوبډلمشر بیا له لاس ورکولو ډډه وکړه

د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي کړکېچونو له دوام سره د دغو دوه هېوادونو سیالۍ اوس لا جدي شوي تر دې چې په کې لوبغاړي له یوه بل سره خبرې او روغبړ هم نه کوي.

دا چاره په تېر اسیايي جام کې لومړۍ هندي لوبغاړو پیل کړه، پاکستان دا چاره د لوبې د روحیې خلاف وبلله. ځينو رپوټونو کې راغلي چې د ننۍ لوبې کولو لپاره د پاکستاني لوري یو شرط او ټينګار دا هم و چې لوبغاړي به د لوبې له روحیې سره سم له یوه بل سره لاسونه ورکوي که څه هم په خپلواکه بڼه کرېکټ بورډونو دا خبره نه ده تایید کړې.

د هند له لوبډلمشر سوریا کمار یادیو د لوبې په اړه د خبري غونډې پر مهال همدا پوښتنه وشوه چې ایا دا ځل به لوبغاړي روغبړ سره کوي که نه ؟ هغه ورته په هو او نه کې ځواب ورنه کړ او ویی ویل چې د لوبې پر مهال به دا روښانه شي.

خو هغه لکه په نورو لوبو کې د معمول خلاف نه په سر او نه یې هم د لوبو په پای کې پاکستاني لوبغاړو ته لاس ورکړ.