تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سایبري جګړې په ایران کې څه رول لوبولی دی؟
- Author, جو ټاییدې
- دنده, بي بي سي نړیواله څانګه- د سایبري چارو خبریال
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
کله چې د پوځي ځواک خبره شي، امریکا او اسرائیل په دې اړه له څه درېغ نه کوي، څنګه پر ایران برید کوي.
د امریکا پوځي مرکزي قومانداني په ټولنیزو رسنیو کې په هرو څو ساعتونو کې له مسلکي عکسونو او رنګارنګ ویډیوګانو سره، د بېلابېلو وسلو، جېټ الوتکو او بېړیو د کارولو په اړه مطلبونه خپروي.
خو هغه څه چې په سایبري فضا کې پېښېږي، امریکا او اسرائیل یې په اړه له ډېر احتیاطه کار اخلي.
په اوږدو خبري کنفرانسونو، ویناوو او د ټولنیزو رسنیو په لسګونو پوسټونو کې، ډېر لږ د سایبري عملیاتو یادونه کېږي.
خو لکه څنګه چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان امیرالبحر براډ کوپر په دې وروستیو کې ورته اشاره کړې، په حقیقت کې په دې جګړه کې سایبري فضا د پام وړ رول لوبوي.
هغه وویل: "موږ په ایران کې د سمندر له سطحې، تر فضا او سایبري فضا بریدونو ته دوام ورکوو.
په دې مطلب کې به موږ د سایبري عملیاتو د ډولونو په اړه پوه شو او موږ به د عصري جګړې په هکله پوه شو.
مخکې له دې چې توغندي وتوغول شي
سایبري جاسوسي او هک کول د جګړې لپاره د "له مخکې زمینې" په برابرولو کې ستر رول لوبوي.
د پنټاګون د ګډو ځواکونو ستر درستیز جنرال ډان کین په یوې خبري غونډې کې څرګنده کړه، چې جګړه څنګه په میاشتو کئ، د کلونو پلانولو له امله ممکنه شوه، چې پر "مجموعي موخې" د بریدچمتو کولو لپاره یې تیارۍ نیول کېدې.
د امریکا او اسرائیلو هکرانو کولای شول، د ریښتیني برید له پلان ډېر مخکې په ایران کې کلیدي کمپیوټري شبکو ته ننوځي.
د هوایی دفاع یا نظامي مخابراتو تر شا کمپیوټري شبکې، تر ټولو ستر او د لومړیتوب موخې وې.
نامعلومو سرچینو فایننشل ټایمز ته ویلي، اسرائیلو د څارنې یوې لویې شبکې د جوړولو لپاره د سي سي ټي وي (امنیتي کمرو) او ترافیکو کمرې هک کړې، چې له دې لارې په اصطلاح د ایت الله علي خامنه اي او د هغه د قوماندانانو په بڼه د "ژوند نمونې" جوړې کړي، د هغه برید لپاره چمتووالی ونیسي او بالاخره یې وواژه.
د سایبري امنیت شرکت چېک پواینټ کې د استخباراتي ګواښ کارپوه سرګي شکیوېچ وايي، په سایبري جګړه کې له انټرنټ سره وصل کمرې هدف ګرځېدلي دي ځکه دا کمرې "په ډېر ټیټ لګښت د سړکونو، تاسیساتو او خوځښتونو د ریښتیني وخت او حالت په اړه معلومات وړاندې کوي."
شننونکي وايي، دا ډول معلومات به د نورو دودیزو استخباراتو لکه هغه چې د انساني جاسوسانو له خوا راټول شوي، یوځای وکارول شي.
د اسرائیلو د پوځي سایبري دفاع پخوانی متخصص او د سایبري امنیت فلټفورم بنسټ اېښودونکی تال کولینډر په وینا "سایبر معمولا پخپله پرېکړه کوونکې وسله نه ده، بلکې د ځواک ملاتړی عامل دی، چې د معلوماتو چاپېریال ته په بڼې ورکولو کې مرسته کوي او پر ځمکه د عملیاتو ملاتړ کوي."
