ایا د ایران جګړې کیم جونګ اون د شمالي کوریا راتلونکي ته اندېښمن کړی؟

د عکس سرچینه، BBC / Andro Saini
- Author, سانګمي هان
- دنده, بي بي سي کوریا څانګه- سیول
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
کیم جونګ اون ښايي له هغه وروسته چې امريکا او اسرائیل پر ايران جګړه پيل کړه، ډېر پېچلي فکرونه ولري.
شمالي کوريا په چټکۍ سره دغه بريدونه د "بېدلیله يرغليزې جګړې" په توګه وغندل.
اصلاً، دواړو هېوادونو له ۱۹۷۹ کال راهيسې يو "د امريکا ضد ائتلاف" جوړ کړی او وروسته يې د توغنديو د پراختيا پر بنسټ همکاري پياوړې کړې ده.
د يو پخواني شمالي کوريايي ديپلوماټ په وينا، چې د نوم نه ښودلو په شرط يې له بي بي سي سره خبرې کړې، ايران د شمالي کوريا د وسلو د صادراتو يو مهم بازار هم دی.
خو شنونکي وايي چې دوه مهم عوامل دي چې شمالي کوريا د ايران پرتله په ډېرې غوره موقعيت کې راولي، اتومي وسلې او چين.
په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې پر مهال، پخوانی مشر کیم جونګ ايل د ۵۰ ورځو لپاره بې درکه شو. د سویلي کوريا د استخباراتو د معلوماتو له مخې، هغه ډېر وخت په سامجيون کې په يوه پناه ځای کې تېر کړ، چې له پلازمېنې پيونګ يانګ شاوخوا ۶۰۰ کيلومتره لېرې دی.
برعکس، ان له هغه وروسته چې د ايران مذهبي مشر علي خامنه يي په بريدونو کې ووژل شو، د هغه زوی کیم جونګ اون د عامو خلکو له نظره پټ نه شو.
د سویلي کوريا د ملي استخباراتو د شمالي کوريا د تحليل ډلې مخکینی مشر جانګ يونګ-سوک وايي، دا توپير يو ډول د شمالي کوريا د زياتېدونکي باور څرګندونه کوي.
"يو ډول اټومي ځواک"

د عکس سرچینه، AFP / KCNA VIA KNS
شمالي کوريا په عملي ډول يو اتومي دولت دی. ان د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په ۲۰۲۵ کال کې ويلي وو چې دغه هېواد "يو ډول اټومي ځواک دی" او "ډېرې اتومي وسلې لري".
د ۲۰۲۵ کال د يو راپور له مخې، شمالي کوريا شاوخوا ۵۰ اتومي سرګلولې لري او دومره مواد هم لري چې ۴۰ نورې جوړې کړي. په ۲۰۲۴ کال کې سویلي کوريا خبرداری ورکړی و چې شمالي کوريا د لنډ واټن تاکتيکي اتومي وسلې د جوړولو وروستيو پړاوونو ته رسېدلې ده.
دغه راز د سویلي کوريا ولسمشر لي جې مېنګ ويلي وو چې شمالي کوريا د داسې بين القاروي توغندي جوړولو ته نږدې ده چې کولی شي د امريکا خاورې ته اتومي بريد ورسوي، که څه هم ځينې تخنيکي ستونزې یې لا پاتې دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ ادارې (ای اې اي اې) ويلي و، چې ايران يو "لوی او لوړارمان لرونکی اتومي پروګرام" لري، خو داسې شواهد نه شته چې وښيي دغه هېواد د اتومي وسلو د جوړولو يو منظم پلان لري.
ايران په ۲۰۱۵ کال کې د يو مهم اتومي تړون له مخې د يورانيمو د بډایه کولو پر پروګرام محدوديتونه ومنل، خو کله چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړونه ووت، ايران هم د (ای اې اي اې) پر څار محدوديتونه زيات کړل.
د اې پي خبري اژانس تېره میاشت راپور ورکړ چې د څار ادارې په یوه محرم راپور کې ویلي چې ایران د ۲۰۲۵ کال په جون کې له اسرائیلو سره له جګړې وروسته هر ډول همکارۍ بندې کړې دي.
برعکس، شمالي کوريا په ۲۰۰۶ کال کې خپله لومړنۍ اتومي ازموينه وکړه او درې کاله وروسته يې ټول نړيوال څارونکي وايستل. له هغه وروسته يې پنځه نورې ازموينې هم کړې دي، چې وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۷ کې وه.

