ولې ځینې هېوادونه پر یوه او ځینې پر بله ورځ اختر لمانځي؟

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې پرون اعلان وکړ، چې میاشت په هلمند، فراه او غور ولایتونو کې لیدل شوې او د شرعي محاکمو له تایید وروسته پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

له دې اعلامیې نژدې دوه ساعته مخکې سعودي عرب اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې نوې میاشت و نه لیدل شوه او دا چې د جمعې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي. د رپوټونو له مخې متحده عربي امارات، قطر، کویت، ترکیې او اسټرالیا هم د جمعې پر ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اټکل کړی. یمن، لبنان، فلسطین او عراق بیا رسماً د جمعې ورځ د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

افغانستان ته څېرمه د سویلي اسیا په ځینو برخو کې بیا د جمعې پر ورځ د روژې میاشتې ۳۰مه ده او که پر پنجشبه میاشت و نه لیدل شي، ښايي پر شنبه اختر شي.

خو د رمضان یا روژې میاشتې په څېر د اختر لومړۍ ورځې په تړاو د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو مسلمانانو تر منځ د دې توپیر لامل څه دی؟ دلته ورته یوه لنډه کتنه شوې.

د رمضان میاشتې په څېر، د شوال میاشتې پیل هم د نوې سپوږمۍ (هلال) د لومړۍ لیدنې سره کېږي. هر کال د قمري کال هره میاشت د شمسي کال پرتله شاوخوا ۱۱ ورځې مخکې راځي.

د کوچني اختر لومړۍ ورځ د (شوال) میاشتې له لومړۍ ورځې سره سمون خوري، خو د شوال لومړۍ نېټه بیا یوه ورځ وروسته یا مخکې کېدای شي، ځکه کېدای شي قمري میاشت ۲۹ ورځې وي او یا هم پوره ۳۰ ورځې شي.

د قمري جنتري له مخې رمضان د کال نهمه او شوال یې لسمه میاشت ده، چې لومړۍ ورځ یې د عید الفطر یا کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.

سپوږمۍ نژدې هرو ۲۹.۵ ورځو کې "ورکیږي" (د نوي سپوږمۍ مرحله) ځکه چې دا په مستقیم ډول د ځمکې او لمر ترمنځ موقعیت لري، چې د هغې روښانه اړخ له موږ څخه لېرې کوي.

د میاشتې لیدو هڅه

د عکس سرچینه، Getty Images

ډېر کله داسې کېږي، چې په ځينو هېوادونو کې د شوال لومړۍ ورځې میاشت ولیدل شي، خو په ځینو نورو کې بیا د جغرافیايي موقعیت یا خرابې هوا له کبله ونه لیدل کېږي، خو د روژې نیولو او اختر کولو لپاره مهم شرط دا دی، چې باید د هر هېواد اړوند مذهبي مشران، ادارې یا رسمي مسوول کسان یا خپله میاشت وویني او یا د هېواد له بېلابېلو برخو د میاشتې لیدو کره شاهدۍ ترلاسه او تائید کړي.

ځینې هېوادونو کې په دودیز ډول د سعودي عرب له لوري په ځانګړې توګه د روژې او اخترونو په مناسبت د میاشتې لیدو له اعلان سره روژه نیول کېږي او اختر لمانځل کېږي. افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې و، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا دویم ځل دی، چې د اختر لومړی ورځ له سعودي عرب سره توپیر لري.

پروسږ کال افغانستان له سعودي عرب یوه ورځ وروسته د اختر لومړۍ ورځ ولمانځله. هماغه وخت د سعودي په ګډون ډېری هېوادونو کې ۲۹ روژې ونیول شوې، خو په افغانستان کې بیا ۳۰ روژې بشپړې شوې. د یادونې ده، چې تېر ځل سعودي عرب د میاشتې لیدو اعلان وکړ، خو د طالبانو حکومت ویلی و، چې په افغانستان کې میاشت نه ده لیدل شوې، خو دا ځل برعکس طالبانو حکومت په داسې حال کې د میاشتې لیدو اعلان وکړ، چې سعودي عرب وویل، میاشت یې نه ده لیدلې.

خو ګڼ شمېر نور هېوادونه چې مسلمان او غیر مسلمان اکثریتي هېوادونه پکې شامل دي، د میاشتې لیدو لپاره خپل میکانیزم لري او د سترې محکمې، رویت هلال کمېټۍ یا مرکزي دارلافتا په څېر ادارې د میاشتې لیدو لپاره د شاهدۍ ترلاسه کولو یا تائید او اعلان مسوولیت لري.

میاشت لیدل

د عکس سرچینه، Getty Images

په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو هېوادونو جغرافیايي موقعیت او د میاشتې رادبره کېدو د وختونو توپیر هم د میاشتې لیدو یا نه لیدو یو مهم دلیل بلل کېږي.

د میاشتې لیدو میکانیزم برخه کې هم د مسلمان اکثریت هېوادونو تر منځ څه نا څه توپیر شته. د بېلګې په توګه په سني مذهبه مسلمانانو اکثریت سعودي عرب کې د خلکو د شاهدۍ پر بنسټ د میاشتې لیدل تائید کېږي، خو په ایران کې، چې د شیعه مسلمانانو اکثریت لري، یوازې رسمي چارواکي د میاشتې له لیدلو وروسته د اختر اعلان کوي.

په عراق کې، چې د شیعه اکثریت او سني اقلیت لري، دواړه ډولونه کارول کېږي. د ترکیې په ګډون ځینې هېوادونه بیا د روژې میاشتې د پیل او پای ټاکلو لپاره د ستورپوهنې محاسبه کاروي.

په اروپا، امریکا او اسټرالیا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې بیا په دودیز ډول ځینې مسلمانان له سعودي عرب سره یو ځای روژه نیسي، اختر لمانځي او یا د خپلو ټولنو د مذهبي مشرانو اعلانونو ته انتظار کوي، چې دا کېدای شي په نورو اسلامي هېوادونو کې د سپوږمۍ د لیدلو په اعلان پورې تړاو ولري.

له دې سره سره یو څه چې پرې ټول یوه خوله دي، هغه دا چې اختر په ټولو اسلامي هېوادونو کې د عامه رخصتۍ ورځ بلل کېږي او ان په غیر اسلامي هېوادونو کې هم د مسلمانو لپاره تر ټولو مهم مذهبي مراسم بلل کېږي، چې مسلمان یې په پراخه کچه لمانځي.