پاکستان او افغانستان 'لنډمهالی' اوربند اعلان کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او همداراز د منځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، د ترکيې جمهوريت او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو د لنډمهاله وقفې'' اعلان کوي.
ښاغلي مجاهد ویلي " اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه ګڼي او د ګواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي."
له دې اعلان نژدې یو ساعت وړاندې د پاکستان حکومت هم وویل چې د لنډ وخت لپاره افغانستان کې خپل پوځي عملیات دروي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي دا لنډ مهاله ځنډ د ترکیې، سعودي او قطر په غوښتنه شوی دی.
هغه په یوه ویناپاڼه کې ویلي " د وروڼو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، د پاکستان اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ بنسټونو پر وړاندې د روانو عملیاتو "غضب لِلحق" په لړ کې لنډمهاله وقفه وکړي". دغه پاکستاني چارواکي ویلي، اوربند به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۱۸مې او ۱۹مې نېټې له نیمې شپې د مارچ د ۲۳مې او ۲۴مې نېټو تر نیمې شپې د پلي کېدا وړ وي.
بل لور د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بيبيسي ته وویل چې هغوی [پاکستانیان] "زموږ د ستر ځواب انتظار وباسي".
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت کابل کې د وروستي پاکستاني برید ځواب ورکولو کې بیړه نه کوي او د پوځي محرميت له امله جزئیات نه شي خپرولای، خو ځواب به حتمي وي.
ښاغلي مجاهد کابل کې په نشهيي توکو د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید "لوی جرم" وباله او زیاته یې کړه چې د دې "پاکستاني جرم" په اړه د نړیوالو د خبرولو لپاره ټول امکانات کارول شوي دي.
د هغه په وینا، افغانستان حق لري چې د پاکستان په برید غبرګون وښيي.
ذبیحالله مجاهد د پاکستان هغه ادعا "احمقانه" وبلله چې ګنې په دې ځای کې وسلې جوړېدې او بیا یې ټینګار وکړ چې پاکستان پر نشهيي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نښه کړی. هغه وویل چې د پاکستان هدف وېره خپرول دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
له دې مخکې پرون چارشنبه (اکتوبر ۱۸مه/) د کابل په سرای شمالي سیمه کې پر یوه غونډۍ د روږدو کسانو درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید د ځینو قربانیانو ډله ییزه جنازه ادا شوه او ځینې مړي خاورو ته وسپارل شول. د چارواکو په وینا، هلته ځینې هغه کسان خښ کړل شول چې مړي یې د پېژندنې نه دي یا بشپړ سوځېدلي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، پر چهارشنبه یې د ۷۰ وژل شویو مړي د هغوی کورنیو ته سپارلي دي. ځینې یې له دې مخکې خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو، خو لا هم ځینې مړي په روغتونونو کې دي.
په دوی کې داسې کسان هم شته چې لا هم د خپلو عزیزانو معلومات نه لري، چې مړه شوي او که ژوندي دي. په دوی کې یو هم د لوګر ولایت سمیع الله دی چې وايي د خپل تره په لټه کې دی، خو تر اوسه یې د هغه هېڅ درک نه دی لګولی.
په ورته مهال د افغانستان د عدلي طب ریاست چارواکو بيبيسي ته ویلي چې د روږدو کسانو د درملنې له هغه مرکزه، چې د دوشنبې پر شپه د پاکستان په هوايي برید کې په نښه شو، له سلو تر دوه سوه پورې مړي دې ادارې ته لېږدول شوي دي.
د دې ادارې مشر نجیبالله فاروقي وایي چې ځینې دا جسدونه تر دې حده سوځېدلي دي چې پېژندل یې امکان نه لري.
هغه وویل چې جسدونه له پېژندنې پرته هېچا ته نه شي سپارل کېدای او د هغوی د برخلیک په اړه به د طالبانو حکومت پرېکړه وکړي.
ښاغلي فاروقي دا هم تایید کړه چې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.


















