د بریدونو پر انځورونو بندیز او د پوځ په اجازه راپور ورکول: اسرائیل، ایران او خلیج هېوادونه رسنۍ او انټرنېټ څنګه کنټرولوي؟

د عکس سرچینه، Jaap Arriens/NurPhoto via Getty Images
هغه هېوادونه چې د ایران سره له جګړې نېغ په نېغه اغېزمن شوي، د پوځي عملیاتو او د دښمن د بریدونو په اړه د راپور ورکولو د محدودولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي.
په ایران کې چې له پخوا هم رسنۍ سختې تر کنټرول لاندې وې، اوس انټرنېټ نژدې په بشپړه توګه بند شوی دی. د جګړې اړوند راپور ورکول هم محدود شوي او حکومت خپله هغه کیسه او دریځ جوړوي چې داسې وګڼل شي چې ګواکې عملیات بریالي ترسره کوي.
په اسرائیلو کې تر ټولو د پام وړ او حیرانوونکې خبره دا ده چې د هغو ځایونو انځورونه او ویډیوګانې ډېرې کمې ښکاري چې د ایران او حزب الله توغندي او بېپیلوټه الوتکې پرې لګېږي.
ځینو خلیجي هېوادونو هم خبرداری ورکړی، هغه مالومات خپرول چې د "ملي ګټو" خلاف وي، قانوني پایلې لرلی شي. د دې تر څنګ د داسې قضیو په تړاو د ځینو کسانو د نېولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران
کله چې له ایران سره د اسرائیلو او امریکا ترمنځ جګړه پیل شوه، د بریدونو د لومړنیو راپورونو له خپرېدو سره سم انټرنېټ ته لاسرسی نژدې په بشپړه توګه بند کړی شو.
ټولو کورنیو رسنیو او دولتي وېبپاڼو ته هم لاسرسی نه کېده. تر دې مخکې هم د جنورۍ په میاشت کې، کله چې مظاهرې وځپل شوې، انټرنېټ نژدې درې اوونۍ بند و.
د ایران حکومت عموماً د انټرنېټ بندول د امنیت د ساتلو لپاره یو بیړنی اقدام بولي، خو داسې ښکاري چې د دې کار تر شا نور هدفونه هم شته.
په دې کې د سایبري بریدونو مخنیوی، د ډیجیټلي زیربناوو ساتنه، د رسمي روایت یا بیانیې کنټرول او د ناامنۍ مخنیوی شامل دي.
ایراني چارواکي په لویه کچه انټرنېټ د "جګړې ډګر" بولي. دوی بهرمېشت ایرانیان، بهرني حکومتونه او د اپوزیسیون ډلې تورنوي چې د حکومت د کمزوري کولو لپاره یوه خوله شوې او انلاین کمپاینونه کوي.
ډېرو ایرانیانو لپاره انټرنېټ د بهرنیو رسنیو یا خپلواکو شننو ته د لاسرسي له محدودو لارو یوه وه. انټرنېټ ته د لاسرسي محدودول د دې لپاره کېږي چې هغه انځورونه او تبصرې چې د حکومت له رسمي بیان سره په ټکر کې وي، مخه یې ونیول شي.
د ایران حکومت خلکو ته خبرداری ورکړی چې د بریدونو انځورونه او ویډیوګانې دې بهرنیو رسنیو ته نه استوي، خو که داسې وکړي نو د قانون منګولې به یې ترګریوانونو ورورسېږي.
د بېپولې خبریالانو ټولنې د ځايي خبریالانو له قوله ویلي، د علی خامنهيي له وژل کېدو وروسته پر خبریالانو بندیزونه لاپسې زیات شوي دي.
د دې ټولنې په وینا، خپلواک خبریالان د بریدونو ځایونو ته نه ورپرېښودل کېږي او انټرنېټ ته لاسرسی عموماً هغو خبریالانو پورې محدود دی چې حکومت ته نږدې بلل کېږي.
اسرائیل
اسرائیل د جګړې پر مهال د معلوماتو د کنټرول لپاره څو پوړیز سیستم کاروي. په دې کې پوځي سانسور، قانوني محدودیتونه او د کورنیو او بهرنیو خبریالانو لاسرسی محدودول شامل دي.
