تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کعبې پوښ: د اسلام له تر ټولو سپیڅلي ځایه د 'کسوه' ټوټې جیفري اېپسټن ته استولو رسوايي
- Author, ګریس ټسوي او فیروز حسني
- دنده, بی بی سی
- د لوستلو وخت: 9 دقیقې
د نړۍ په لراوبر کې مسلمانان د هغو اسنادو په هکله غوسه څرګندوي چې پکې ښکاري د اسلام تر ټولو سپېڅلي ځای، کعبه، د پوښلو لپاره کارېدونکي ټوکر څو ټوټې جیفری اېپسټین ته استول شوې وې، چې د جنسي جرمونو په سزا محکوم شوی و.
د جنورۍ پر ۳۰مه د امریکا د عدلیې وزارت له خوا خپرو شویو اسنادو کې چې د اېپسټین د دوسیې یوه برخه دي، د ۲۰۱۷ کال داسې برېښنالیکونه شامل دي چې پکې د کعبې د پوښ، چې ''کسوه'' بلل کېږي، د درېیو ټوټو د لېږد یادونه شوې ده. دغه ټوټې له سعودي عرب نه د کارابین په سیمه کې د اېپسټین کور ته استول شوې وې.
یوه اېکس کاروونکي لیکلي: ''یوه شېبه فکر وکړئ چې د نړۍ د تر ټولو سپېڅلي ځای یوه برخه تر ټولو ناپاک ځای ته واستول شوه.''
د ۲۰۱۴ کال په یوه انځور کې لیدل کېږي چې اېپسټین له بل کس سره پر ځمکه ایښودل شوې د ټوکر یوه ټوټه ګوري، چې د کعبې د دروازې د پوښ ''کسوه'' له ډېر سينګار شوې برخې سره ورته والی لري.
یو بل اېکس کاروونکي لیکلي: ''زما زړه ټوټې ټوټې شو چې کله مې ولیدل کسوه د غالۍ په څېر پر فرش ویړه شوې وه.''
خو داسې ښکاري چې دغه انځور له هغو اسنادو سره تړاو نه لري چې پکې ویل شوي د کسوه ټوټې په ۲۰۱۷ کال کې اېپسټین ته استول شوې وې.
دغه راز دا هم څرګنده نه ده چې په انځور کې ښکاره کېدونکی ټوکر رښتیا هم د اصلي ''کسوه'' برخه ده که نه.
جومات
د کعبې پوښ یا غلاف له تور ورېښمو جوړېږي او پر هغه د سرو او سپینو زرو تارونو په وسیله قراني ایتونه لیکل کېږي.
د مکې المکرمې د مسجد الحرام په منځ کې د موقعیت لرونکې کعبې څلور دېوالونه په ''کسوه'' پوښل کېږي.
هر کال سلګونه زره حاجیان او عمره کوونکي دې ته لاس وروړي، او د نوي اسلامي کال په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې دغه پوښ بدلېږي.
د امریکا د عدلیې وزارت د ارشیف له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د جیفری اېپسټین د کارکوونکو او د 'عزیز الاحمدي' په نوم د یوه کس ترمنځ برېښنالیکونه تبادله شوي وو، چې پکې اېپسټین ته د 'کسوه' د درېیو ټوټو لېږلو چاره تنظیم شوې وه: یوه شنه ټوټه چې ویل شوي د کعبې دننه کارېدونکی ټوکر دی، یوه توره ټوټه چې د بهرني غلاف برخه وه، او له هماغه موادو جوړه شوې یوه ګنډل شوې ټوټه چې کارول شوې نه وه.
د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټې یوه برېښنالیک ښيي چې د 'احمدي' په نوم د یوه کس مرستیال د اېپسټین کارکوونکو ته ویلي وو چې دوی به 'د جومات لپاره د کعبې ځینې ټوټې' واستوي.
خو دا روښانه نه ده چې ایا دلته له 'جومات' څخه د اېپسټین د ملکیت کوم ځانګړي ځای ته اشاره کېدله که نه.
تر اوسه چې د جیفری اېپسټین د دوسیو کوم اسناد څېړل شوي، په هغو کې په ټاپو کې د کوم جومات یادونه نه ده شوې. خو د امریکا د عدلیې وزارت پر وېبپاڼه شته اسنادو کې د یوې کوچنۍ ودانۍ یادونه شوې چې 'معبد' بلل شوې ده.
دا روښانه نه ده چې د برېښنالیکونو په تبادله کې له دې څخه هدف څه و.
دغه 'معبد' د لیټل سېنټ جیمز پر ټاپو موقعیت لري. دا د ټاپو په سويلي برخه کې له زرین ګنبد سره یوه کوچنۍ ودانۍ ده.
دا هم باید روښانه شي چې په سند کې د کوم 'جومات' یادونه شوې، هغه د مسجد الحرام جومات نه دی، هغه ځای چې کعبه پکې موقعیت لري.
