جعلي سعودي شاهزاده د ۸ میلیونو ډالرو ټګۍ برګۍ له کبله زنداني شو

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

انتوني ګیګناک تر کلونو پورې شاهزادګانو ته ورته ژوند کاوه. ده به ګران بیه ساعتونه او ګاڼه استعمالول، په شخصي جیټ الوتکو کې به یې سفر کاوه، د سفارتي نمبر پلیټونو ګاډي به یې ګرځول او پر شخصي کارت به یې د ځان لپاره د 'سلطان ' لقب لیکلی و.

خو د دغه تش په نامه شاهزاده دروغ بالاخره د جمعې پر ورځ رسوا شول چې د امریکا فلوریډا یوې محکمې له بېلا بېلو پانګوالو د ټګۍ برګۍ له لارې د اته میلیونه امریکايي ډالرو تروړلو په جرم په ۱۸ کلن زندان سزا محکوم کړ.

فلوریډا څارنواله فجاردو ورشان وايي:

''انتوني ګیګناک نژدې درې لسیزې خلکو ته د دې لپاره ځان د سعودي شاهزاده په حیث ورپېژانده چې د نړۍ لر او بر کې له بې شمېر پانګوالو د ټګۍ برګۍ له لارې پېسې تر لاسه کړي. ''

ګیګناک په کولمبیا کې زېږېدلی و او د امریکا مشي ګن ایالت یوې کورنۍ له اووه کلنۍ راهیسې پاله.

ویل کېږي نوموړي له ۱۷ کلنۍ راهیسې ځان دکاندارانو، کریډټ کارت کمپنیو او پانګه والو د سعودي شاهي کورنۍ د یوه غړي په توګه ورپېژانده.

د محکمې اسناد ښيي نوموړی تېرو دریو لسیزو کې ۱۱ ځله د شاهزاده جعلي شخصیت له لارې د ټګۍ برګۍ قضیو کې نیول شوی دی.

د څارنوالۍ چارواکو په وینا نوموړي تر ۲۰۱۵ کال پورې د شاهزاده 'خالد ابن عبدالعزیز ' په نامه خلک لوټل، جعلي دیپلوماتیک نمبر پلیټونه یې اخیستل، دودیز سعودي کالي یې اغوستل او ګران بیه لاسي ساعتونه یې کاروول.

چارواکي وايي، نوموړي به له پانګه والو سره د لیدو پر مهال د شاهی پروټوکول او ډالیو غوښتنه کوله او دغه راز به یې په داسې پروژو کې پانګونې ته بلل چې له سره یې شتون نه درلود.

چارواکي وايي، د ۲۰۱۷ کال په مې کې د نوموړي په اړه هغه مهال شکونه راپیدا شول چې میامي کې یې د یوه هوټل رانیولو پر مهال د خنزیز غوښې خوړلو غوښتنه وکړه.

د میامي هیرالډ رپوټ کې ویل شوي، د پلورل کېدونکي هوټل څښتنان سملاسي پوه شول چې دغه ډول غوښه خوړل د یوه مسلمان شهزاده د کولو چاره نه ده او دوی د معلوماتو لپاره د یوه شخصي امنیتي شرکت خدمتونه تر لاسه کړل چې وروسته خبره د فدرالي حکومت تر څېړنې ورسېده.

نوموړي د سږ کال لومړیو کې اعراف وکړ او د جمعې ورځې له پرېکړې وروسته اغلې ورشان وویل:

''په دغه پرېکړه کې د زیانمن شویو غږ شامل دی. ''