هبت الله اخوندزاده: که موږ پر توپ او طیاره له منځه تلای، نو امریکایانو به له منځه وړي وای

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په سویلي ښار کندهار کې د طالبانو حکومت مشر هبت الله اخوندزاده د کوچني اختر وینا کې پر کابل د وروستیو بریدونو او یا هم پاکستان سره د روان کړکېچ څه یادونه ونه کړه خو د نغوتې په ډول یې ویل، هوايي بریدونه یې نه شي ماتولی.
هغه وویل "موږ له بهره نه تاواني کېږو، که پر موږ څوک بمبار کوي، که موږ څوک مو پر توپونو باندې ولي، توپونه دې هم وولي، بمبار دې هم کوي او هر څه دې هم کوي، خو پر موږ کې دي الله تغیر نه راولي، زموږ په عقیدو او ایمان کې دي الله تغیرنه راولي."
ښاغلي اخوندزاده په دې ۴۲ دقیقهییزه وینا کې بې له دې، چې د تېرې دوشنبې پر شپه د پاکستان د هوايي ځواکونو له لوري پلازمېنه کابل کې پر نشهیي توکو د روږد کسانو د درملنې پر مرکز د هوايي برید مخامخ یادونه ونه کړه، وویل:
"موږ په توپ او طیاره باندې نه شي خرابولای، که موږ په توپ او طیاره له منځه تلای، نو امریکایانو به له منځه وړي وای، نو شوریانو به له منځه وړي وای، خو نه يې یوړو."
تمه وه، چې د طالبانو حکومت مشر به دا ځل په خپل اختریزه وینا کې لږ تر لږ په کابل کې د پاکستان د هغه برید یادونه وکړي، چې له امله یې د طالبانو حکومت په وینا تر ۴۰۰ ډېر په نشهيي توکو روږدي هغه کسان ووژل شول، چې د امید په نوم کمپ کې یې درملنه کېده.
د دغو بریدونو په تړاو د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو اندېښنه ښودلې او د پاکستان له خوا پر ولسي وګړو او د درملنې پر مرکز یې بریدونه غندلي دي.
د طالبانو حکومت مشر د خپلو تېرو ویناوو په څېر دا وار هم د خپل حکومت چارواکي او په ټوله کې ولسي افغانان یووالي ته وهڅول" دا ټول دا زموږ د وحدت او اتفاق، ورورګلوی برکت و. زموږ د اسلام او د دین برکت و. که پر دغه دین باندې ولاړ واست، پر دغه اسلام باندې ولاړ واست، که د دونیا ټول قوت سره یو ځای شي، زه مو ضمانت کوم، که تاسو ته یې ضرر ورساوه او یا ستاسو نظام یې در خراب کړي، یا ستاسو عزت در خراب کړي، مګر که دین مو پرېښود، خدای به زموږ نصرت پرېږدي، خدای چې د چا نصرت پرېږد، بیا یې هیڅوک نصرت نه شي کولای."
سره له دې چې په نړیواله کچه د طالبانو پر حکومت د بشري حقونو د" سرغړونو" له امله نیوکې کېږي نوموړي د خپل حکومت له چارواکو وغوښتل چې له خلکو سره دې عدالت وکړې. اخوندزاده ټینګار کاوه چې په وینا یې د "نورو" له لوري د "تفرقې" او ویش مخنیوي ته دې ټول افغانان پام وساتي.
"دا د بشرحقونو په نامه باندې در ته پورته شوي دي. د بشر حقوق نشته، د ښځو حقوق نشته. ګورئ چې غلط مو نه کړي، خپلو علماوو ته مراجعه کوئ، له علماوو څخه پوښتنه کوئ، چې زموږ حکومت پر کومه خوا روان دی. تاسو ته ولې پردي خلک هدایت کوي. تاسو د پردیو خلکو خبرو ته ولې ګورئ."
هغه دا څرګندونې داسې مهال کولې چې پاکستان سره د جګړې پر وخت یو شمېر افغانان د طالبانو حکومت ته وریادوي، چې که ولسي ملاتړ غواړي نو د نجونو د زده کړو او مېرمنو ته د کار په ګډون دې د خلکو حقونه ورکړي او دا چې ټولنیز لید دې پراخ کړي. د طالبانو د مشر اختریزه وینا کې لا هم څه داسې هیله نه لیدل کېده چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو تړلي ښوونځي دې نوې ښونیز کال کې پرانیستل شي چې درې ورځې وروسته پیلېږي.



