جنرال کین له لومړنیو بریدونو وروسته په یوې خبري غونډه کې، د امریکا د سایبري قوماندې او د امریکا د فضايي قوماندې خوځښتونه د "لومړي محرک" په توګه بیان کړل، چې "د ایران د لید، اړیکو او ځواب ورکولو وړتیاوې یې ګډوډوې او ړندې کړې."
ځینې شنونکي دا هم وايي، د ګرځنده ټیلیفون ټاورونه بند یا تړل شوي وو، چې له مخې یې د خامنهیي امنیتي ټیم ته د راتلونکو جېټ الوتکو په اړه د خبرداري ورکولو مخه ونیسي.
دا تایید شوی نه ده، خو موږ په نورو شخړو لکه د اوکرایین په جګړې کې دا لیدلي دي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګست هم د یوه ورستي خبري کنفرانس په بهیر کې په ویاړ وویل، چې د ایران د پوځ غړي " ان خبرې یا اړیکه نه شي نیولی، یو همغږی او دوامداره برید ترسره کول خو لا لېرې خبر ده."
دا څرګندونې د ولسمشر ټرمپ له هغو خبرو سره سمون لري چې د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو بریالي تښتولو ستاینه کوي. ښاغلي ټرمپ تر هغو عملیاتو وروسته وویل: " د یوه ځانګړي تخصص له امله چې موږ یې لرو د کاراکاس څراغونه تر ډېره بند شوي وو."
دا لا تایید شوې نه ده چې ولسمشر سایبري برید ته اشاره کوله. خو د امریکا په نوې خپره شوې سایبري ستراتیژۍ کې هغه د دې ځانګړو عملیاتو لپاره د خپلو سایبري ځواکونو ستاینې کې نور هم مخته ولاړ، او ویې ویل، دوی "زموږ مخالفین د بې عیبه پوځي عملیاتو په بهیر کې ړانده او ناپوهه" کړل.
اسرائیل هم په ایران کې د باد صبا په نوم د لمانځه وخت مشهور اپلیکېشن پر هک کولو تورن دی، چې پنځه میلیون ځله ډونلوډ شوی دی.
د رویټرز د خبر له مخې، کله چې د بمونو لګېدل پیل شول، کاروونکو ته د فشار یوه خبرتیا لېږل شوې وه، چې پکې ویل شوي و، "مرسته رسېدلې ده".
د امریکا د دفاع وزیر وزیر هیګیست په دې اونۍ کې د "وژلو لپاره د نورو سیسټمونو د لټون" د دوامدار عملیاتو په اړه خبرې وکړې او ښايي سایبر د جګړې په دې پړاو کې رول ولوبوي، ځکه فعالین په ایران کې د پوځي هدفونو د موندلو لپاره له پرانیستو استخباراتي سرچینو، د سپوږمکۍ په وسیلې اخیستل شویو انځورونو او سایبري جاسوسۍ کار اخلي.
ښایي په دې کار کې د مصنوعي زیرکتیا (اې ای) وسیلې هم په پراخه کچه کارول کېږي. د دې احتمالي اشاره بیا د هیګست له خوا وشوه چې د استخباراتو یو کارکوونکی، چې د عملیاتو پر مهال یې لیدلی و، وستایه.
هغه په احتیاط وویل، "ما له یو ځوان ډګروال سره خبرې کولې چې په دې اړه یې په تکرار ویل، څنګه یې په نښه کوو او څنګه د هغه څه مختلف اړخونه ومومو او حل کړو، چې ایرانیان یې د ترسره کولو هڅه کوي."
د سایبري جګړې سیوری
امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې د پام وړ سایبري بریدونو اوږده مخینه لري او د هغوی په تړاو پر پټولو ډېر مشهور دي.
د بېلګې په توګه، چارواکي لاهم په ۲۰۱۰ کال کې د ایران د یورانیمو غني کولو پر تاسیساتو د بدنام ویجاړونکي په نوم "سټاکس نټ" هک په اړه له احتیاطه کار اخلي.
