د ایران-اسرائيل جګړه؛ د یوه ایراني ډرون پر نسکورولو "تر څلور میلیونو ډالرو" لګښت راځي

.

د عکس سرچینه، EPA

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

ایران د اسرائيل او امریکا لخوا پر دغه هېواد د پراخو بریدونو له پیل راهیسې منځني ختیځ پر بېلابېلو د ځانمرګي یا چاودېدونکو ډرونونو په وسیله له ۲۰۰۰ ډېر غچ‌اخیستونکي ګوزارونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو نسبتآ ارزانه ډرونونو شنډولو لپاره تر اوسه له ۸۰۰ ډېر دفاعي توغندي توغول شوي چې د هر یوه بیه تر ۴ میلیونه ډالرو رسېږي.

د فایننشل ټایمز د امنیت او دفاع خبریال چارلز کلاور بي‌بي‌سي ته ویلي، د پاټریوټ هر دفاعي توغندی شاوخوا ۴ میلیونه ډالر ارزښت لري.

پاټریوټ په خلیج سیمه کې د امریکا تر ټولو عام دفاعي سیستم دی او د متحدو هېوادونو له خوا یې د ایراني ډرونونو مخنیوي لپاره کارول کېږي.

کلاور وايي: "دا جګړه امریکا او د هغې د خلیجي متحدانو ته ډېره ګرانه پریوتې ده. له یوې خوا د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې د دفاع لپاره کافي سیستمونه نشته او له بلې خوا د نورو توغندیو جوړول وخت ته اړتیا لري."

متحد عرب امارات وايي، تر اوسه له زرو ډېر ایراني ډرونونه یوازې د دغه هېواد پر لور ورتوغول شوي دي.‌

د چارواکو په وینا له دغو ډرونونو یوازې ۷۱ پر دې توانېدلي چې د دفاعي سیستم له خنډه تېر شي.

د ایران د بالستیک توغنديو او "شاهد" ډرونونه مخه یوازې همدا ګرانه بیه دفاعی توغندی نیولی شي.

اټکل کېږي چې د یوه ایراني "شاهد ۱۳۶" ډرون لګښت به د ۲۰ زرو او ۵۰ زرو امریکايي ډالرو ترمنځ وي.

اوس امریکا هڅه کوي یوه ارزانه لاره ومومي او له اوکرایینه یې مرسته غوښتې، چې د ایراني ډرونونو د شنډولو برخه کې خپلې تجربې وسره شریکې کړي.

د فایننشل ټایمز د دفاع او امنیت خبریال زیاتوي، اوکرایني وسایل په اصل کې داسې ډرونونه دي چې د نورو ډرونونو د ویجاړولو لپاره جوړ شوي دي.

دا ډرونونه نسبتاً ورو الوت کوي، خو د ایران د هغو ډرونونو پر وړاندې چې روسیې په جګړه کې کارولي، اغېزناک ثابت شوي دي.

"شاهد" ډرون روسیې د اوکرایین پروړاندې جګړه کې په پراخه کچه کارولی دی.

ایران په وروستیو کلونو کې دغه ډرونونه روسیې ته صادر کړي خو اوس روسیه پخپله هم د ایراني د ټېکنالوژۍ په کارولو سره په کور دننه داسې ډرونونه جوړوي چې لګښت یې کم او اغېزه یې ډېره ده.

کلاور وايي، روسیه له همدې لارې وتوانېده چې ډېر ډرونونه وکاروي او اوکرایین ته زیات زیان ورسوي.

امریکا هم په دې وروستیو کې د شاهد ډرون له بڼې په الهام د "لوکاس" په نوم یو نوی ډرون جوړ کړی دی.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ادمیرال برېډ کوپر وايي: "متحدو ایالتونو د ایران ډیزاین واخېست، هغه یې لا ښه کړ او [اوس یې] بېرته د ایران پر ضد کاروي."

کلاور زیاتوي، د اوکرایني ډرونونو تولید پراخ نه‌ دی او دمګړۍ دومره ډرونونه نه لري چې امریکا یې هم وکاروي.

خو له اوکرایین غوښتل شوي چې خپل کارپوهان پنتاګون ته ولېږي، چې امریکایانو ته د ارزانه ډرونونو د جوړولو چل وروښيي.

ارزانه خو ویجاړوونکي

ځانمرګي شاهد ډرونونه چاودېدونکي مواد لېږدوي او کله چې له هدف سره ولګېږي، چاودنه کوي. دغه ډرونونه کولی شي د پام وړ زیانونه واړوي.

د ایران لخوا تر اوسه روانه جګړه کې پر امریکايي ځواکونو تر ټولو خونړی برید هم د ډرون په وسیله شوی دی.

د رپوټونو له مخې یو ایرانی ډرون په کویت کې پر یوې پوځي اډې ولګېد او شپږ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول.

د دغو بریدونو ځینې په ګڼ مېشتو ښارونو کې هم شوي چې د فارس خلیج په هېوادونو کې یې وېره خپره کړې ده.

کارپوهان وايي، ښايي دا وضعیت د ایران د هغې تګلارې برخه وي چې هدف یې "د وېرې رامنځته کول" او پر امریکا د دې لپاره فشار اچول دي، چې له جګړې ژر لاس واخلي.

بي‌بي‌سي هغه ویډیوګانې هم څېړلې او تایید کړې دي چې پکې د بحرین په یوه ځای، په متحده عربي اماراتو کې پر یوه هوټل او په سعودي عربستان کې د تیلو پر یوه چاڼ‌ځای کې د دغو ډرونونو د لګېدو شېبې ښودل کېږي.

په دغو ویډیوګانو کې ښکاري چې ډرون له لګېدو وروسته چاودنه کوي او ټوټې یې هوا ته خپرېږي.

.
د عکس تشریح، امریکا په دې وروستیو کې د ایران د شاهد بې‌پيلوټه الوتکې په بڼه یو ارزانه بې‌پيلوټه الوتکه جوړه کړې چې نوم یې لوکاس دی.

دغه ډرونونه چې اعظمي واټن یې شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره دی، کولی شي له تهران تر د یونان تر پلازمېنې اتن پورې الوت وکړي.

دغه ډرونونه که څه هم د بالستیک توغندیو پرتله ډېر ورو مزل کوي، خو د بدنې ډیزاین او په ټیټه ارتفاع کې د الوت وړتیا ورسره مرسته کوي چې د رادارونو او هوښیار دفاعي سیستمونو له خوا یې پېژندل ستونزمن شي.

باور کېږي چې ایران د جګړې له پیل مخکې د شاهد ډرونونو لسګونه زره بېلګې په پراخه کچه تولید کړې وې.

خو دا روښانه نه‌ده چې د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته یې څومره لا هم سالم پاتې دي.

د دوشنبې پر ورځ د ایران د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس داسې یو انځور خپور کړ چې پکې د ډرونونو اوږدې لیکې په داسې ځای کې ښکاري چې تر ځمکې لاندې زېرمتونونو ته ورته دی، خو د دې ویډیو د ثبتېدو دقیق وخت معلوم نه‌دی.

د ایران د چارو کارپوه نیکلاس کارل وايي، د ډرونونو او توغندیو د کارولو له اصلي موخو یوه دا ده چې امریکا او د هغې متحدان دې ته اړ کړي چې د خپلو دفاعي سیستمونو زېرمې مصرف کړي.

خو نوموړی زیاتوي چې ایران بله موخه هم لري: "د وېرې او رواني فشار رامنځته کول" څو امریکا او متحدان یې د ټرمپ حکومت دې ته اړ کړي چې اوربند ومني.