له اسنادو څرګندېږي چې دغه کارګو د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر ۴مه د اېپسټین د پام بیچ کور ته ورسېد، او وروسته د امریکا ورجن ټاپوګانو کې سنټ توماس ته ولېږدول شو. دا ځای د اېپسټین شخصي ټاپو لیټل سنټ جیمز ته نږدې دی، چې ګڼو قربانیانو ادعا کړې وه هلته قاچاق شوي او جنسي ځورول شوې دي.
د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر ۱۴مه نېټه د امریکا د ګمرک په یوه فورمه کې دغه توکي 'انځورونه، رسمونه او پېسټلونه' بلل شوي وو.
د مارچ ۲۱مې یوه برېښنالیک کې 'د اېپسټین کور' ته د کسوه د ټوټو د رسېدو پخلی شوی و.
وروسته د 'احمدي' له لوري په استول شوې برېښنالیک کې اېپسټین ته ویل شوي وو چې دغه توره ټوټه ''د سني، شیعه او نورو فرقو لږ تر لږه لس میلیونه مسلمانانو لمس کړې ده.''
په برېښنالیک کې زیاته شوې وه: ''هغوی د کعبې شاوخوا اووه ځله ګرځي، بیا هر څوک هڅه کوي چې هغه لمس کړي او پر دې ټوټه خپلې دعاوې، هیلې، اوښکې او امیدونه ږدي.''
خو دا لا هم روښانه نه ده چې اېپسټین دغه د ''کسوه'' ټوټې د ډالۍ په توګه ترلاسه کړې وې که نه، او یا دا چې ایا دا ټوټې رښتیا هم اصلي وې که څنګه.
خو د امریکا د عدلیې وزارت د ریکارډونو له مخې دا لومړی ځل نه و چې جیفری اېپسټین ته له سعودي عربه کوم توکي استول شوي وي.
د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۷مه د برېښنالیکونو په یوه تبادله کې یو کس چې د 'احمدي' مرستیال بلل شوی، په ظاهره 'د جومات د دننيو انځورونو غوښتنه کوي' چې 'د جومات دننه د کوم شي' د چمتو کولو کار پیل شي.
له دې وړاندې، په همدې برېښنالیکي لړۍ کې د اېپسټین یوه مرستیال د هغه کور ته د 'خېمو او نورو کورنیو توکو' د رسېدو پخلی کړی و.
د امریکا د عدلیې وزارت په اسنادو کې یوه سند کې یوه دودیزه عربي خېمه چې له وړیو اوبدل شوې او نور توکي لکه غالۍ، د قهوې لوښي، پیالې او ټوکرۍ ښودل شوي دي. خو دا نه ده روښانه شوې چې ایا دغه توکي په همدې لېږد کې اېپسټین ته رسېدلي وو که نه.
دواړو ځلونو کې دا توکي وروسته له هغه ورسېدل چې اېپسټین په ۲۰۰۸ کال کې د جنسي مجرم په توګه محکوم شوی و. هغه د فحشا د غوښتنې په دوو تورونو اعتراف کړی و، چې پکې یو نابالغ کس هم شامل و.
'احمدي' د دې موضوع په اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. باید وویل شي چې په سند کې د چا د نوم شتوالی دا معنا نه لري چې هغه کس په کوم ناسم کار کې ښکېل و.
'سپیڅلی نه، خو د درناوي وړ'
د کعبې د پوښ 'کسوه' د جوړولو پر کعبه د هغه د هوارولو، هر کال د بدلون او د پخواني پوښ د کارونې ټولې چارې د سعودي چارواکو تر کنټرول لاندې دي. خو د پخواني کسوه د وېش په اړه کوم څرګند قانون نه شته.
بي بي سي د لا زیاتو معلوماتو لپاره له سعودي چارواکو سره اړیکه ونیوله، خو د دې لیکنې تر خپرېدو پورې یې ځواب نه و ترلاسه کړی.
د حج او عمرې چارو لیکوال احمد الحلابي بي بي سي ته وویل: ''هغه برخې چې د سرو او سپینو زرو لیکنې لري او ډېری وخت یې 'بیلټ' او 'سمادي' بولي، یوازې د سعودي شاهي دربار چارواکي کولای شي د ډالۍ په توګه یې ورکړي.''
هغه زیاته کړه: ''دا برخې معمولاً د مسلمانو هېوادونو مشرانو او حکومتي چارواکو ته ورکول کېږي.''
الحلابي وویل: ''پاتې تور ټوکر معمولاً په بېلابېلو ټوټو وېشل کېږي او ټیټ پوړو چارواکو ته ورکول کېږي.''