پر اسرائیلو دا تور هم دی چې په ۲۰۲۲ کال کې د "پریډیټري سپارو" په نوم هکرانو ډله په ایران کې د پولادو په فابریکو کې د ویلې کولو لامل شوی دی.
کولنډر وايي: "که یو هېواد په ښکاره ډول خپلې وړتیاوې یا ځانګړي عملیات بیان کړي، نو دا د تخنیکونو، سیمو ته د لاسرسي، یا استخباراتي سرچینو افشا کولو خطر لري چې د مخالفینو لخوا په چټکۍ خاموشه کېدای شي."
هغې زیاتوي: "په سایبري فضا کې، د وړتیا ارزښت اکثرا په دې پورې اړه لري چې په سمه توګه نه پوهېږي چې څه ډول کار کوي."
په همدې حال کې، د رائل یونایټډ سروسز انسټیټیوټ ډاکټر لوئیس ماري هورېل د هغو معلوماتو څخه حیرانه شوې چې امریکا یې افشا کوي.
خو هغه وايي، جګړې ښوولې د سایبر په اړه باید د دودیز عمل په څېر خبرې وشي چې د ښکېلتیا قواعد وساتل شي.
"دا زموږ لپاره یو فرصت دی، د سایبري فضا د ملاتړ او ستراتیژیک ګټو په اړه، چې په پراخو پوځي کمپاینونو او بحران کې یې چمتو کوي عام بحث وکړو."
هغه زیاتوي، "که سایبري فضا په ښکاره ډول د بریدونو یو نه بېلېدونکي ټکي په توګه ومنل شي، نو کولی شي د وسله والو شخړو قوانینو، تناسب، او هغه څه چې د ځواک کارولو په توګه شمېرل کېږي په اړه پوښتنې راپورته کړي."
ایران په کوم ځای کې دی؟
د روانې جګړې یوه حیرانونکې برخه دا ده چې ایران په لویه کچه په سایبري ډګر کې په ښکاره ډول غیر حاضر دی.
دا هېواد له اوږدې مودې راهیسې د یو وړ سایبري ځواک په توګه ګڼل کېږي، که څه هم د لوېدیځ سایبري امنیت نړۍ د هېوادونو یا د حکومتونو سره تړلو هکرانو بریدونو پر وړاندې چمتو ده، خو په دې برخه کې تر دې دمه لږ فعالیت شوی دی.
داسې ښکاري چې ایران په دې جګړه کې شاته تګ کړی وي، ځکه خو یا د اسرائیلو د رپوټونو پر بنسټ ناتوانه شوي، یا له حده ډېر اټکل شوي و.
دوی د تېرو بریدونو له امله مشهور شوي، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۲ کال کې د دوی اوږدې مودې سیال سعودي عربستان د تېلو لوی شرکت ارامکو هک کول، چې د ۳۰،۰۰۰ کمپیوټرونو د ویجاړولو لپاره یې "پاک کوونکي" مالوېر وسیلې کارولې وې.
د چهارشنبې په ورځ یو رپوټ ورکړل شو چې له ایران سره تړلې د هندالا په نوم د هکرانو ډلې، د طبي ټیکنالوژۍ سټرایکر پر شرکت د پاک کوونکو مالوېر له لارې برید کړی دی.
د پاک کوونکو یا وایپر بریدونو سربېره، ایران په دې تورن شوی چې هڅه کوي په مهمو ملي زېربناوو کې مداخله وکړي، چې فزیکي زیان ورسوي.
ډاکټره لوئیس ماري هورېل د ایران د مستقیم یا د څارګرو هکرو ډلو له لارې د غچ اخیستلو وړتیا، له پامه غورځولو پر وړاندې خبر داری ورکوي.
هغه وايي "زه د ایران په اړه ژر پایلې ته نه رسېږم ،ځکه موږ د پام وړ هکري فعالیتونو شاهدان وو او وړاندې تر دې عامو رپوټونو ښودلې چې وطنپال هکران ځینې وخت له دولت سره تړلو ډلو لپاره د یوې بڼې په توګه کارول شوي دي."