نوې څېړنه: پر امریکايي اډو د ایران بریدونو کابو ۸۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

Damage to radar sites at Al Sader and Al Ruwais (UAE)

د عکس سرچینه، Planet labs PBC and Airbus

د عکس تشریح، په متحده عربي اماراتو کې د الصادر او الرویس د رادار مرکزونو ته اوښتی زیان
    • Author, ډانیل بوش
    • دنده, د واشنګټن خبریال
    • Author, پاول براون او الیکس مورې
    • دنده, بي‌بي‌سي وریفای
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

یوې نوې څېړنې موندلې چې په منځني ختیځ کې د امریکا له‌خوا پر کارېدونکو پوځي اډو د ایران بریدونو د جګړې په لومړیو دوو اونیو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالر زیان اړولی دی.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د یو راپور او د بي‌بي‌سي د تحلیل له مخې، د دې زیان ډېره برخه د هغو لومړنیو غچ اخیستونکو بریدونو پر مهال رامنځته شوې چې ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل وروسته په لومړۍ اونۍ کې ترسره کړل.

د سیمې په کچه د امریکا پر شتمنیو د ایران د بریدونو بشپړ زیان لا هم روښانه نه دی.

خو د امریکا پر پوځي بنسټونو د ۸۰۰ میلیونه ډالرو اټکلي زیان- چې تر دې وړاندې له راپور شویو شمېرو لوړ دی- دا ښيي چې د جګړې اوږدېدو سره د امریکا لګښتونه څومره ډېر شوي دي.

د CSIS مشر سلاکار او د دې څېړنې شریک لیکوال مارک کانسیان ویلي: "په سیمه کې د امریکا اډو ته اوښتی زیان تر هغه کم ښودل شوی چې په رښتیا کې دی. " هغه زیاته کړه: "که څه هم دا زیان پراخ ښکاري، خو بشپړه اندازه به یې هغه وخت څرګنده شي چې نور معلومات هم ترلاسه شي."

د تبصرې په اړه د غوښتنې په ځواب کې، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) بي‌بي‌سي د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ته راجع کړه، چې جګړه رهبري کوي. هلته چارواکو له تبصرې کولو ډډه وکړه.

د ایران غچ اخیستونکي بریدونه په اردن، متحده عربي اماراتو او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې د امریکا د هوايي دفاعي سیسټمونو او د سپوږمکۍ د اړیکو پر وسایلو سربېره نور هدفونه هم په نښه کړي دي.

د زیان یوه مهمه برخه په اردن کې د امریکا د «THAAD» توغندیز دفاعي سیسټم د رادار پر یوه مرکز د برید له امله رامنځته شوې ده.

د AN/TPY-2 رادار سیستم بیه د CSIS د ارزونې له مخې شاوخوا ۴۸۵ میلیونه ډالره ده. دا دفاعي سیسټمونه د بالستیک توغندیو د اوږده واټن د مخنیوي لپاره کارېږي.

د ایران بریدونو همدارنګه د سیمې په هغو اډو او تاسیساتو کې چې د امریکا ځواکونه ترې استفاده کوي، پر ودانیو، تاسیساتو او نورو زیربناوو شاوخوا ۳۱۰ میلیونه ډالر نور زیان هم اړولی دی.

د بي‌بي‌سي د سپوږمکۍ انځورونو له تحلیل سره سم، ایران لږ تر لږه درې هوايي اډې څو ځله په نښه کړې دي، چې دا د مشخصو امریکايي هدفونو په نښه کولو هڅې ښيي. راپورونه وایي چې روسیې تهران ته په سیمه کې د امریکايي ځواکونو په اړه استخباراتي معلومات هم ورکړي دي.

Satellite imagery of a US naval base in Bahrain

د عکس سرچینه، Source: Planet Labs PBC, 2026

Satellite imagery of a US naval base in Bahrain

د عکس سرچینه، Source: Planet Labs PBC, 2026

سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې درې اډو- په کویت کې علي السالم، قطر کې العدید او سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان - د جګړې په بېلابېلو پړاوونو کې تازه زیانونه لیدلي دي.

له هغه راهیسې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۸مه له اسرائیلو سره یوځای پر ایران بریدونه پیل کړل، امریکا ۱۳ پوځيان هم له لاسه ورکړي دي.

د امریکا مېشتې د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (Hrana) اټکل کوي چې ایران کې د وژل شویو ټول شمېر نژدې ۳۲۰۰ ته رسېدلی، چې پکې ۱۴۰۰ ملکي وګړي هم شامل دي.

ټرمپ ویلي چې امریکا د خپلو موخو- د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د دې هېواد د دودیزو پوځي وړتیاوو کمزوري کول او په سیمه کې د نیابتي ډلو د ملاتړ پای ته رسول- د ترلاسه کولو پر لور روانه ده.

ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې وویل: "موږ په ایران کې خورا ډېر ښه روان یو."

خو دې جګړې نړیوال اقتصاد هم اغېزمن کړی، ځکه چې د هرمز تنګي نژدې تړل کېدل او د جګړې د دوام په اړه ناڅرګندتیا او دا چې ایا ټرمپ به ځمکني ځواکونه واستوي که نه، لا هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د سپوږمکۍ د انځورونو ارزونه د سترو امریکايي شرکتونو لخوا دهغې پر خپرولو د محدودیتونو له امله اغېزمنه شوې ده

خو لا هم شونې ده چې سیمه کې د امریکا د پوځي ګټو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستونکو ګامونو ځینې بڼې وپېژندل شي.

د جګړې له پیل راهیسې رادار او د سپوږمکۍ سیستمونه په نښه شوي، په ځانګړې توګه کله چې ایران

هوایي بریدونو بحرین کې د امریکا سمندري اډه په نښه کړه. دا سیستمونه د عصري پوځي عملیاتو سترګې او غوږونه بلل کېږي.

د سپوږمکۍ انځورونو کې د هغو دوو ساتونکو پوښونو له منځه تلل هم ښودل کېږي چې د چاپېریال پرواړندې د

حساسو وسایلو ساتنه کوي. ډېر احتمال شته چې خپله سیستمونه هم زیانمن شوي وي، خو د کچې معلومول یې اسانه نه دي.