د امریکا مرستیال ولسمشر: د ټرمپ او خامنه‌اي مخامخ خبرو نه کولو مذاکرات "پېچلي" کړي

ټرمپ او خامنه‌اي په جلا دوو عکسونو کې ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جې‌ډي وېنس ویلي چې ډونلډ ټرمپ له خپلو نورو سیالانو لکه ولاديمیر پوتین او له شي جین‌پينګ سره مستقیم خبرې کوي خو د ایران په قضیه کې دا کار شونی نه دی.
د لوستلو وخت: 4 دقیقې

د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وېنس ویلي دي چې د ډونلډ ټرمپ او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي ترمنځ د مخامخ خبرو نه کېدو مذاکرات "پېچلي او کمزوري" کړي.

ښاغلي وېنس له امریکايۍ خبریالې او د (سیروس اېکس‌اېم) شبکې له کوربنې مېګن کېلي سره په مرکه کې ویلي چې، "د ایران اصلي پرېکړه کوونکی خامنه‌اي دی" او په وینا یې، د دغه هېواد ولسمشر په تصمیم‌نیونه کې "چندان رول" نه لري.

ښاغلي وېنس زیاته کړې، "داسې برېښي چې [د ایران] د بهرنیو چارو وزیر له خپل مشر [خامنه‌اي] سره خبره کوي، په اصل کې دی [د بهرنیو چارو وزیر] داسې څوک دی چې موږ یې پر مټ له مشر سره په اړیکه کې یو. نو چې تاسې له داسې کس سره مخامخ خبرې نه شئ کولی چې په اصل کې دغه هېواد رهبري کوي، دا ډېره حیرانوونکې ده. دا داسې څه دي چې له کبله یې له داسې یوه هېواد سره ډېپلوماسي بیخي سختوي."

د امریکا دغه مرستیال ولسمشر همداراز ویلي چې ډونلډ ټرمپ له خپلو نورو سیالانو لکه ولاديمیر پوتین او له شي جین‌پينګ سره مستقیم خبرې کوي خو د ایران په قضیه کې دا کار شونی نه دی.

وېنس

د عکس سرچینه، Reuters

ده ویلي چې ډونلډ ټرمپ نه غواړي د عراق د جګړې په څېر وضعیت یو ځل بیا تکرار شي او په وینا یې، د امریکا د اوسني سیاست اصلي تمرکز پر دې دی چې ایران ته باید ځکه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شي چې له امله یې په سیمه کې د اټومي وسلو سیالي پیل نه شي.

ښاغلي وېنس د عراق جګړې ته په اشاره دا هم وویل چې ډونلډ ټرمپ بېلابېل غوراوي له ځانه سره لري او، "لومړی به هڅه وشي چې ستونزه د خبرو او غیر نظامي لارې حل شي خو که دا پایله ور نه کړي نو ښايي پوځي لاره خپله شي. خو زه د هغه له پرېکړې نه یم خبر او که خبر هم وای نو هر چا ته مې نه ویل."

د ایران بهرنیو چارو وزیر: له امریکا سره د جمعې پر ورځ په عمان کې خبرې کېږي

بل لور د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د ایران او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د جمعې پر ورځ د عمان پلازمېنه مسقط کې خبرې کېږي.

ښاغلي عراقچي پر اېکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، ''له متحده ایالتونو سره د جمعې پر ورځ نژدې لس بجې په مسقط کې اتومي (پروګرام) مذاکرات کېږي. له عماني وروڼو د ټولو لازمو ترتیباتو چمتو کولو له کبله منندوی یم.''

عباس عراقچي

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور یوه امریکايي چارواکي هم له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې د جمعې پر ورځ په عمان کې له ایران سره مذاکرات تائید کړي دي.

له دې مخکې د اکسیوس خبري وېبپاڼې د دوو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې واشنګټن د ایران هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې له امریکا سره د خبرو ځای او چوکاټ بدل شي.

اکسیوس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله لیکلي: ''موږ هغوی ته وویل یا همدا، یا هېڅ. هغوی وویل، 'ښه، نو هېڅ.'''

دغه چارواکي ویلي، که چېرې ایرانیان چمتو وي چې بېرته لومړني چوکاټ ته راستانه شي، متحده ایالات چمتو دي چې همدا اوونۍ یا راتلونکې اوونۍ ناسته وکړي.

بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څو شېبې وړاندې وویل چې ایران او امریکا تر دې وړاندې په ترکیه کې د سیمې د ځینو هېوادونو د چارواکو په ګډون د مذاکراتو پر ترسره کېدو سلا شوي وو، خو ایران وروسته د خبرو د ځای او چوکاټ په اړه خپل نظر بدل کړ.

ایراني چارواکو تر اوسه د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

مارکو روبیو: له تهران سره په مذاکراتو کې باید د توغندیو پر پروګرام او له مظاهره‌ کوونکو سره د ایراني حکومت پر چلند هم باید خبرې وشي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه راز وايي، چې واشنګټن له ایران سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو د ده په وینا، د کومې ګټورې پایلې ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې په دې خبرو کې د ایران د اتومي پروګرام تر څنګ د دغه هېواد د توغندیز پروګرام او له مظاهره کوونکو سره د ایراني حکومت د چلن په څېر موضوعات هم وڅېړل شي.

مارکو روبیو

د عکس سرچینه، Reuters

د بي ‌بي‌ سي فارسي څانګې د راپور له مخې، روبیو د رسنیو لخوا له ایران سره د مذاکراتو په اړه د امریکا د دریځ پوښتنې ته په ځواب کې وویل: ''زما په اند که موږ وغواړو له مذاکراتو رښتینې او مانالرونکې پایلې ترلاسه کړو، اړینه ده چې پر ځینو موضوعاتو خبرې وشي؛ لکه د ایران د بالسټیک توغندیو واټن، په سیمه کې د ترهګریزو ډلو لپاره د هغوی ملاتړ او د اتومي پروګرام تر څنګ له خپل ولس سره د هغوی چلن.''

د روبیو په خبره، له ایران سره د خبرو پاموړ پایلو ته ډېر هیله من نه دی. هغه زیاته کړه: ''زه ډاډه نه یم چې موږ به وکولای شو له هغوی سره کوم تړون ته ورسېږو، خو بیا هم هڅه به وکړو او وبه ګورو چې څه کېږي.''

له دې مخکې د امريکا پوځ ويلي و، یو ايرانی ډرون داسې حال کې په غليمانه ډول د دوی يو اې اېس ابراهام لېنکن بېړۍ ته ورنژدې شوی و، چې دا بېړۍ د ايران له سمندرغاړې شاوخوا اته سوه کيلومتره لېرې سمندر کې تېرېده.

دا پرمختيا داسې مهال راځي، چې امريکا لا هم سيمه کې خپل پوځي شتون پياوړی کوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د پوځي عمل ګوتڅنډنه کړې ده.

داسې حال کې چې د ډرون دې پېښې د خبرو د دوام پر شونتيا د شک سيوری غوړولی، ولسمشر ټرمپ تېره شپه وويل، ايران سره خبرې روانې دي... او د ايران پر اتومي مرکزونو يې د امريکا هغو بريدونو يادونه کوله، چې د تېر کال جون کې وشول.