له پاکستانه د درملو پر وارداتو بندیز، په کور د ننه تولید څومره دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
له پاکستان سره له شخړو او د لارو له پرلپسې بندېدو وروسته په افغانستان کې د درملو د تولید لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. د رسمي شمېرو له مخې، اوس په افغانستان کې د درملو جوړولو د شرکتونو شمېر له ۱۳۰ اوښتی چې شاوخوا شپږ سوه ډوله درمل تولیدوي.
خو د عامې روغتیا وزارت او د درمل جوړوونکو شرکتونو د ټولنې معلومات ښيي چې په افغانستان کې د اړتیا وړ شاوخوا دری زره قلمه درملو نږدې شل سلنه برخه په کور دننه تولیدېږي او پاتې اړتیا لا هم له بهره پر واردېدونکو درملو پوره کېږي. هغه واردات چې تر اوسه یې له دریو څه کم دوې برخې له پاکستانه واردېدونکو نسبتا ارزان بیه درملو جوړوله.
څومره درمل په افغانستان کې دننه تولیدېږي؟
په افغانستان کې شاوخوا درې زره ډوله درملو ته اړتیا ده او د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې اوس یې شپږ سوه قلمه په افغانستان کې دننه تولیدېږي.
د درملو او صحي تولیداتو ټولنې مشر احمد سعید شمس بي بي سي ته وویل، په کور دننه توليدېدونکو درملو ډېر یې هغه درمل دي چې استفاده یې ډېره عامه ده.
"د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چې په افغانستان کې تولیدېدونکي شپږ سوه قلمه درمل ثبت کړي د بازار نږدې ۲۵ سلنه اړتیا پوره کوي".
دا شپږ سوه قلمه د مالیکول یا ترکیب په حساب د افغانستان د اړتیا وړ درملو شل سلنه کېږي. د بېلګې په توګه د پراستامول درد یو ډول ګولۍ یا شربت چې ۲۵۰میلي ګرامه، ۵۰۰ میلي ګرامه او یا یې شرکت ټول یو قلم حسابېږي. او دا ډېر هغه درمل دي چې په افغانستان کې ډېر کارول کېږي نو ځکه په افغانستان کې توليدېدونکي درمل د بازار اړتیا له ۲۵ تر ۳۰ سلنې پوره کولی شي.
ډېری دا درمل د درد بېلابېل درمل او شربتونه، سیروم، انتیبیوتیکونه، جلدي درمل او داسې نور دي.
د درمل تولیدوونکو شرکتونو د هڅولو پلانونه
د افغانستان د درملو او صحي تولیداتو د ټولنې مشر احمد سعید شمس د باختر په نامه د درمل جوړولو شرکت یې له دوو لسیزو ډېر فعالیت کوي او اوس له شپېتو قلمو ډېر درمل بازار ته وړاندې کوي وايي، په کور دننه د درملو د تولید پراخې اړتیا هڅولی چې بل شرکت هم جوړ کړي او ډېر ژر به هغه هم لسګونه ډول درمل بازار ته وړاندې کوي.
الفا ون تولیدي شرکت به له شپېته ډوله ډېر درمل تولید کړي، ماشینونه یې هم را رسېدلي چې د درمل او خوړو ادارې له تائید وروسته به پرانیستل شي او تولید به یې بازارونو ته وړاندې شي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې یې له زر (۱۰۰۰) جريبه ډېره ځمکه د درمل جوړولو د شرکتونو هڅولو ته ګوښې کړې چې هلته به یا نوې فابریکې جوړېږي او یا به شته فابریکې هلته خپل نوي تولیدات کوي او هیله لري چې په دې ډول په کوردننه د درملو د تولید بهیر ګړندی کړي.
بهر ته د افغانستان د تولید درملو د صادرېدو وړتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې سره جوخت په افغانستان کې د درمل جوړولو شرکتونه هڅه کوي چې بهر ته هم خپل تولیدات صادر کړی شي او لږترلږه څلورو شرکتونو داسې نړیوال سندونه هم بشپړ کړي چې له مخې یې بهر ته صادرات کولی شي.
بهر ته د صادراتو وړتیا د شرکتونو په خپلو لوړو معیارونو او وړتیاوو سربېره د روغتیا د نړیوال سازمان او اړوندو هېوادونو له اړتیا وړ معیارونو پوره کولو وروسته ورکول کېدونکي سند پورې اړه لري.
ښاغلي سعيد همدا راز وویل، د افغانستان دننه درمل جوړوونکو شرکتونو کې لږترلږه څلور داسې اسناد لري چې کولی شي خپل تولیدات بهر ته صادر کړي او ګڼو نورو یې غوښتنه کړې یا یې د تر لاسه کولو هڅه کوي.
قاچاقي درمل په کور دننه تولیداتو عمده ننګونه
په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د درملو د قاچاق او د ناقانونه او بې کیفیته درملو د مخنيوي هڅې ګړندۍ شوې، خو لا هم له قاچاقي لارو د درملو واردېدل په کوردننه د تولیدېدوونکو جدي ننګونه بلل کېږي.
په هرات کې د هري فارما په نامه د درمل جوړولو شرکت مشر عبدالبصیر واعظي وايي، قاچاق که څه هم په محدود ډول دی خو لا هم شته دی خو حکومت هڅه کوي چې دا ستونزه له منځه یوسي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، له بهره د قاچاق د مخنيوي لپاره د دوی حکومت جوړ کړی قانون پلی کړی.
دغه راز یې په زونونو کې نوي لابراتوارونه لګولي چې هم د واردېدونکو توکو کیفیت پرې ګوري او هم د قاچاق مخه پرې نیسي.
له بهره واردات او په کور دننه تولیدېدونکي درمل

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ننه د درمل تولیدوونکو شرکتونو تر څنګ له څلور سوو ډېر شرکتونه له بهره د درملو او طبي تجهیزاتو په واردولو کې فعال دي او هر کال د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت درمل له نورو هېوادونو واردېږي.
په کور دننه د درمل تولیدوونکي شرکتونه د طالبانو له حکومته غواړي، چې له بهره په واردېدونکو توکو تعرفې لوړې کړي چې د کورنیو درملو د کاروبار له غوړېدو او پراخېدو سره مرسته وکړي.
له پاکستانه د درملو پر واردولو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته اوس چارواکي د هند، ایران، چین، روسیې، ترکیې، بنګله دېش او ازبېکستان په څېر له هېوادونو د درملو واردولو هڅې ګړندۍ کړې.
په افغانستان کې د تولیدېدونکو درملو خام توکي هم تر اوسه ډېره برخه له بهرنیو هېوادونو لکه هند او چینه واردېږي.
د دې تر څنګ د دغو شرکتونو یو شمېر متخصص کارکوونکي هم د نورو هېوادونو وګړي دي. خو د دغو شرکتونو چلوونکي او حکومتي چارواکي وايي، په کور دننه د دغو تشو ډکولو پر پلانونو کار کوي.






















