د امریکا پوځ وايي عراق کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې شپږ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا مرکزي قومانداني (سینټکام) وایي، د امریکا د پوځ د تېلو رسونې یوه الوتکه په لوېدیځ عراق کې غورځېدلې ده چې له امله یې د عملې د ټولو ۶ غړ مړینه تایید شوې ده.
سینټکام ویلي چې د KC-135 الوتکې له لاسه ورکولو وروسته د ژغورنې هڅې روانې دي. تر دې وړاندې دغې قوماندانۍ ویلي وو چې د الوتکې په راغورځېدو کې نه د دوښمن او نه هم د ملګرو ځواکونو د ډزو څه نښې لیدل شوې دي.
د تېلو دا لېږدوونکې الوتکه د ایران پر وړاندې د امریکا په روانو عملیاتو کې بوخته وه او دا یوه له هغو دوو الوتکو وه چې په دغو عملیاتو کې ښکېلې وې. دویمې الوتکې په خوندي ډول ناسته کړې ده.
د بوینګ شرکت لخوا جوړې شوې دا الوتکې په هوا کې نورو الوتکو ته د تېلو ورکولو وړتیا لري او تر ډېره د امریکا په پوځي عملیاتو کې مهمه ونډه لري. له دې الوتکو د خلیج په لومړۍ جګړه کې په پراخه کچه کار اخیستل شوی و چې د جنګي الوتکو او بم غورځوونکو الوتکو د الوتنې واټن زیات کړي او د هوايي ځواکونو ملاتړ غښتلی کړي.
سینټکام وویل چې دا پېښه د پنجشنبې پر ورځ شاوخوا ۲ بجې رامنځته شوې او د الوتکې د غورځېدو د لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.
امریکایي چارواکو زیاته کړې چې د وژل شویو سرتېرو نومونه د ۲۴ ساعتونو لپاره پټ ساتل کېږي د دې لپاره چې کورنۍ یې خبرې شي.
په ټوله کې په KC-135 الوتکه کې لږ تر لږه یو پیلوټ، یو مرستیال پیلوټ او یو هم د تېلو رسونې کنټرولونکی وي.
که څه هم سینټکام وړاندې دا پېښه په "دوستانه فضايي حریم" کې بللې وه، خو دا د عراق هغه سیمه ده چې ایران پلوه وسله وال پکې له پخوا فعالیت کوي. د ایران پوځ پر دولتي ټلوېزیون ادعا کړې چې یوې ملګرې ډلې یې دا الوتکه په توغندي ویشتلې او نسکوره کړې ده.
د پنجشنبې د ورځې دا پېښه د ایران سره د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې، چې دوه اونۍ وړاندې پیل شوې، د امریکایي پوځیانو رسمي مړینه ۱۱ کسانو ته رسوي.
امریکایي پوځ په اوسنۍ جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه څلور الوتکې له لاسه ورکړې دي.
د روانې میاشتې په پیل کې، درې F-15 الوتکې په کویت کې په یوه "ښکاره دوستانه ډزو" پېښه کې راغورځېدلې وې، خو د عملې ټول شپږ غړي یې په خوندي ډول په وتلو بریالي شوي وو.
بوینګ شرکت دا KC-135 سټراټوټانکر الوتکې د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو په لومړیو کې د امریکا پوځ لپاره جوړې کړې وې. دا الوتکې د امریکا د هوايي تېلو رسونې د بېړۍ د ملا تیر ګڼل کېږي او جنګي الوتکو ته دا ځواک ورکوي چې له ناستې پرته اوږده عملیات ترسره کړي.


