د لندن په اېس او اېس اې اېس پوهنتون کې د اسلامي هنر تاریخپوه ډاکټر سایمن او مېارا وایي چې کسوه ''له دیني پلوه سپېڅلي'' نه ګڼل کېږي، خو په اسلامي نړۍ کې ورته ډېر درناوی کېږي.
د هغه په وینا: ''دا د کعبې ودانۍ ته لکه د پاچا د لباس په څېر دی.''
هغه زیاتوي: ''کله چې کسوه له کعبې څخه ښکته شي، سپکاوی یې نه شي کېدای. تاسو پرې پښه نه شئ اېښودلای.''
بل لور ته، الحلابي د امریکا د عدلیې وزارت له خوا خپرو شویو لیکنو کې د یادو شوو ټوټو د اصالت په اړه هم پوښتنې راپورته کوي. هغه دا هم وایي چې غیرمسلمانانو ته د کسوه د ډالۍ کولو اجازه نه ورکول کېږي.
سعودي تړاو
د امریکا د عدلیې وزارت د اسنادو له مخې، په ۲۰۱۶ او د ۲۰۱۹ کال په لومړیو میاشتو کې د جیفری اېپسټین او 'احمدي' ترمنځ پر بېلابېلو موضوعاتو ګڼ برېښنالیکونه تبادله شوي دي.
په ځینو برېښنالیکونو کې اېپسټین ته 'باس' یا 'ماسټر' ویل شوي، او اسناد ښيي چې دواړو په نیویارک او پاریس کې په بېلابېلو ځایونو کې سره لیدلي وو.
د عدلیې وزارت خپاره کړي اسناد ښيي چې اېپسټین هڅه کړې وه د احمدي له لارې پر سعودي حکومت اغېز وکړي.
د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د احمدي له نومه یو برېښنالیک ښيي چې ګواکې هغه هڅه کوله د اېپسټین او 'ایچ ای رفعت' په نوم د یوه کس ترمنځ لیدنې ته زمېنه برابره کړي، چې ویل کېږي غوښتل یې د اېپسټین له شرکته 'ګټه' واخلي.
ښايي ایچ اي د "His Excellency" (جلالتمب) لنډیز وي، دا لقب په سعودي عرب کې د لوړپوړو دولتي چارواکو لپاره کارول کېږي.
د خپرو شویو اسنادو له مخې، اېپسټین د ۲۰۱۶ کال په اګست کې 'احمدي' ته په یوه برېښنالیک کې مشوره ورکړې وه چې د سعودي دولتي تېلو شرکت سعودي ارمکو عامه سهمونه (پبلک لېسټنګ) دې نه وړاندې کوي.
وروسته 'احمدي' ویلي ښکاري چې هغه به دا موضوع 'وارزوي' او په ځواب کې یې د 'رفعت الصباغ' برېښنالیک پته هم کاپي کړې ده.
د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د اېپسټین د یوه مرستیال له حسابه په استول شوې برېښنالیک کې ویل شوي چې «عزیزه د ایچ اي رفعت مرستیاله ده.'
په ګڼو برېښنالیکونو کې اېپسټین 'رفعت الصباغ' د 'سعودي ولیعهد سلاکار' په توګه یاد کړی دی.
د سعودي رسمي خبري اژانس لخوا د ۲۰۱۷ کال په یوه اعلامیه کې هغه 'د شاهي ماڼۍ سلاکار' بلل شوی و.
د عدلیې وزارت د اسنادو له مخې، 'صباغ' په نوم یو کس له اېپسټین سره په تکراري ډول لیکلې اړیکې لرلې.
د ۲۰۱۶ کال په یوه لیکلي پیغام کې چې د 'رفعت الصباغ' په نوم له یوه حسابه استول شوی و، اېپسټین ته لیکل شوي: ''زه ستا ملګرتیا خوښوم.''
دغه راز د 'رفعت الصباغ' له نومه په یوه برېښنالیک کې اېپسټین ته د یوه داسې خبر لینک لېږل شوی و، چې پکې ویل شوي وو یوه ۱۷ کلنه روسۍ د ښکلا ملکه ګواکې دوبۍ ته تللې وه چې خپل پېغلتوب وپلوري.
د اسنادو له مخې، اېپسټین په ځواب کې لیکلي وو: ''بالاخره دې ماته یو ارزښتناک څه راولېږل.''
بل لور ته په دې دوسیو کې پخپله د 'احمدي' په اړه معلومات محدود دي. خو د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په یوه برېښنالیک کې د همدې نوم یو کس له اېپسټین نه د خپلې موبایل لوبې شرکت په اړه مشوره غواړي.
د کسوه او په برېښنالیکونو کې د یادو شوو کسانو او اېپسټین ترمنځ د اړیکو په اړه ډېرې پوښتنې شته. په ټوله اسلامي نړۍ کې له سعودي چارواکو څخه د دې موضوع د بشپړې څېړنې غوښتنې زیاتې شوې دي.