ټولو ساحوي خبریالانو ته لازمه ده چې د ملي امنیت اړوند خپل راپورونه د بیاکتنې لپاره پوځ ته واستوي. ان په کورنیو رسنیو کې د پوځ د تلفاتو راپورونه هم کله ناکله له ځنډ وروسته خپرېږي.
تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې د ایراني توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د ځایونو انځورونه او ویډیوګانې ډېرې کمې ښکاري. همدارنګه د حساسو پوځي تاسیساتو د انځورونو یا ویډیوګانو خپرول هم منع دي.
تېر کال اسرائیلو پر بهرنیو خبریالانو پراخ نوي مقررات ولګول. د دغو مقرراتو له مخې نړیوال خبریالان باید له جګړهییزو سیمو د راپور ورکولو لپاره د پوځ لیکلې اجازه واخلي.
د ۲۰۲۵ کال په جون کې د اسرائیل او ایران ترمنځ د ۱۲ورځنۍ جګړې پر مهال فلسطیني، اسرائیلي او بهرنیو خبریالانو شکایت وکړ، دوی ویل، پولیسو څه چې ان ځینو ملکي خلکو هم د رسنیو په کار کې لاسوهنه کړې ده.
په جګړهییزو سیمو لکه غزه کې بهرنیو خبریالانو ته د خپلواک کار اجازې نه ورکولو له امله اسرائیلي چارواکي څو ځلې تر نیوکو لاندې راغلي دي. پوځ چې کله خبریالان د لیدنې لپاره بیایي هم، نو په دې سفرونو کې د سیمې د رښتیني حالاتو بشپړ درک کول اسانه نهوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خلیج هېوادونه
د خلیج هېوادونه (سعودي عربستان، امارات، قطر، کویت، بحرین، عمان او ایران)، د ایراني ډرونونو او توغندیزو بریدونو له ګواښ سره مخ دي. په دغو هېوادونو کې د رسنیو راپورونه او د ټولنیزو شبکو پوسټونه د سختو مقرراتو لاندې دي. په دې کې هغه انځورونه او ویډیوګانې خپرول هم په "بشپړه توګه" منع دي چې ښيي کوم ځایونه د ایراني بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
د متحده عرب اماراتو لوی څارنوال حماد سیف الشمسی د مارچ په شپږمه خبرداری ورکړی و چې د اماراتو پر ضد د ایراني بریدونو اړوند انځورونه او ویډیوګانې دې نه خپرېږي.
هغه همداراز د مصنوعي څیرکتیا پر هغو انځورونو یا موادو خپرولو هم بندیز لګولی چې د خلکو ترمنځ وېره او ګډوډي خپرولی شي.
د خبریالانو د ساتنې نړیوالې ټولنې په وینا، متحده عرب اماراتو د اېکس ټولنیزې شبکې یو شمېر حسابونو ته هم په دې هېواد ته کې لاسرسی نهشته، له دغو حسابونو یو هم العربیه رسنیزه شبکه ده.
د قطر د کورنیو چارو وزارت د مارچ په نهمه اعلان وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو له ۳۰۰ ډېر کسان یې د "ګمراه کوونکو معلوماتو د تصویر یا ویډیو اخېستلو او خپرولو" په تور نیولي دي.
وزارت خلکو ته دا خبرداری ورکړی چې د جګړې په اړه "اوازو" خپرونکو ته هم سزا ورکولی شي.
په کویت کې چارواکو درې کسان د "جعلي خبرونو د خپرولو" په تور نیولي دي. دا تور ظاهراً د هغې ویډیو له خپرولو سره تړاو لري چې پکې ادعا کېږي د هېواد "سپکاوی" شوی دی.
د کویت د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هغه مواد خپرول چې "د دولت ګټو ته زیان ورسوي" جرم ګڼل کېږي.
همداراز د بحرین چارواکو هم اعلان کړی چې پر ټولنیزو شبکو د "مهمو مرکزونو او تاسیساتو" انځورونه خپرول، هغه انځورونه چې تهران یې کارولی شي د هېواد پر ضد خیانت بلل کېدی شي.


















