اندونیزیا له ۱۶ کلونو کم‌عمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ او نور انلاین پلټفارمونه بندوي

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

اندونیزیا به په دې سره د هغو هېوادونو ډله کې شامل شی، چې د ځوانانو د انلاین ناوړه ګټه‌اخیستنې مخنیوي لپاره محدودیتونه لګوي.

د دغه هېواد د مخابراتو او ډیجیټلي چارو وزیرې میوتیا حفیظ اعلان وکړ چې له ۱۶کلونو کم‌عمره کسانو حسابونه به په هغو پلټفارمونو کې،‌ چې د خطر کچه یې لوړه ګڼل کېږي، د مارچ له ۲۸مې نېټې غیر فعال شي.

هغې وویل: "دا پرېکړه به په لومړي پړاو کې د یوټیوب، ټېک‌ټاک، فېسبوک، انسټګرام، ترېډز، اېکس، بیګو لایف او روبلوکس په څېر پلټفارمونو کې پلې شي."

نوموړي زیاته کړه، په دې ډول بندیز سره به اندونیزیا لومړنی غیر لوېدیځ هېواد شي چې د عمر له‌مخې ډیجیټلي حریم ته د ماشومانو د لاسرسي محدودولو پالیسي عملي کوي.

دغو پلاټفارمونو په سملاسي‌ ډول د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

حفیظ وویل: "زموږ ماشومان ورځ تر بلې له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ لکه د فحش موادو لیدل، انلاین ځورونه، انټرنېټي درغلۍ او د ټولنیزو رسنیو روږدېدل چې تر ټولو ستره اندېښنه ده."

هغې زیاته کړه: "حکومت ځکه رامخکې شو چې نور نو مور او پلار اړ نه‌شي چې یوازې د الګوریتم پر بنسټ د چلېدونکو لویو پلاټفارمونو پر وړاندې مبارزه وکړي."

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان یونیسف په ۲۰۲۳ کال کې راپور ورکړی و چې په اندونیزیا کې د شوې سروې له‌مخې له ۵۱۰ ماشومانو نږدې نیمو ویلي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې جنسي انځورونه لیدلي دي.

۴۲ کلنې اماندا کسومو چې دوه ماشومان لري او کارکوونکې مور ده، بي‌بي‌سي ته وویل: "په ځانګړي ډول خپل تنکي زوی ته دومره وخت نه لرم چې تل یې وڅارم چې هغه په ډیجیټلي نړۍ کې څه کوي."

هغې زیاته کړه: "د حکومت دا ډول مقررات د مور او پلار اندېښنې کموي. زه باور لرم چې دا پرېکړه به په پای کې د ماشومانو او والدینو دواړو لپاره ګټوره وي."

د هغې ۱۷ کلن زوی مټ جوزف بیا وايي، د بندیز په اړه د دواړو لورو دلایل درک کوي.

هغه وویل: "دا سمه ده چې ماشومان لا هم خپل د سکرین وخت په بشپړه توګه نه‌شي کنټرولولی. خو که حکومت ټول هغه پلټفارمونه چې خطرناک ګڼل کېږي په بشپړ ډول بند کړي، ښايي د دې ستونزې د حل لپاره نرمې او هوښیارې لارې هم وي."

مټ جوزف وايي، د ځوانانو ډېری خویونه له ټولنیزو رسنیو سره تړلې دي. که حکومت غواړي چې هغوی کمې وکاروي، نو باید د ساعتېرۍ بدیلې لارې هم برابرې کړي، لکه په ټلوېزیونونو کې د ښو او په زړه‌پورې پروګرامونو زیاتول یې هم ښه بدیل دی.

هغه وویل: "دا به ښه وي چې داسې تفریح موجوده وي چې رښتیا هم زموږ لپاره جوړه شوې وي، داسې څه چې هم زده‌کړه وي او هم خوښي راکړي."

بل لور ته د اندونیزیا د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي، تر هغه پورې د حکومت د پلان په اړه تبصره نه‌شي کولی چې یې په تفصیل سره نه‌وي څېړلی.

نورول ازمي د پالیسۍ د څېړنې او مدافعې د انسټیټیوټ غړې وايي، که څه هم هغې د مقرراتو وروستۍ مسوده نه‌ده لیدلې، خو د ماشومانو ساتنه یوازې د عمر له محدودیتونو سره نه تړل کېږي. هغې وویل چې اروپايي ټولنې د ماشومانو لپاره د هدف ګرځېدلو اعلانونو خپرول بند هم کړي دي.

هغې وویل: "د ماشومانو د خوندیتوب د مقرراتو بنسټ باید داسې وي چې امنیت د ډیزاین له پیله پکې شامل وي."

ازمي زیاته کړه، د عمر د تاییدولو سیستم د ماشومانو د حساسو شخصي معلوماتو راټولولو ته اړتیا لري، نو ځکه باید ډاډ ترلاسه شي چې د معلوماتو راټولول د سمو اصولو له‌مخې وي.

هغې وویل: "په ډیجیټلي پلاتفارمونو کې د ماشومانو د ساتنې پر مهال باید د معلوماتو د لاسرسي حق او د ماشومانو د بیان ازادي هم له پامه ونه‌غورځول شي. د بشري حقونو له مخې هر ډول محدودیت باید د قانوني‌والي، اړتیا او تناسب پر بنسټ وي."

دا اعلان وروسته له هغې کېږي چې اسټرالیا د تېر کال په ډسمبر کې لومړنی هېواد شو چې ټولنیزو رسنیو ته یې امر وکړ چې له ۱۶کلونو کم‌عمره کاروونکي له خپلو پلټفورمونو منع کړي. دا پالیسي اوس د نړۍ نور حکومتونه هم له نږدې څاري.

ګوت‌نېوونکي د اسټرالیا له حکومته غواړي چې دا بندیز د انلاین لوبېزو وېبپاڼو لکه روبلوکس او ډسکارډ ته هم وغځوي، ځکه دا پلټفورمونه اوس مهال پکې شامل نه‌دي.

ځینې اندېښنې دا هم دي چې د عمر د پېژندنې ټکنالوژۍ ښايي ځینې لویان په تېروتنه بند کړي او کم‌عمره کاروونکي ونه‌شي پېژندلی.

اسپانیا هم له هغو هېوادونو ده چې ویلي یې دي، د اسټرالیا په څېر پالیسي به عملي کړي.

همداراز د دې اوونۍ په پیل کې بریتانیا هم عامه سلا مشوره پیل کړه چې ایا ورته بندیز ولګول شي که نه. په دې بهیر کې له ځوانانو او د هغوی له والدینو او سرپرستانو غوښتل شوي چې د حکومت د وروستۍ پرېکړې تر مخه خپل نظرونه وړاندې کړي.

اندونیزیا تر دې وړاندې هم هڅه کړې چې د انلاین فحش موادو مخه ونیسي. د بېلګې په توګه د مصنوعي ځیرکتیا چټ‌بوټ Grok ته یې لاسرسی بند کړی دی.

همداراز د OnlyFans او Pornhub په څېر نورې وېبپاڼې هم چې فحش محتوا خپروي، په دغه هېواد کې بندې شوې دي.