پر ایران بمبارۍ: څرنګه پر ټولې نړۍ اغېز کوي؟

- Author, پاول اډمز
- دنده, د بي بي سي د ډیپلوماټیکو چارو خبریال
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د امریکا د "لوی قهر" له عملیاتو دوه اونۍ وروسته، پر ایران بریدونو نړیوال اقتصاد او سیمه ییز ثبات اغېزمن کړی دی.
که څه هم د ایران اټومي او پوځي تاسیسات په نښه شوي، خو د تېلو د بیو لوړېدو او د هرمز تنګي ګډوډۍ له اسیا تر اروپا ژوند سخت کړی دی.
د کابو ۳ میلیونو خلکو بې ځایه کېدل او د ایران ډرون بریدونه ښيي چې دا "لنډمهاله سفر" په یو لوی بحران بدل شوی چې د ټرمپ د تمې خلاف، امریکا یې یو ځل بیا په منځني ختیځ کې ښکېله کړې ده.
اوس د "لوی قهر" په نامه له دې عملیاتو له دوو اونیو ډېر وخت تېرېږي چې اغېزې یې په ټوله نړۍ کې احساسېږي.
دې جګړه چې موخه یې د ایران د بالستیک توغندیو، سمندري ځواک او اټومي پروګرام له منځه وړل و، داسې کړکېچ رامنځته کړی چې سیمه ییز ثبات او نړیوال اقتصاد یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
که څه هم ویجاړونکي هوايي بریدونه شوي، خو د ایران رژیم لا هم مقاومت کوي او په نویو خطرناکو لارو غبرګون ښيي.
ایران د خپلو ګاونډیو (عراق او افغانستان) پرتله چې امریکا پکې کلونه ښکېله وه، ډېر لوی هېواد دی.
د دغه هېواد اټومي او پوځي تاسیسات په پراخه جغرافیه او د غرونو په زړه کې پټ دي.
د ۹۰ میلیونه وګړو لرونکی دا هېواد چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې یو ایډیالوژیک نظام لري، په اسانۍ نه ماتېږي.
که څه هم اسراییلو او امریکا پرې څو ځله بریدونه کړي، خو رژیم لا هم پر واک خپله منګولې ټینګې ساتلې دي.
کله چې د فبرورۍ په پای کې بریدونه پیل شول، ځینو ایرانیانو د "بدلون" په هیله خوښي وکړه، خو د ملکي مرګژوبلې په زیاتېدو سره دا هیله په وېرې بدله شوه.
په میناب ښار کې پر یوه لومړني ښوونځي برید کې ۱۶۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې په زدکړو بوختې نجونې وې.
ملګري ملتونه وايي په ایران کې له ۳.۲ میلیونه ډېر خلک بې ځایه شوي چې په ډله کې یې ګڼ شمېر افغان کډوال هم شامل دي.
په ورته وخت کې، د ایران په ځوابي بریدونو کې د اسرائیلو په "بیت شیمیش" ښار کې ۹ اسرائیلیان هم وژل شوي دي.
امریکا له ۲۰۰۳ کال راهیسې تر ټولو لوی پوځي ځواک راټول کړی، خو ایران د خپلو بالستیک توغندیو له کمېدو سره سره، لا هم د "ځانمرګو ډرونونو" او ناڅرګندو وسلو له لارې پر کښتیو بریدونه کوي چې کشفول یې ستونزمن دي.
دا چاره کولی شي جګړه ډېره اوږده کړي.

د هرمز تنګی چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي، نږدې تړل شوی دی. د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو نړیوال اقتصاد لړزولی دی:
- فیلپین او تایلنډ: د برښنا او تېلو د سپما لپاره کاري ساعتونه او تګ راتګ محدود کړی.
- اروپا او بریتانیا: د انرژۍ د بیو له لوړېدو سره مخ دي.
- امریکا: د ټرمپ له ژمنو سره سره، د پټرولو بیې اسمان ته ختلي دي.
- دوبۍ او قطر: د نړۍ دا مهم ترانزیتي مرکزونه د ډرون بریدونو له امله ګډوډ شوي او زرګونه سیلانیان ترې وتلي دي.
دا هغه جګړه وه چې یوازې نتنیاهو او ټرمپ غوښتله، خو له جګړې وروسته حالت لپاره یې روښانه پلان نه درلود.
د خلیج هېوادونه لکه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له دغه وضعیت څخه سخت ټکان خوړلی او د خبرو اترو پلوي کوي.
روسیه د تېلو د بیو له لوړېدو ګټه پورته کوي ترڅو اوکراین کې خپله جګړه تمویل کړي، خو چین د خپلې انرژۍ د سرچینو په اړه اندېښمن دی.
که څه هم د ټرمپ ادارې تېر نومبر کې ادعا کړې وه چې منځنی ختیځ نور د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب نه دی، خو د ایران جګړې یو ځل بیا ثابته کړه چې دا سیمه امریکا ځان ته راکاږي .
لنډه دا چې د منځني ختیځ د جنجالونو پای ته رسول هغسې اسانه نه دي لکه څنګه چې په کاغذ لیکل شوي وو.


