هغه وخت شمالي کوريا غوښتل له امريکا سره خبرې وکړي، چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې د دواړو مشرانو ترمنځ تاريخي ليدنې وشوې، کیم غوښتل چې نړیوال بندیزونه لېرې شي او د یونګبیون اتومي بټۍ د ړنګولو وړاندیز یې وکړ، خو ټرمپ زیات څه غوښتل او بالاخره خبرې ناکامې شوې.
جینی ټاون، چې د امریکا سټیمسن سنټر فکري مرکز د کوریا پروګرام مشري کوي، وايي، شمالي کوریا اوس ډاډه ښکاري، ځکه چې د اوکرایین جګړې دا روسیې ته نږدې کړې ده، چې خورا اړین اقتصادي او نظامي همکارۍ ورته چمتو کوي.
خو داسې ښکاري چې ټرمپ او کیم ښه اړیکه لري، د امریکا ولسمشر همدا تېر کال د خپل شمالي کوریايي سیال ستاینه وکړه. ټاون وايي، کیم "له ټرمپ سره د معاملې پرمهال ځانګړي فرصتونه" پېژني، خو "د دې اړیکو د بیا ژوندي کولو لپاره به قرباني ورنه کړي".
شمالي کوریا په ښکاره ډول د ایران د جګړې د غندلو پر مهال هم پر ټرمپ نیوکه و نه کړه او د تیرې میاشتې ګوندي کانګرېس په ترڅ کې شمالي کوریا وویل چې که د دوی حیثیت ته درناوی وشي، دوی به له امریکا سره ښه اړیکي وساتي، اصلاً د خبرو لپاره دروازه پرانیستې پرېږدي.
چين، روسيه او "اتومي يرغمل"
جغرافیه هم د شمالي کوريا په ګټه ده، ځکه چې دا له چين سره پوله لري. چين شمالي کوريا د امريکا او سویلي کوريا پر وړاندې يو مهم حايل بولي.
که د شمالي کوريا نظام سقوط وکړي، چين ښايي له کډوالو سره مخامخ شي. له همدې امله د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې نږدې بلل کېږي.
له ۱۹۶۱ کال راهيسې، چين هوکړه کړې چې که پر شمالي کوريا بريد وشي، دفاع به ترې کوي. دا د خپل ډول یوازینۍ هوکړه ده، چې بیجینګ لاسلیک کړې.
خو دا معنا نه لري چې چين تل له شمالي کوريا سره موافق دی، ځکه د دې هېواد اتومي پراختيا سيمه بې ثباته کوي.
د سیول ملي پوهنتون څېړونکي جانګ یونګ سیوک په وینا، چین ښايي له روسیې سره د شمالي کوریا د مخ پر ودې اړیکو لیدو ته ډېر خوښ نه وي، په ځانګړي توګه له هغه وروسته چې دواړو هېوادونو په ۲۰۲۴ کال کې یو دفاعي تړون لاسلیک کړ.
هغه وايي، بیا هم، "شمالي کوریا د چین لپاره ستراتیژیکې ګټې لري ... چین په خپلو ستراتیژیکو ګټو کې ډېر ټینګ دی او کیم جونګ اون په دې ښه پوهېږي."
د اسان انسټیټیوټ جانګ وايي، شمالي کوریا د خپل جغرافیایي نږدېوالي له امله سویلي کوریا او جاپان هم د "اټومي یرغمل" په توګه ساتي.
دواړه کوریاوې یوازې د یوه غیر نظامي زون له لارې جلا شوې، چې شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره اوږد او ۴ کیلومتره پراخ دی او د دوی پلازمېنې یوازې ۲۰۰ کیلومتره سره لېرې دي.
جانګ چې پخوا د سویلي کوریا د ملي استخباراتو خدماتو مشر و، وايي، د دې معنا دا ده چې د سیول ښارګوټی سیمه، چې د انچون او ګیونګګي ولایت هم پکې شامل دی، د شمالي کوریا مستقیم برید زون کې ده.
هغه زیاتوي،"دا د پوښتنې وړ ده چې ایا سویلي کوریا به وکولی شي د اسرائیلو، امریکا یا د منځني ختیځ د نورو هېوادونو په څېر د توغندیو مخه ونیسي."
جاپان هم د شمالي کوریا په مستقیم برید زون کې موقعیت لري او شمالي کوریا په منظم ډول د خپلو ازموینو پرمهال د جاپان په سمندر ته توغندي توغولي دي.
دواړه اسیایي هېوادونه د شاوخوا ۸۰ زرو امریکایي سرتېرو کوربه توب کوي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۵۰ زره امریکایي نظامي پرسونل په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي دي.
په ډي سي کې د کوریا-امریکا اقتصادي انسټیټیوټ د فکري مرکز ایلن کیم وايي، احتمال لري د ایران جګړه کیم ته داسې پیاوړی نظر ورکړی وي چې علي خامنه يي "بې وسه و ځکه چې هغه اتومي وسلې نه درلودې" او د امریکا سره خبرې به د رژیم بقا تضمین نه کړي.
ټاون مني، "شمالي کوریا ښايي د اتومي مخنیوي وړتیا په لټه کې د کلونو په اوږدو کې ډېر زیان لیدلی وي، خو په داسې شېبو کې، کیم جونګ ان نژدې یقیني باور لري چې سمه پریکړه یې کړې، پوهیدل چې د اتومي وسلو پر لرونکي هېواد د برید خطرونه د یو عملي انتخاب لپاره خورا لوړ دي."
اضافي رپوټنګ او ایډیټ، ګریس څوی. انډیکس تصویر، د ختیځې اسیا بصري ژورنالیزم اندرو سایني او د سر تصویر کریډیټ: ګیتي ایمیجز

















